د بدخشان په بهارک کې د طالبانو په پوځي مرکز کې دننه چاودنه شوې

ځايي سرچینې وايي چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د چاودنې وروسته طالبانو اډې ته تلونکې لارې تړلي او سیمه یې کلابنده کړې ده. تر اوسه طالبان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، او د مرګ‌ژوبلې دقیق شمېر هم لا معلوم نه دی.