• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د تحریمونو او بندیزونو په تړاو د چین او روسیې دریځ د ستاینې وړ دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د ملګرو ملتونو له خوا پر دې ډلې د تحریمونو او بندیزونو په تړاو د چین او روسیې د دریځ ستاینه کړې او ویلې یې دي چې د بندیزونو لګولو نه تر دې وړاندې کومه پایله ورکړې او نه به له دې وروسته د چا په ګټه وي.

نوموړي د جمعې په ورځ د سلواغې ۲۴مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې ددغسې ناکامو حربو او تجربو بیا بیا کارول منطقي نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

فطرت زیاته کړې: «په دې اړه د چین او روسیې دریځ د ستاینې وړ دی او واقعیت هم همدا دی چې په افغانستان کې شته عیني پرمختګونه، واقعیتونه او حقیقتونه چې موږ یې لرو، له هغو تحریمونو سره موافق نه لري چې یو وخت په بحراني حالاتو کې وضع شوي وو او تراوسه ادامه لري».

تر دې وړاندې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د فطرت په وینا افغانستان د پرمختګ او له بېلابېلو هیوادونو سره د تعامل په حال کې دی. هغه زیاتوي چې ورځ تربلې امنیت او ثبات ښه کېږي.

فطرت ویلې افغانستان په داسې حالت کې همکاري ته اړتیا لري، نه دا چې هره ورځ تحریمونه وضع او یا تمدید شي.

فطرت یو ځل بیا له لویډیځوالو غوښتي چې پر خپلو دغو پالیسیو یو ځل بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره رغنده تعامل اختیار کړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طارق رحمان په مشرۍ د «بنګله‌دېش ملي‌پال ګوند» پارلماني ټاکنې ګټلي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله دېش ملي پال ګوند ددغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې پرېکنده بریا خپله کړې او له نږدې دوو لسیزو سیاسي انزوا وروسته بېرته واک ته ورسېد.

د بنګله دېش د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ۲۹۹څوکیو څخه تر دې مهاله ملي‌پال ګوند ۱۸۱څوکۍ، جماعت اسلامی ۶۱څوکۍ او نورو ګوندونو ۷څوکۍ ګټلې دي. لومړنۍ شمېرنې ښيي چې ملي‌پال ګوند او متحدینو یې لږ تر لږه ۲۱۲څوکۍ خپلې کړې دي، په داسې حال کې چې جماعت اسلامي او متحدینو یې شاوخوا ۷۰څوکۍ ترلاسه کړې دي.

طارق رحمان، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی، له شاوخوا شلو کلونو جلاوطنۍ وروسته د تېر ډسمبر په میاشت کې پلازمېنې ډاکه ته راستون شوی و. خالده ضیا، چې د بنګله‌دېش لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه، د روان لمریز کال په جدې میاشت کې د اوږدې ناروغۍ له امله د ۸۰کلونو په عمر وفات شوه. هغې د ۱۹۹۱–۱۹۹۶او ۲۰۰۱–۲۰۰۶کلونو ترمنځ دوه دورې لومړۍ وزیره پاتې شوې وه.

نوی حکومت چې مشري به یې طارق رحمان کوي، له ګڼو بېړنیو ننګونو سره مخ دی؛ د سیاسي ثبات ټینګښت، د پانګه‌والو باور بېرته راګرځول او د مهمو صنعتونو، په ځانګړي ډول د کالو اوبدلو صنعت، بیا رغونه یې له مهمو لومړیتوبونو ګڼل کېږي. دا ستونزې وروسته له هغې لا پسې ژورې شوې چې د تېر کال پر مهال د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه حکومت ړنګ شو.

شنونکي وايي، دا ټاکنې په وروستیو کلونو کې د بنګله‌دېش لومړنۍ رښتینې سیالي بلل کېږي او پایلې یې د ۱۷۵میلیونه نفوس لرونکي، اکثریت مسلمان هېواد لپاره د ثبات په راوستلو کې حیاتي اهمیت لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغو خونړیو اعتراضونو چې د حسینې پر ضد وشول او ورځنی ژوند او د تولیدي صنعتونو چارې یې ګډوډې کړې.

بنګله‌دېش دا مهال په نړۍ کې د کالیو دویم لوی صادرونکی هېواد دی. ملي‌پال ګوند په خپل ټاکنیز پروګرام کې د کارموندنې رامنځته کولو، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ او بزګرانو ته د عادلانه بیو د تضمین ژمنه کړې ده.

د ټاکنو د رسمي پایلو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي، او د اساسي قانون له مخې تر رسمي اعلان مخکې نوی حکومت لوړه نه شي کولی. له بلې خوا، ملي‌پال ګوند د پایلو له روښانه کېدو وروسته له خپلو پلویانو مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې د هېواد لپاره ځانګړې دعاوې ترسره شي. ګوند همداراز اعلان کړی چې د پراخې بریا سره سره به عامه لاریونونه او جشنونه نه ترسره کوي.

د لاریونونو تر اعلان وروسته؛ د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان ته ورغلې لارې وتړلې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو له اعلان وروسته د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې پارلمان، دولتي ادارو، سترې محکمې او سفارتونو ته ورغلې ټولې لارې وتړلې. د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ ان په دغه لاره د پارلمان غړو ته هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزیسیون له‌خوا د لاریونونو تر اعلان وروسته د دغه هېواد پارلمان تړل شوی او ورسره هم‌مهاله د پارلمان دننه او بهر اضافي ځواکونه ځای پرځای شوي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې د پارلمان مخې ته ګڼ زغره‌وال ګاډي هم ښکاري.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد نورې مهمې لارې هم د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او پولیس د اسمبلۍ هیڅ غړي ته د تګ اجازه نه‌ورکوي، چې پارلمان ته ولاړ شي. پولیسو په پارلمان کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي پر چوکونو راګرځولي‌ او د تګ اجازه یې نه‌ده ورکړې.

د پاکستان د اساسي قانون تحریک او د حکومت اپوزېسیون تېره ورځ ویلي و، چې د جمعې له لمانځه وروسته د پارلمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت کوي او یاد پرلت به تر هغې دوام وکړي؛ څو د عمران خان د بشپړې درملنې ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزېسیون مشر محمودخان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي و، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

طالبانو د کابل نړۍوال نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰

یوشمېر سوداګرو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو له تېرو دوو ورځو راهیسې نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړې ویلي: «په نندارتون کې له بهرنیو مېرمنو تود هرکلی شوی؛ خو افغان مېرمنو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي». د هغې په وینا؛ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د نندارتون په دروازه کې ولاړ دي او ښځو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

یوې بلې سوداګرې وویل، په پیل کې دوی ته خبر ورکړل شوی و چې دوی کولی شي په نندارتون کې برخه واخلي؛ خو وروسته یې نندارتون ته د ښځو د ننوتلو مخه ونیوله. هغې زیاته کړه، چې ډېری د لاسي صنایعو ښځینه سوداګرې د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره په داسې فرصتونو تکیه کوي؛ خو اوس په دغه مراسمو کې له ګډونه بې‌برخې شوې دي.

دغه نندارتون د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۳مه) په کابل کې د طالب چارواکو، د کورنیو شرکتونو د استازو او د ایران په ګډون د سیمې د څو هېوادونو پلاویو په حضور کې پرانیستل شو.

طالب چارواکو لاتر اوسه په رسمي ډول د دغه راپورونو په اړه څه نه‌دي ویلي. تېر کال هم دغه نندارتون د ښځو له ګډون پرته ترسره شو.

طالب چارواکو ویلي، چې په دغه نندارتون کې لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو برخه اخیستې او موخه یې د پانګونې راجلبول او د رغنیزو چارو پراختیا ده. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

طالبانو ښځې له زده‌کړو، دولتي او نادولتي دندو او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو څخه منعه کړې دي. که څه هم په ځینو سوداګریزو برخو کې محدود شمېر ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې=؛ خو دغه بندیز د ښځینه سوداګرو لپاره اندېښنې زیاتې کړې دي.

شنونکي وایي، که دغه محدودیتونه نور هم پراخ شي؛ نو د سوداګرۍ په برخه کې به د ښځو پاتې محدود فرصتونه هم له ګواښ سره مخ شي او دا به د افغان ښځو وروستۍ هیلې هم مړاوې کړي.

په بلخ کې د ۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۰

په بلخ کې د یوه سوداګر له‌خوا د شاوخوا ۸ مېلیونه ډالرو په پانګونې د مالګې د تولید او پروسس کارخونه پرانیستل شوه، چې په ورځني ډول د ۲۴۰ ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري. د یادې کارخونې مسوولین وايي، چې په دې برخه کې ورسره ۵۰ کسان په کار بوخت دي.

د هغوی په وینا؛ د دغه کارخونې تولید په هېواد کې تر ډېره د مالګې اړتیا پوره کولای شي. د یادې کارخونې مسوول غلام علي ملکزي زیاته کړې، چې د کارخونې ماشینري او تولید پر نړۍوال معیار برابر دي.

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې بیا ویلي، چې د دغه ولایت په صنعتي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. د معلوماتو له مخې؛ افغانستان هر کال د ۳۰۰زره ټنه صنعتي او خوراکي مالګې تولید ته اړتیا لري.

معلومات ښيي، په افغانستان کې د مالګې کانونه او د پروسس لپاره ۵۷ فابرېکې جوړې شوې چې په کلني ډول د ۳۰زره ټنه مالګې د تولید ظرفیت لري.

د راډیو نړۍواله ورځ؛ یونسکو وایي مصنوعي ځیرکتیا د راډیو د پیاوړتیا وسیله ده

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د راډیو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا د راډیویي پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه وسیله ده. یاد سازمان ویلي، د سږکال شعار «د مصنوعي ځیرکتیا په پېر کې د راډیو پیاوړتیا» ټاکل شوی دی.

یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د نوښت ترڅنګ له اورېدونکو سره د راډیو اړیکه ژوره کړي؛ خو یاد سازمان وایي دغه چاره هغه مهال شونې ده، چې یاده ټېکنالوژي په سمه توګه وکارول شي.

د یونسکو د خبرپاڼې له مخې، ټکېنالوژي په خپله باور نه جوړوي؛ بلکې دا د راډیو کارکوونکي دي چې د مسلکي قضاوت، خلاقیت او عامه خدمت له لارې د خلکو باور ترلاسه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که مصنوعي ځیرکتیا په ورځنیو چارو لکه مهالوېش جوړولو، د هوا او سپورتي راپورونو چمتو کولو او اداري کارونو کې مرسته وکړي؛ نو رسنیزې ډلې به وکولای شي پر اصلي دندو، یعنې خبر ورکولو، زده‌کړې او تفریح تمرکز وکړي.

یونسکو همداراز زیاتوي، چې دغه ټېکنالوژي د اورېدونکو د اړتیاوو په ښه درک، د اعلانونو په اغېزمنتیا، د عوایدو په زیاتوالي او د ټولنیزو پروګرامونو په پراختیا کې مرسته کوي او دارنګه د معلوماتو د کره‌والي، د سرچینو د تایید او د ارشیفونو د بیاکارونې په برخه کې ګټوره ده.

د یونسکو په وینا؛ د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې کارونې لپاره روښانه پالیسۍ، د محرمیت ساتنه، قانوني ارزونه او د کارکوونکو پر مهارتونو پانګونه اړینه ده. یونسکو ټینګار کوي، چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې یوه وسیله ده نه غږ.

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو له‌خوا د سختو بندیزونو لګېدو له امله ګڼ شمېر راډیوګانې د تړلو له ګواښ سره مخ دي.