• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د بلوچستان ځینې سیمې لړزولي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د امریکا د جیولوژۍ څېړنو ادارې راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د پاکستان د بلوچستان ایالت ځینې سیمې ولړزولې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا زلزله د خضدار له سیمې څخه شاوخوا ۷۹کیلومتره واټن کې، د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې رامنځته شوې او ژوروالی یې د ځمکې له سطحې ۱۰کیلومتره ښودل شوی دی.

تر دې مهاله د دې زلزلې له امله د مالي زیانونو یا ځاني تلفاتو په اړه رسمي راپور نه دی خپور شوی. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د ارزونې ډلې بېلابېلو سیمو ته استول شوې دي څو د احتمالي زیانونو کچه وڅېړي، او لومړنۍ پایلې به په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې اعلان شي.

په تېرو کلونو کې هم د دې سیمې په شاوخوا کې ورته زلزلې ثبت شوې دي. د کارپوهانو په وینا، د فعالو ټکتونیکي درزونو د شتون له امله د بلوچستان ایالت او شااوخوا سیمې وخت ناوخت د ځمکې لړزې تجربه کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

کارخونه‌لرونکو ته د طالبانو خبرداری؛ که چاپېریالي اصول مراعت‌ نه‌کړۍ چارې به مو وځنډول شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په ننګرهار کې د صنعتي فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې هغوی ته په خطاب کې خبرداری ورکړ، که په خپلو چارو کې چاپېریالي شرایط او اصول مراعات نه‌کړۍ، نو فعالیتونه به مو وځنډول شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولايت د صنعتي کارخونو له مسوولینو سره په کتنه کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق د څرنګوالي او همداراز د چاپېریالي قوانینو پر جدي مراعت، د هوا د ککړتیا پر مخنیوي، د دود د کنټرول سیسټمونو پر نصب او د معیاري فلټرونو پر کارولو ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ننګرهار د صنعتي کارخونو مسوولینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له مطیع‌الحق خالص سره شریک کړل او د چاپېریالي معیارونو د پلي کېدو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

مطیع‌الحق خالص خبرداری ورکړ: «هغه فابریکې چې چاپېریالي شرایط او اصول نه‌مراعتوي، په لومړي پړاو کې به ورته لازمې سپارښتنې وشي، خو که له پرله‌پسې لارښوونو سره سره بیا هم اصول مراعت نه‌کړي، د نافذه قوانینو له‌مخې به یې فعالیتونه وځنډول شي».

نوموړي همداراز په ټینګار سره ویلي، صنعتي فعالیتونه باید داسې تنظیم شي، چې د هوا، خاورې او د چاپېریال د ککړتیا سبب نه‌شي او د خلکو روغتیا ته زیان ونه‌‌رسوي.

په ټانک ولسوالۍ کې ډرون څرخکو د پولیسو امنیتي پوستې په نښه کړې دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو او استوګنځایونو د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه شوي چې په پایله کې یې څو امنیتي کسان ټپیان شوي دي. ځینو وسله والو په ګومل سیمه کې د اعظم کوټ پر امنیتي پوستې د ډرون څرخکې برید کړی دی.

د ځايي پولیسو او امنیتي سرچینو په وینا، په برید کې درې کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خراسان ډایري پاکستانۍ رسنۍ د رپوټ له مخې، په یوه بله جلا پېښه کې د سور کمر په نامه پر یوې بلې پوستې هم ډرون برید شوی، چې یو پولیس پکې ټپي شوی.

په خیبر پښتونخوا کې پوځ او وسله والې ډلې دواړه اړخونه له ډرون څرخکو کار اخلي.

منظور پښتین په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي پر وژلو خواشني ښودلې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰

تېره ورځ مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د یاد غورځنګ مشر عطاءالله جان په خپل کلي کې د ماشومانو د شخړې د هواري پرمهال په ډزو ووژل شو. د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او نوموړی یې د مظلوم یو رسا غږ یاد کړی.

منظور پښتین د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په سوات کې د دې غورځنګ د غړي عطاء الله جان په اړه ویلي: «د پي ټي ایم مخکښ، د ادب او شاعرۍ د ډګر ځلانده ستوری، د بې وسه او مظلومانو تکړه وکيل، د سوات پاڅونونو ترجمان او د ولسونو مل، ژبپوهه، زما نزدې ملګری پوهاند عطاوالله جان په سوات کي پخپل کلي کي د يوې شخړې د جوړجاړي په هڅو کي د يوه فریق له خوا په ډزو ټپي شو، او وروسته ئې په روغتون کي د نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.»

په دې پېښه کې اته کسه نور ټپیان شوي چې په ټپیانو کې د عطاءالله جان وراره هم شامل دی.

عطاءالله جان د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا د قامي کمېټې غړی او د سوات د پښتون قامي جرګې مشر هم پاتې شوی و.

په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو پنځه پولیس وژلي دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې وسله‌والو د یوه برید په ترڅ کې پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې پولیس د وسله‌والو پرضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د ستنېدو په حال کې وو.

د پولیسو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بریدګر په یوه ځنګل کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپه ډزې وکړې او امنیتي ځواکونو بیا په ځوابي برید کې څلور وسله‌وال هم وژلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. دېره اسماعیل خان د وزیرستان له ناکراره سیمې سره نږدې موقعیت لري، دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) او نورو وسله‌والو ډلو مرکز بلل کېږي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲کال په وروستیو کې له اسلام‌اباد سره اوربند پای ته ورساوه. تېره اوونۍ هم په اسلام‌اباد کې د یوه جومات دننه ځانمرګي برید وشو، چې له ۳۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول.

وسله‌والو په دیره اسماعیل خان کې پنځه پولیس وژلي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۰

وسله والو د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د چارشنبې په ورځ پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا، برید د ښار په څنډو کې د وسله‌والو پر ضد له عملیاتو وروسته د پولیسو د ستنېدو پرمهال شوی.

د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله‌والو، چې په یوه ځنګل کې پټ وو، د پولیسو پر ګزمې ډزې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې پولیسو په متقابل برید کې څلور وسله‌وال هم ووژل.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.