• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مونیخ امنیتي کنفرانس ۶۳مه دوره د نړۍ د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون پیل شوه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د نړیوالو سیاسي او امنیتي کړکېچونو د زیاتېدو ترڅنګ، د د مونیخ امنیتي کنفرانس ۶۳مه دوره نن د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۴مه په مونیخ ښار کې پیل شوه. دغه مهم نړیوال کنفرانس د فریدرېښ مېرڅ په وینا پرانیستل شو او په کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون لري.

ټاکل شوې ده چې دا کنفرانس به تر یکشنبې ورځې دوام وکړي. د دې غونډې له مهمو ګډونوالو څخه د اروپایي ټولنې د مشرانو ترڅنګ د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زېلېنسکي او د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یی، هم شامل دي. همدارنګه، د امریکا د کانګرس یو پلاوي هم د دود له مخې په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د کنفرانس مشر ولفګانګ ایشینګر مخکې ویلي وو چې له ۱۹۶۳کال راهیسې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د دې کنفرانس بنسټ جوړوي، خو اوس دغه اړیکې د باور او اعتبار له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړي د امریکا د پراخ ګډون هرکلی هم کړی دی.

دغه کنفرانس داسې مهال ترسره کېږي چې د متحده ایالات او د اروپايي اتحادیه ترمنځ اړیکې له نوو ننګونو سره مخ شوې دي. د تېر کال په کنفرانس کې د امریکا د لوړپوړو چارواکو څرګندونو د اروپايي مشرانو اندېښنې زیاتې کړې وې.

سږ کال د امریکا پلاوی د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مشرۍ ګډون کړی دی. ټاکل شوې چې هغه د کنفرانس په څنډه کې د مته فردریکسن، د ډنمارک له لومړۍ وزیرې، او د ګرینلنډ له چارواکو سره هم وګوري.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال: له افغانستان سره سوداګري د اورګاډي ترانسپورټ ارزښت زیاتوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال جاولون وخابوف وایي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د کچې زیاتوالی، د سیمه‌ییز لوژستیک او ټرانزیټ د مهم عنصر په توګه د اورګاډي ترانسپورټ ارزښت لا زیاتوي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، سره کابل کې په کتنه کې کړي.

هغه د جمعې په ورځ پر اېکس‌ خواله رسنۍ لیکلي چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اورګاډي چارو مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده سره کتنه کې دواړو لورو د اورګاډي پراختیايي پروژو، د سیمه‌ییزو نښلونکو نوښتونو، تخنیکي همکارۍ او د زیربنایي پانګونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې، څو د سیمې د ترانسپورتي او سوداګریزو دهلېزونو پیاوړتیا یقیني شي.

جاولون وخابوف وویل په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بار وړلو ټولیز حجم ۲،۶ میلیونه ټنه و، چې له دې جملې ۲،۲ میلیونه ټنه د اورګاډي له لارې لېږدول شوي، په دې کې ټرانزیټي بارونه هم شامل دي.

همدا راز دوی د افغانستان په ګډون د سیمه‌ییز اورګاډي نوښتونو د پرمختګ پر اهمیت ټینګار کړی، په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان پروژې په اړه، چې د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره یو ستراتیژیک دهلېز ګڼل کېږي.

د یادونې ده چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ترانس‌افغان اورګاډي پروژې د امکان‌سنجۍ نړیوال تړون تصویب کړ. دغه تړون د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمه‌ییز ترانزیټي دهلېز د رامنځته کېدو لپاره حقوقي او تخنیکي چوکاټ برابروي.

د تړون له مخې، درې واړه هېوادونه به د هغې اورګاډي کرښې تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجۍ ګډه مطالعه ترسره کړي چې ټاکل شوې د ازبکستان نایب‌اباد به د افغانستان له لارې د پاکستان د خرلاچي پولې سره ونښلوي. تمه ده دا مسیر له ترمز، نایب‌اباد، میدان‌شهر، لوګر او خرلاچي څخه تېر شي.

داغستان د افغانستان د جګړې پخوانیو سرتېرو او د قربانیانو کورنیو ته مالي مرسته اعلان کړه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

داغستاني چارواکو ویلي، چې د جمهوریت د ذخیروي صندوق څخه به تر ۶۰میلیون روبله چې نږدې ۷۷۷زره امریکایي ډالر کېږي، د یوه ځلنۍ مالي مرستې په توګه د افغانستان د جګړې پخوانیو سرتېرو او د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

د روسیې خبري اژانس« تاس» د راپور له مخې، د داغستان حکومت د رسمي فرمان له لارې دغه اندازه تصویب کړې ده.

دغه مرسته د افغانستان د جګړې پخوانیو سرتېرو، کونډو ښځو او د وژل شویو یا مړه شوو کسانو والدینو ته ورکړل کېږي. د هر کس لپاره د یو ځلني تادیې اندازه ۲۰زره روبله ټاکل شوې ده.

د داغستان ولسمشر، سرګي ملیکوف ویلي: «دا زموږ د درناوي څرګندونه ده. هر پخوانی سرتېری به ۲۰زره روبله ترلاسه کړي. راتلونکی کال به هم دا کار تکرار کړو او د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو څلویښتیمه کلیزه کې به دا اندازه دوه برابره کړو، یعنې ۴۰زره روبله به ورکړو.»

چاروکو ویلي، چې په ټولیزه توګه به ۳،۰۴۸تنه، له پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو غړو په ګډون، د دې مرستو مستحق وي.

دغه پرېکړه له افغانستان څخه دشوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په شاوخوا کې شوې او موخه یې د جګړې اغېزمنو کسانو ته ټولنیز ملاتړ برابرول دي.

ازبکستان د ټرانس‌ افغان اورګاډي پروژې د امکان‌ ارزونې تړون تصویب کړ

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ټرانس‌ افغان اورګاډي پټلۍ پروژې د امکان‌ ارزونې نړیوال تړون تصویب کړ. دغه تړون د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمه‌ییز ترانزیټي دهلېز د رامنځته کېدو لپاره حقوقي او تخنیکي چوکاټ برابروي.

د ازبکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې یاد تړون د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۲مه، د ولسمشر له لوري لاسلیک او تصویب شوی دی. د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د دې پروژې د پلي کېدو مسوول ټاکل شوی دی.

د تړون له مخې، درې واړه هېوادونه به د هغې اورګاډي کرښې تخنیکي او اقتصادي امکان‌ ارزونې ګډه مطالعه ترسره کړي چې ټاکل شوې د ازبکستان نایب‌اباد به د افغانستان له لارې د پاکستان د خرلاچي سیمې سره ونښلوي. تمه ده دا مسیر له ترمز، نایب‌اباد، میدان‌شهر، لوګر او خرلاچي څخه تېر شي.

د ټرانس‌افغان اورګاډي پروژه د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ یو مهم سیمه‌ییز دهلېز بلل کېږي چې کولی شي د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي. د راپورونو له مخې، دا دهلېز به هر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه توکي ولېږدوي.

د دې پروژې ګډ دفتر د ۲۰۲۳ کال په منځنیو میاشتو کې په تاشکند کې جوړ شوی او د ازبکستان د اورګاډو ادارې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده چې د ټرانس‌افغان اورګاډي پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې مطرح شوه. د دې کرښې د جوړولو لومړنی اټکل شوی لګښت ۵ میلیارده ډالر و، خو په ۲۰۲۳ کال کې د درې واړو هېوادونو استازو د پروژې وروستی اټکل شوی لګښت ۷ میلیارده ډالر اعلان کړ.

سنټکام: د سوریې له شمال ختیځ څخه عراق ته د داعـ .ش بندیانو د لېږد ماموریت بشپړ شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي، چې د سلواغۍ په ۲۳مه شپه د وروستي پرواز په ترسره کولو سره یې د سوریې له شمال ختیځ څخه عراق ته د داعـ. ش بندیانو د لېږد ماموریت بشپړ شو.

د دې ۲۳ورځني ماموریت پیل د جنورۍ پر ۲۱مه شوی و، چې په پایله کې د امریکا ځواکونو وتوانېدل چې د سوریې د توقیفي مرکزونو څخه له ۵,۷۰۰څخه زیات د داعش جنګیالي عراق ته ولیږدوي.

د سنټکام قوماندان، اډمیرل براډ کوپر وویل: «د ګډو ځواکونو ډلې ته د ښه کار مبارکي وایم چې دا ډېر پېچلی ماموریت په هوا او ځمکه کې د لوړ تمرکز، مسلکي توب او د سیمه‌ییزو شریکانو په همکارۍ سره ترسره کړ.» هغه زیاته کړه: «موږ د عراق له رهبرۍ مننه کوو چې په دې پوهېږي چې د بندیانو انتقال د سیمه‌ییز امنیت لپاره اړین دی.»

د ګډو دنده ییزو ځواکونو قوماندان، میجر جنرال کیوین لمبرټ وویل: «زه د ایتلاف په دې بې‌ساري کار ډېر ویاړم. د دې منظم او خوندي انتقال عملیاتو بریا به په سوریه کې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.»

د یادولو وړ ده، چې د ګډو دند ییزو ځواکونو ډله د سنتکام له خوا په ۲۰۱۴کال کې جوړ شوی و او تر ۲۰۱۹کال پورې یې د داعش شبکې په وړاندې د مبارزې لپاره د شریک ځواکونو مشورې، مرسته او ملاتړ برابره کړې، چې په ۲۰۱۹کې داعش سیمه‌ییزه ماتې وخوړه.

د برېتانیا سترې محکمې پر فلسطین پلوه ډلې بندیز ناقانونه وباله

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د برېتانیا د سترې محکمې دریو لوړپوړو قاضیانو پرېکړه کړې چې د « فلسطین لپاره اقدام» په نوم د فلسطین پلوه ډلې پر فعالیت لګول شوی بندیز د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې ناقانونه اعلانېږي.

قاضیانو ویلي، سره له دې چې یادې ډلې د خپلو موخو د پرمخ وړلو لپاره له ځینو ناقانونه کړنو کار اخیستی، خو فعالیتونه یې تر هغه کچې نه رسېږي چې یوه ترهګره ډله وبلل شي.

سره له دې پرېکړې، محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې تر راتلونکې غونډې پورې، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په وروستیو کې ترسره شي، بندیز به پر خپل ځای پاتې وي. د محکمې له مخې، تر هغې نېټې پورې د دې ډلې ملاتړ څرګندول یا په فعالیتونو کې یې ګډون کول لا هم جدي جرم بلل کېږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر د محکمې له پرېکړې ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له دې نظر سره موافق نه دی چې د دغې ډلې منع کول «نامتناسب» اقدام ګڼل شوی. هغه زیاته کړه چې د حکومت له خوا د بندیز پرېکړه د دقیق او د شواهدو پر بنسټ بهیر له لارې شوې او د پارلمان له خوا هم تایید شوې وه. د برېتانیا قانون جوړوونکو د روان کال په سرطان میاشت کې د دې ډلې د «ترهګر سازمان» په توګه د منع کولو پرېکړه تصویب کړې وه.

بل خوا، د دغې ډلې بنسټګرې، هودا عموري، د سترې محکمې حکم «لویه بریا» وبلله او ویې ویل چې د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې د دې ډلې بندیز به د بیان ازادۍ پر وړاندې د وروستیو کلونو له سختو بریدونو څخه یاد شي.

د فلسطین لپاره اقدام په برېتانیا کې د هغو وسلو جوړوونکو شرکتونو د تړلو غوښتنه کوي چې له اسراییل سره تړاو لري. د روان کال په سرطان میاشت کې د دې ډلې فعالانو د اعتراض په ترڅ کې د «بریـز نورتون» پوځي اډې ته ننوتل او د اعتراض په نښه یې پر دوو الوتکو سور رنګ وشیندلو.