نېکي هېلي: له ایران سره خبرې به یوازې د «اوباما ۲» تجربې تکرار ته لاره هواره کړي

د امریکا د جمهوریپاله ګوند مخکښې سیاسي غړې نېکي هېلي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې سیمې ته د امریکایي ځواکونو پراخه لېږد بېدلیله نهدی. هغې زیاته کړې، چې ایران ته باید د بیارغونې فرصت ورنه کړل شي.
هغې خبرداری ورکړی، چې د «اوباما ۲» انتخاب او د بندیزونو لرې کولو لپاره نوې هوکړه تېروتنه ده. نوموړې ویلي، باید د ایران اټومي توان کمزوری او دغه مسله له ریښې حل شي.
