
د طالبانو مشر ملا هبت الله د دغه ډلې د دفاع وزارت لومړی مرستیال محمد فاضل مظلوم، د ټرانسپورت او هوايي چلند د نوي وزیر په توګه وټاکه. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی،چې د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر حمیدالله اخوندزاده به د دفاع د لومړي مرستیال په توګه دنده ترسره کړي.
فضل مظلوم د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو څخه و.
هغه په دې موده کې د شمالي افغانستان په جګړو کې برخه اخیستې وه او د مزار شریف د جګړې په جریان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن و.
د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د طالبانو له سقوط وروسته، فضل مظلوم د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د شمالي ځواکونو لخوا ونیول شو.

هغه تر ۲۰۱۴ کال پورې په ګوانتانامو کې بندي و، کله چې هغه د امریکایي بندیانو په بدل کې خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو.
ملا محمد فاضل مظلوم د افغانستان د جنوب د ارزګان ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه خپلې لومړنۍ دیني زده کړې په پاکستان کې ترلاسه کړي خو هیڅ اکاډمیک سند نلري.