• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاپیسا کې د غره ښویېدو له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۰

په کاپیسا ولایت کې د غره ښویېدو له امله یو استوګنیز کور نړېدلی چې له کبله یې څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، پېښه د جمعې په شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجې د مرکز محمودراقي ښار اړوند «شوخي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهه وایي، د بدخشان په بهارک کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې تایید کړه چې د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک سیمې د طالبانو د ۲۱۹ سرحدي لوا په یوې پوستې یې برید ترسره کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برید کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې، برید د جمعې ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې ترسره شوی او د دوی جنګیالیو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

جبهه په دې اړه ټینګار کړی چې دغه عملیات د سیمې د خلکو د امنیت خوندي کولو او د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې، چې د چاودنې وروسته طالبانو دغه پوځي مرکز ته تلونکې لارې تړلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه طالبان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ډونالد ټرمپ: د ایران رژیم بدلون ممکن تر ټولو غوره اقدام وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي خدماتو په ایکس پوسټ کې خپرې شوي.

نوموړی وایي: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوندونه له منځه تللي، پښې، لاسونه او مخونه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي. دا وضعیت له اوږدې مودې دوام لري، نو وګورو څه پېښیږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اوسنی رژیم د بشري حقونو سرغړونې کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات وکړي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې د ۱۵۰زره افغان کډوالو ستنېدنې بشري بحران لا ژور کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

یادې ادارې ویلي، ډېری راستنېدنې په سختو او جبري شرایطو کې ترسره کېږي او د دې بهیر چټکتیا افغانستان له لا ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د نړیوال بانک د یو راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوسو ناڅاپي زیاتوالي په دغه هېواد کې سړي سر ناخالص تولید ۴ سلنه راکم کړی دی.

بلخوا د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سروې له مخې، یوازې نیمایي راستنیدونکي توانیدلي چې یو نسبي د غیر رسمي کار زمینه ځان ته برابره کړي. د دغه سروې له مخې له نیمايي ډېرې راستنېدونکې کورنۍ رسمي اسناد نه لري او تر ۹۰ سلنې زیات خلک په ورځ کې له پنځو ډالرو کم عاید لري.

د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې د دغې سروې په ترڅ کې ویلي چې ۵سلنه وګړي غواړي بیرته کډوالۍ ته مخه کړي او سروي شویو کورنیو ۱۰سلنه ویلي چې ډیری خپلوان یې بیرته له افغانستان څخه وتلي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې بیړنۍ مرستې، د کار زمینه، سرپناه او د بیا ادغام پروګرامونه حیاتي دي، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند په عزت او ثبات سره بیا ورغوي.

فوزیه کوفي: نړیوال باید د طالبانو د ظلمونو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.

کوفي په خپل ایکس پوسټ کې څرګنده کړې: «د بندیزونو موجود نظام زوړ شوی او د طالبانو ډېری هغو وزیرانو پر ضد نه دی چې په افغانستان کې یې ظلمونه کړي. خو نړیوالې لارې شته چې بې‌غږه خلکو ته د دفاع زمینه برابروي او د بې‌جزايي فرهنګ د ختمولو هڅه کوي.»

هغې همدارنګه انتقاد وکړ چې ځینې هېوادونه چې د بشري حقونو او مساواتو ملاتړ ادعا کوي، یوازې په خبرو کې قوي ښکاري، خو په عمل کې کمزوري پاتې شوي دي.

فوزیه کوفي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له شعارونو تیر شي او د افغانستان خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

امریکايي ځواکونو د نشه یي توکو قاچاق پر یوې سمندري کښتۍ برید کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو له‌خوا چلول کېده او د نشه‌يي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.

یادې قومندانۍ په خپل ایکس پاڼه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، استخباراتي معلوماتو تأیید کړې وه چې دغه کښتۍ د کارابین په هغو پېژندل شویو لارو تګ راتګ کاوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې درې «نشه یي توکو ترهګر» وژل شوي دي.