لینډسي ګراهام: د ایران خلک د تاریخ جوړولو په حال کې دي

امریکايي سناتور، لینډسي ګراهم، د مونیخ په ښار کې د ایراني وګړو د اعتراض په یوه غونډه کې وویل چې د ایران خلک د تاریخ جوړولو په حال کې دي او دا د دغه هېواد په تاریخ کې یو له مهمو شېبو څخه ده.
هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د متحده ایالات له لوري به د ایران له خلکو سره مرسته وشي، څو د هغه په وینا، د اسلامي جمهوریت له نظام څخه ځان خلاص کړي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په وروستیو کلونو کې د ایران دننه او بهر د ایراني وګړو سیاسي فعالیتونه او اعتراضونه زیات شوي دي. ګراهام د ایران د خلکو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هغوی مبارزه د بدلون لپاره مهمه ده.
