ایرانی چارواکی: که ټرمپ برید هم وکړي نو هغه به لنډمهاله برید وي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي احمد بخشایش اردستاني ویلي: «ټرمپ د جګړې لپاره نه دی راغلی، بلکې د هوکړې لپاره راغلی دی. د هغه د پوځي ځواکونو شتون د خبرو اترو د تحمیلولو لپاره دي».
هغه وویل: «ټرمپ له اوږدمهالو او ستړیا راولاړوونکو جګړو کرکه لري او که کوم اقدام هم وکړي، غوره ګڼي چې یو لنډمهاله او کم لګښته برید وي، تر څو وکولای شي ژر یې پای ته ورسوي.»
هغه زیاته کړه: «ټرمپ د بشري حقونو یا د ایراني لاریونوالو د خواخوږۍ په لټه کې نه دی؛ هغه یوازې پیسې، پانګه او سوداګري ویني. د هغه موخه دا ده چې له ځانه میراث پرېږدي او ادعا وکړي چې له اوباما څخه قوي و او وتوانېد چې د زور په کارولو سره سولې ته ورسېږي.»
