• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې یوې موسسې له پاکستان څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کورینو ته د مرستو بهیر پیل کړ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د اتحاد روغتیایي خدمتونو موسسې په نوم یوه مرستندویه بنسټ له پاکستان څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ. یاد دفتر زیاتوي، دغو مرستو کې لوبیا، وریجې، اوړه، دال، بوره او غوړي شامل دي.

په ننګرهار کې د‌ طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عزیزالرحمن سرحد د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د مرستو د وېش پر مهال وویل، دغه ولایت ته په ډېر شمېر کورنۍ راستنې شوي چې لازمو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

دغه مرستې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د تورخم او سپین‌بولدک له لارو له پاکستان څخه د افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه اندېښنه لري، چې دغه تازه ستنېدونکي کډوال به په هېواد کې له سختې لوږې، د سرپناوو له نشتوالي او بې رزوګارۍ سره مخ شي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، دوی اوس مهال په کافي اندازه بودجه نه‌لري، چې دغو راستېندوکو کورنیو ته لازمې مرستې برابرې کړي او په دې برخه کې باید ورسره نړۍواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه مرستې وکړي.

افغانستان ته له پاکستان او ایران څخه د کډوالو ستنېدل په داسې حال کې زیات شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې هېواد کې بشري ناورین او فقر په بې‌سارې توګه زیات شوی دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران: د افغانستان د اړتیا وړ پر سون توکو هېڅ محدودیت نه‌لګوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د ایران د نفت وزارت د نړۍوالو او سوداګریزو چارو مرستیال په کابل کې د طالبانو د تېل او ګازو د دولتي شرکت له مشر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د نفت وزارت د نړۍوالو او سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي د طالبانو د تېل او ګازو د دولتي شرکت له اجراييوي رییس محمد نصیر رحیمي سره کتلي دي.

ایراني چارواکي د طالبانو د تېل او ګازو د شرکت له رییس سره د خبرو پرمهال ویلي، چې تهران چمتو دی، څو له افغانستان سره د تېل او ګازو په برخه کې اوږدمهاله ستراتیژیکي همکارۍ پیل کړي.

د ایران سفارت ویلي، چې طالب چارواکي د سون توکو د تولید په برخه کې د ایران ظرفیتونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید په ياده برخه کې د اوږدمهاله همکاریو د پراختیا لپاره کار وکړي.

په خبرپاڼه کې د ایران د نفت وزارت د مرستیال سید علي محمد موسوي له قوله لیکلي: «ایران د افغانستان د سون توکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول محدودیت نه‌لګوي او چمتو دی چې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو نوې تګلارې جوړې او عملي کړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته په سوداګریزه برخه کې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې زیاتې شوي او طالبان غواړي د افغانستان د اړتیا وړ سوداګریز توکي د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو پوره کړي.

ریچارډ لېنډسي: خپلواکې رسنۍ د افغانستان راتلونکې لپاره ډېرې مهمې دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانستان لپاره خپلواکې رسنۍ ډېرې مهمې دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په خپله اېکس پاڼه د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ویلي، چې راډیو د ټولنو په نښلولو او زیانمنېدونکو ته د معلوماتو رسولو په برخو کې بنسټیز رول لري.

لېنډسي زیاته کړې: «زه په ټول افغانستان کې د خلکو لپاره د راډیو حیاتي رول ته درناوی لرم؛ هغه رول چې ټولنې سره نښلوي، زیانمنېدونکو ته معلومات رسوي او ټولو ته د زده‌کړو فرصتونه برابري. ازاد او خپلواک رسنیز فعالیت د افغانستان د راتلونکي لپاره اړین دی».

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونو خپلواکو رسنیو د طالبانو له‌خوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي او ګڼ مسلکي خبریالان له هېواده وتلي دي. طالبان بیا وايي، چې له تېرو څه باندې څلورو کلنونو راهیسې یې شاوخوا ۴۰ راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

طالبان: څه باندې ۱۳ زره تاریخي اثار د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۰

طالبان وایي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه څه باندې ۱۳ زره تاریخي اثار له بېلابېلو سرچینو څخه د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

د ملي موزیم د یوې برخې امر عین‌الدین صداقت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلویزیون ته ویلي، چې دغه فرهنګي او تاریخي اثار د بېلابېلو دورو اړوند دي او په یاد مرکز کې ساتل کیږي.

د صداقت په وینا، په دغو اثارو کې د برونزو، کوشاني، یونان- باختري او اسلامي دورو اړوند توکي شامل دي. هغه زیاته کړه، چې د دې اثارو یوه برخه هم له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوې ده.

د ملي موزیم مسوولین وایي، پلان لري، چې د ملي موزیم انګړ کې د برونزو، یونان- باختري، کوشاني او اسلامي دورو اړوند د یادو اثارو ځانګړی نندارتون جوړ کړي.

په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د طالبانو له‌خوا پر ازادو رسنیو له سختو محدودیتونو سربېره د راډیو په نړۍواله ورځ په کابل کې د «ادې» په نوم یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ.

د «ادې» راډیو مرستیال فضل لېوال وايي، چې د «ادې» راډیو پیل یوازې د یوې نوې راډیويي څپې اضافه کېدل نه، بلکې د یوې باوري او پوهاوي محوره غږ راڅرګندېدل او د ټولنې د اړتیاوو انعکاسول دي.

لېوال ویلي، چې یاده رسنۍ د تعلیمي، خبري او عامه پوهاوي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: «موږ باور لرو چې رسنۍ باید د خلکو باور وساتي، رښتیني او کره معلومات وړاندې کړي او د سالم فکر او اعتدال فرهنګ پیاوړی کړي. ادې راډیو به د همدې اصل پر بنسټ خپرونې وکړي».

د «ادې» راډیو مسوولینو ویلي، چې د یادې راډیو له لارې به د خپلو اورېدونکو لپاره خبري، تحلیلي، تعلیمي، دیني، فرهنګي او عامه پوهاوي برخو کې بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي او د ښځو، ماشومانو او ځوانانو اړوند موضوعاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

یادې خصوصي راډیو پر داسې مهال پر فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمه‌ییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوي او تړل شوې دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره: د څه باندې ۱۷ میلیونو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین یې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې پیل کړی او سږکال به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شي.

طالبانو د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین سږ کال د ننګرهار له پچیراګام ولسوالۍ څخه پیل کړ.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیع‌الحق خالص د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) وویل، د نیالګیو کېنولو یاد کمپاین به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د نوموړي په وینا، سږکال به په ټول هېواد کې څه باندې ۱۷ میلیونه مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي.

مطیع‌الحق خالص زیاته کړې: «شپږ زره نیالګي چې ۲۰۰۰ یې بې ثمره او نور یې ثمر لرونکي دي، د هغې د کینولو پیل دی. دا په ټول هېواد کې د ۱۴۰۵ کال د نیالګیو د کېنولو پیل دی او ۳۴ ولایتونو ته به دغه کمپاین وغځول شي».

په ورته وخت کې طالب چارواکو له خلکو غوښتي، چې د تازه کېنول کېدونکو نیالګیو ساتنه اوپالنه وکړي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مالي او اداري رییس احمد حمزه ویلي: «دا ډېره مهمه ده.د دې نیالګیو ساتنه ستاسو مسوولیت دی، مشران به یې درته کېنوي او تطبیق به یې کړي، خو تاسو یې باید په ښه ډول پالنه وکړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې په میلیونونه مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول کېږي، خو د مسوولینو او عامو خلکو د نه‌پاملرنې له امله ډیری یې وچېږي.