د پاکستان د قیمتي ډبرو ټولنه: نن په پاکستان کې د سرو زرو بیې راټیټې شوي

د پاکستان د سرو زرو او قیمتي ډبرو ټولنې خبر ورکړی چې د سرو زرو د هرې تولې بیه د ۸۶۰۰ روپیو په کموالي سره ۵۱۹ زره او ۹۶۲ روپیو ته راښکته شوې ده. همدارنګه، د لس ګرامه سرو زرو بیه هم د ۷۳۷۳ روپیو په راټیټېدو سره ۴۴۵ زره او ۷۸۳ روپیو ته ټیټه شوې ده.
له دې سره سم، په نړۍوالو بازارونو کې هم د سرو زرو بیه ۸۶ ډالره راکمه شوې او د هر اونس بیه ۴۹۷۲ ډالرو ته راښکته شوې ده.
