د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به په سویس کې ترسره شي

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا له لوري به یو پلاوی، چې پکې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر شامل دي، د سهشنبې په سهار د ایران له چارواکو سره وګوري.
د راپور له مخې، ویټکاف او کوشنر به وروسته د ماسپښین مهال د روسیې او اوکراین له استازو سره په درېاړخیزو خبرو اترو کې هم ګډون وکړي.
د امریکا او ایران د مذاکراتو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لومړي پړاو له پای وروسته ویلي و چې «خبرې اوږدې او ژورې وې.»
بل پلو، ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ایران لپاره به «بدې پېښې» رامنځته شي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي خدماتو په ایکس پوسټ کې خپرې شوي.
نوموړی وایي: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوندونه له منځه تللي، پښې، لاسونه او مخونه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي. دا وضعیت له اوږدې مودې دوام لري، نو وګورو څه پېښیږي.»
هغه ټینګار وکړ چې د ایران اوسنی رژیم د بشري حقونو سرغړونې کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات وکړي.

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو لهخوا چلول کېده او د نشهيي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.
یادې قومندانۍ په خپل ایکس پاڼه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، استخباراتي معلوماتو تأیید کړې وه چې دغه کښتۍ د کارابین په هغو پېژندل شویو لارو تګ راتګ کاوه چې د نشهيي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې درې «نشه یي توکو ترهګر» وژل شوي دي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ایران د بشري حقونو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي سره د پیوستون اعلان کړی او ویلي یې دي چې هغې ته له «نمایشي محکمې» وروسته د څه باندې ۱۷ کلونو بند سزا اورول شوې ده.
ملالې په خپل ایکس پیغام کې لیکلي چې نرګس محمدي د ښځو، بشري حقونو او ازادۍ «نه ستړې کېدونکې مبارزه کوونکې» ده او په توقیف کې یې «سخت تاوتریخوالی» زغملی دی. د هغې په وینا، د محمدي روغتیايي وضعیت هم جدي ګواښ سره مخ دی.
ملالې د محکمې وروستۍ پرېکړه «نمایشي» بللې او زیاته کړې یې ده چې نرګس محمدي، سره له دې چې له سختو فشارونو سره مخ ده، «لا هم په زور د غلي کېدو پر وړاندې بېسارې زړورتیا ښيي.»
نوموړې ټینګار کړی: «زه د عدالت له غورځنګ سره ولاړه یم، د هغې لپاره او د ایران د ټولو سیاسي بندیانو لپاره چې د غږ پورته کولو له امله چوپ کړل شوي دي.»
ملاله یوسفزۍ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د سیاسي فعالانو او د ښځو د حقونو د مدافعینو پر وړاندې د بند او قضایي تعقیب راپورونه زیات شوي دي.

د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.
افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.
د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي دي.
د څېړنې پايلې ښيي، هغه ښارونه چې په تودو او نيمه تودو اقليمونو کې پراته دي، تر ټولو به زيات زیانمن شي. د اټکل لهمخې، که په راتلونکو کلونو کې نړۍواله تودوخه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي، لږ تر لږه ۸۱ سلنه دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا ښاري سيمو پرتله په ډېرې چټکۍ سره تاوده شي.
هغه ښارونه چې د موسمي بارانونو تر اغېز لاندې سيمو کې موقعيت لري، د زيات زيان له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د چين او هند ځينې ښارونه او همدارنګه د لوېديځې افريقا ځینې برخې شاملې دي. نور هېوادونه چې په دې نوملړ کې ياد شوي برازیل، مراکش، الجزایر، ترکيه، افغانستان، مصر، عراق، مالي، انګولا، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات دي.
له هغو سترو ښارونو څخه چې اټکل کېږي د ګرمۍ په موسم کې به پهکې ژوند سخت وي، جالندهر او پتيالا په هند کې، فويانګ او شانګچيو په چين کې، کرکوک په عراق کې او اسيوط په مصر کې ياد شوي دي.
څېړونکي وړاندوېنه کوي، که د نړۍوالې تودوخې منځنی زياتوالی يوازې تر ۲درجې سانتيګرادو محدود هم پاتې شي، بيا به هم په ځينو دغو ښارونو کې د تودوخې لوړېدل له ۳ درجې سانتيګرادو څخه واوړي.
په منځنۍ توګه، کېدای شي په دغو ښارونو کې کلنۍ تودوخه د شاوخوا ښاري سيمو پرتله نږدې يو درجه سانتيګراده لوړه شي. که څه هم دا توپير په کلنۍ کچه کې پیکه ښکاري، خو په ورځني ژوند کې، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، دا بدلون خورا څرګند او دروند اغېز لرلی شي.
د ایستانګليا پوهنتون پروفيسور مانوج جوشي ويلي: «د اقليمي بدلونونو په حالت کې د ښاري تودوخې زياتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده، چې ورځ تر بلې زياتېږي». د هغه په وينا، دا څېړنه د دې زمينه برابروي، چې د نړۍوالې تودوخې د راتلونکو ګواښونو لپاره، د انسان د روغتيا او ښاري چاپېريال په اړه لا هوښيارانه تابیاوې ونيول شي.
پروفيسور جوشي خبرداری ورکړی، چې اقليمي بدلونونه به د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي، چې ښايي جدي روغتيايي پايلې به هم ولري؛ په دې کې د مړينې کچې زياتوالی هم شامل دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتيګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، که تهران د واشنګټن له برید څخه ځان ژغورل غواړي، نو یوې نوې معاملې ته دې غاړه کېږدي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې «ایران د برید د مخنیوي لپاره څه کولای شي؟» وویل: «له موږ سره دې هغه معامله وکړي چې باید ډېر پخوا یې کړې وای. که هغوی له موږ سره سمه معامله وکړي، موږ به پر هغوی برید ونهکړو».
ټرمپ همدارنګه پر ایران نیوکه کړې، چې تر اوسه یې یوازې پر مذاکراتو بسنه کړې او په عمل کې یې هېڅ نهدي کړي. هغه زیاته کړې: «په تاریخې لحاظ هغوی تر اوسه داسې کومه هوکړه نهده کړې. زه به ووایم، چې هغوی غواړي خبرې وکړي، خو تر دې دمه یې یوازې خبرې ډېرې کړي او عمل یې کم».
د ټرمپ له دغو ګواښونو سره سره د دواړو لورو ترمنځ ستونزمنې خبرې لا هم دوام لري او رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، واشنګټن پریکړه کړې، چې له ابراهیم لینکن سمندري بېړۍ سره د ملګرتیا لپاره دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ هم منځني ختیځ ته واستوي.