• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندز کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، چې کندز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو یو نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د اقتصاد د ودې، د پانګونې د راجلبولو او د نندارتون د کلتور د ودې په موخه د سوداګرو، صنعتکارانو او عامو مشرانو په شتون سره پرانستل شو.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت نن شنبه د سلواغې پر ۲۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې نندارتون کې، شاوخوا ۴۰ کورني تولیدي غرفو د هیواد متنوع او لوړ کیفیت لرونکي محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

په دې نندارتون کې تولید کونکو هم په مستقیم ډول خپلې لاسته راوړنې معرفي کړې ترڅو د سوداګرۍ همکارۍ ته لاره هواره کړي.

دا نندارتون د دریو ورځو لپاره د لیدونکو او هیوادوالو لپاره پرانیستی وي، او علاقه مندان کولی شي د کورنیو تولیدونکو مختلفو غرفو څخه لیدنه وکړي.

تېره ورځ یوشمېر سوداګرو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو له تېرو دوو ورځو راهیسې نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړې ویلي: «په نندارتون کې له بهرنیو مېرمنو تود هرکلی شوی؛ خو افغان مېرمنو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي». د هغې په وینا؛ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د نندارتون په دروازه کې ولاړ دي او ښځو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.


ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د سلواغې په ۲۶او ۲۷مه، د هریرود، مرغاب او هلمند سیندیزو حوزو او ځینو سېلاب‌ځپلو سیمو کې د درنو ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو امکان اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په راتلونکو دوو ورځو کې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو ګواښ شته.

طالب چارواکو له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې د سیندونو پر غاړو او سېلاب‌ځپلو سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او له ګواښمنو سیمو ځانونه لرې وساتي.

دا خبرداری په داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو اوونیو کې درنو ورښتونو او واورو په یو شمېر ولایتونو کې درانه مالي زیانونه اړولي او مرګ‌ژوبله یې هم رامنځته کړې ده. د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشتې په لومړیو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۶۱کسان مړه او ۱۱۰نور ټپیان شوي وو.

طالبان دا تاییدوي چې د ننګرهار په کانونو کې ناقانونه کېندنې روانې دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري دا تاییدوي، چې ددې ولایت په یو شمیر سیمو کې د کانونو ناقانونه کېندنې روانې دي. هغه سپارښتنه کړې، چې د کانونو اړوند سيمو کې د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ عامه پوهاوی وکړي او په نښه شويو سيمو کې غير قانوني فعالیت ودروي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر نن شنبه، د سلواغې پر ۲۵مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ننګرهار مرستيال والي غلام الرحمن حیدري په مشرۍ د کانونو ساتنې کمېټې ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې په دې ولایت کې په غير قانوني ډول د کانونو کېندنو مخنيوي په موخه لازمې پرېکړې وشوې.

نوموړي دغه راز قراردادي شرکتونو له لوري د ټولنيزو خدمتونو د ارزونې او د هوکړه ليک له مخې د يادو خدمتونو په شفاف ډول تر سره کولو هم سپارښتنې شريکې کړي دي.

د طالبانو بیاځلي واک ته رسېدو سره دا ډله تل ادعا کوي، چې په هیواد کې د کانونو غیرقانوني کیندنو مخه نیول شوې ده خو راپورونه وايي، چې اوس هم په یو شمیر سیمو کې د کانونو غیرقاني کیندنې روانې دي.

د افغانستان کانونه د اټکل له مخې درې ټریلیونه ډالر ارزښت لري.

له وړاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې تېرو نږدې څلورو کلونو کې د کانونو د قانوني استخراج په موخه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۲۰۰ کوچنیو او لویو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

طالبان وایي د روژې په میاشت کې به کاري ساعتونه د سهار له ۹ څخه تر ماسپښین دوو بجو وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د راروانې روژې مبارکې میاشتې لپاره یې د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به کار هره ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل او د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو پای ته رسېږي. دغه مهال وېش د پنجشنبې ورځې په ګډون عملي کېږي او د ماسپښین د لمانځه وقفه به هم پکې شامله وي.

همداراز په خبرتیا کې ویل شوي چې تولیدي، نشراتي، روغتیايي او تعلیمي ادارې کولای شي د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو لپاره د کار د پیل او پای ځانګړی مهال وېش تنظیم کړي.

د دغه وزارت به وینا دا پرېکړه د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره شوې ده.

په هرات کې د سمنټو د تولید یوې فابریکې خپلې چارې پیل کړې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د هرات ولایت رسنیو دفتر اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو ۱۴میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

یاد دفتر د شنبې په ورځ د سلواغې ۲۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پروژې د پیل رسمي راپور د ګلبهار حبیبي شرکت مسوولینو له لوري د یاد ولایت طالب والي مولانا اسلام جار سره په کتنه کې وړاندې شو. په دې لیدنه کې د پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک شول.

طالب چارواکو ویلي، یاده فابریکه به هره ورځ شاوخوا درې زره ټنه سمنټ تولید کړي او د هېواد نږدې ۶۰سلنه کورنۍ اړتیا به پوره کړي، چې له امله به یې د وارداتو کچه راکمه او په کور دننه تولیدات پیاوړي شي.

همداراز تمه ده چې د دې فابریکې په جوړېدو او فعالیت سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا کار به د یاد ولایت پر اقتصادي ودې او د بېکارۍ پر کمېدو مثبت اغېز ولري.

د هرات ولایت طالب مسوولین وایي، د صنعتي پروژو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي چې په ولایت کې د پانګونې لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۳۴ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۳۴ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا د جمعې په ورځ د سلواغې ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې،د شنبې په ورځ ۸ کسان زابل کې، د یکشنبې په ورځ بیا یو کس په زابل کې، د دوشنبې په ورځ ۴ کسان لغمان او ۳ کسان کاپیسا کې، د سې شنبې په ورځ ۲ کسان لغمان او یو کس زابل کې، د چهارشنبې په ورځ ۱۴ کسان په کابل کې او د پنجشنبې په ورځ یوکس په لغمان کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

بلخوا د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې له مخې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.که یو جرم د دیني عالم له خوا ترسره شي، یوازې سپارښتنه کېږي، د اشراف لپاره بلنه او سپارښتنه، د منځنۍ طبقې لپاره زندان او د ټېټې طبقې لپاره علاوه پر زندان، بدني سزا ورکول کېږي.