• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو سرمنشي: روسیې د اوکراین په جګړه کې درانه زیانونه لیدلي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، چې روسیې د اوکراین په جګړه کې «ډېر درانه او بې‌ساري زیانونه» لیدلي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې یې شاوخوا ۶۵زره سرتېري له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي روټه، د مونیخ امنیتي کنفرانس په غونډه کې ټینګار وکړ چې ناټو لا هم قوي اتحاد دی او روسیه اوس جُرات نه لري چې پر دې پوځي ائتلاف برید وکړي. هغه زیاته کړه: «که روسیه اوس پر موږ برید وکړي، موږ به په هر ډول جګړه کې بریالي شو، خو باید ډاډ ترلاسه کړو چې په راتلونکو کلونو کې هم همداسې چمتو پاتې شو.»

په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل چې د روسیې پر وړاندې جګړه تر تمې ډېره اوږده شوې او د متحدانو له ملاتړ پرته به د اوکراین مقاومت ناشونی و. د هغه په وینا، د لوېدیځو هېوادونو پوځي مرستې، په ځانګړي ډول پرمختللې وسلې، د اوکراین د دفاع لپاره ډېرې مهمې وې.

هغه زیاته کړه چې د جګړې له پیل راهیسې نږدې څلور کاله تېر شوي، چې دا موده تر هغه ډېر اوږده ده چې مخکې یې اټکل کېده. نوموړي همدارنګه وویل چې که لنډمهاله اوربند ټینګ شي، هېواد یې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتو دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې اصلي عامل وباله او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د دوامدارې سولې لپاره قوي او باور وړ امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري. هغه خبرداری ورکړ چې که روښانه امنیتي تضمینونه موجود نه وي، جګړه ښايي بیا هم تکرار شي.

زلنسکي همدارنګه له متحدانو، په ځانګړي ډول د امریکا له حکومت او کانګرس وغوښتل چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې عادلانه سوله یوازې هغه مهال ممکنه ده چې دواړه لوري په مساوي ډول د سولې خبرو ته ژمن وي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د اوونیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰

رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د د څو اونیو احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. راپور کې ویل شوي چې دا عملیات کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیرو په پرتله ډیرې جدي شخړې رامینځته کړي.

امریکایي چارواکو د موضوع د حساسیت له امله د نوم له ښودلو ډډه کړې. دوی وویل چې دا ځل د عملیاتو پلان ډیر پېچلی دی.

یو چارواکي ویلي، چې د اټومي تاسیساتو سربیره، امریکا به په دې عملیاتو کې په حکومت او امنیتي زیربناوو هم برید وکړي. هغه د اهدافو په اړه نور جزیات ورنکړل.

دوی زیاته کړې، چې امریکا د ایران د ځواب لپاره په بشپړ ډول چمتو ده او دا چې دا عملیات احتمال لري چې متقابل او غچ اخیستونکي بریدونه رامینځته کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په شمالي کارولینا کې په یوه پوځي اډه کې امریکایي سرتیرو ته وویل: «له ایران سره معامله کول به ستونزمن وي.» هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه په ​​ایران کې د رژیم بدلون غواړي، وویل چې داسې ښکاري دا غوره څه دی چې پیښ کېدلی شي.

کارپوهان وايي، چې د ایران په وړاندې په داسې عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو لپاره ګواښونه، چې د توغندیو قوي زېرمه لري ډیر زیات وي. د ایران غچ اخیستونکي بریدونه به د سیمه ییزې شخړې خطر هم زیات کړي.

د متحده ایالاتو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې پنټاګون منځني ختیځ ته یوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ لیږي، چې په زرګونو سرتیري، جنګي جیټ الوتکې، لارښود شوي توغندي ویجاړونکي او نور تهاجمي او دفاعي پوځي تجهیزات سیمه کې زیاتوي.

د چین بهرنیو چارو وزیر: په نړۍ کې دا مهال ۶۰ جګړې روانې دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي، ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۰جګړې روانې دي او ټینګار یې کړی چې دغه شخړې باید د خبرو اترو او سیاسي حل‌لارو له لارې پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال وکړې او ویې ویل چې روانې جګړې د نړۍ پر میلیونونو خلکو ژور اغېز کړی او بشري وضعیت یې ستونزمن کړی دی. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د شخړو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم لارې ته لومړیتوب ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د تایوان موضوع ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې له چین څخه د تایوان د جلا کولو هر ډول هڅه کولی شي د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د مستقیمې شخړې لامل شي. هغه ټینګار وکړ چې د چین د «سرې کرښې» څخه تېرېدل به د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکو ته ګواښونکی زیان ورسوي.

وانګ یی همدارنګه وویل چې په اوسني نړیوال وضعیت کې تر ټولو غوره سناریو دا ده چې چین او امریکا د سیالۍ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي. د هغه په وینا، بیجینګ د واشنګټن له لوري د درناوي ځینې نښې مثبتې ارزوي او باور لري چې دواړه ځواکمن هېوادونه کولی شي د اختلافاتو په مدیریت سره د نړیوال ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه چې چین نه غواړي د اروپا او چین ترمنځ د «سیستماتیکې سیالۍ» روایت پیاوړی شي، ځکه دا ډول لیدلوری نه یوازې دوه‌اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي، بلکې نړیوال اختلافونه هم زیاتولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: نړیوال نظم باید پر ملي ګټو لومړیتوب ونه لري

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، نن د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس په غونډه کې ټینګار وکړ چې نړیوال نظم باید د هېوادونو پر ملي ګټو لومړیتوب ونه لري. هغه وویل، واشنګټن غواړي له اروپا سره خپل اتحاد ته دوام ورکړي، خو تمه لري چې متحدان یې د خپل ځان د دفاع وړتیا هم ولري.

روبیو خپله وینا د یووالي په پیغام پیل کړه او ویې ویل چې امریکا او اروپا له تاریخي پلوه له یو بل سره تړلي دي او د اروپا راتلونکی به هېڅکله د امریکا لپاره بې‌ارزښته نه وي. هغه زیاته کړه چې دواړه لوري باید خپلې ګډې اړیکې پیاوړې کړي او پر ګډو ارزښتونو ولاړو همکاریو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لوېدیځو هېوادونو د پخوانیو حکومتونو د انرژۍ او کډوالۍ پر تګلارو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغو سیاستونو خلک بېوزله کړي او د راتلونکې لپاره یې ګواښونه رامنځته کړيدي.

نوموړي همدارنګه پر ملګري ملتونه نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې دغه نړیوال سازمان د شخړو په حل کې اغېزناک رول نه دی لوبولی. روبیو وویل چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، امریکا غواړي دا وضعیت بدل کړي او هیله لري چې اروپایي متحدان به یې په دې لاره کې ورسره مل وي.

هغه زیاته کړه، که اړتیا وي امریکا کولی شي یوازې هم اقدام وکړي، خو غوره ګڼي چې دا کار د خپلو اروپایي ملګرو په همکارۍ ترسره کړي. روبیو ټینګار وکړ چې امریکا د اروپا سره د اړیکو پرېکون نه غواړي، بلکې هڅه کوي تاریخي ملګرتیا بېرته پیاوړې کړي.

د نوموړي په وینا، د اروپا او امریکا اتحاد په تېرو لسیزو کې مهم رول لوبولی او نړۍ یې له جدي ګواښونو ژغورلې ده. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې واشنګټن غواړي دا اتحاد اصلاح او عصري کړي، څو د اوسنیو نړیوالو ننګونو پر وړاندې اغېزناک پاتې شي.

د یادونې ده چې د مونیخ امنیتي کنفرانس چې پرون پیل شوی د نړۍ د مهمو سیاسي او امنیتي بحثونو له سترو نړیوالو فورمونو څخه دی، چې هر کال پکې د بېلابېلو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

د ایران سویلي خراسان افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی دهلېز وبلل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د ایران سویلي خراسان ولایت افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی. له دغه ولایت په تېرو لسو میاشتو کې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي.

د ایراني چارواکو په وینا، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له جنوبي خراسان څخه افغانستان ته ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۴۲۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، که څه هم د سویلي خراسان نفوس د ایران یوازې یو سلنه جوړوي، خو افغانستان ته د ایران ډېری وزني صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

بلخوا، د ګمرک چارواکو ویلي چې هره ورځ له دوو تر درې زرو پورې باروړونکي موټر د صادراتو او ترانزیت په بهیر کې تګ راتګ کوي.

چارواکو ټینګار کړی چې د دې بهیر د دوام او پراختیا لپاره د لوژستیکي زیربناوو پیاوړتیا، د ګودامدارۍ ښه مدیریت او د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ همغږي اړینه ده.

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به په سویس کې ترسره شي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا له لوري به یو پلاوی، چې پکې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر شامل دي، د سه‌شنبې په سهار د ایران له چارواکو سره وګوري.

د راپور له مخې، ویټکاف او کوشنر به وروسته د ماسپښین مهال د روسیې او اوکراین له استازو سره په درې‌اړخیزو خبرو اترو کې هم ګډون وکړي.

د امریکا او ایران د مذاکراتو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لومړي پړاو له پای وروسته ویلي و چې «خبرې اوږدې او ژورې وې.»

بل پلو، ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ایران لپاره به «بدې پېښې» رامنځته شي.