طالبان وایي روان کال د غزني له تاریخي سیمو ۳۰۰زره سېلانیانو لیدنه کړې

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وایي، چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي سیمو ۳۰۰زره سېلانیانو لیدنه کړې ده. د هغه په وینا؛ په دغه سېلانیانو کې ۶۸۲ بهرني ګرځندویان شامل دي چې د تېر کال پرتله یې شمېر دوه برابره زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړې، چې په ورته موده کې شاوخوا ۳۰۰زرو کورنیو سېلانیانو هم د یاد ولایت له تاریخي سیمو لېدنه کړې ده.