مسکو کې د طالبانو او ترکیې سفیرانو افغان سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو پر اسانتیا خبرې کړې

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې ګل حس حسن د روسیې لپاره د ترکیې له سفیر تنجو بېلګیچ سره په لیدنه کې افغان سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. یاد سفارت ویلي، دواړه خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.