• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوداګرۍ خونه: له داغستاني پلاوي سره مو د ۱،۵ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) اعلان کړی چې د افغان سوداګرو او د روسیې فدراسیون د داغستان سوداګریز پلاوي ترمنځ د سوداګریزې ناستې په پایله کې د ترانسپورټ او خوراکي توکو په برخه کې د څه باندې ۱،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دغه خونې په وینا، دغه ناسته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.

چارواکو هیله څرګنده کړې چې دا هوکړې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا لوړه کړي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان، له درې نیم زرو زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۷۰۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۲۱ کورنۍ چې ۳۳۱۲تنه و، د تورخم له لارې، ۴۴کورنۍ چې ۲۶۸تنه و، د سپین بولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ چې ۴۵تنه و، د ورېښمو پله له لارې، ۹کورنۍ چې ۳۸کسان و، د اسلام‌کلا له لارې او ۸ کورنۍ چې ۴۱تنه و، د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

طالبان وایي ۴۸ ټنه بې‌کیفیت سمنټ د حیرتان له لارې بېرته ستانه کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د هېواد د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې دوه محمولې بې‌کیفیت سمنټ، چې ټول وزن یې ۴۸ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بیرته ستانه کړي دي.

د دغه ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په ایکس یې خپره کړې راغلي، دغه سمنټ د بشپړې تخنیکي ارزونې او د کیفیت په دقیق کنترول کې د داخلي معیارونو سره سمون نه درلود او اجازه یې نه لرله چې د هېواد په بازارونو کې وپلورل شي.

ادارې ټینګار کړی چې د ټولو وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنترول پروسه په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روانه ده، او هیڅ ډول نرمي به د بې‌کیفیت توکو د واردېدو په وړاندې ونه شي.

دوی همداراز د سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کړې چې د توکو د واردولو مخکې د داخلي معیارونو رعایت ته جدي پام وکړي.

د ایران سویلي خراسان افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی دهلېز وبلل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۰
100%

د ایران سویلي خراسان ولایت افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی. له دغه ولایت په تېرو لسو میاشتو کې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي.

د ایراني چارواکو په وینا، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له جنوبي خراسان څخه افغانستان ته ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۴۲۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، که څه هم د سویلي خراسان نفوس د ایران یوازې یو سلنه جوړوي، خو افغانستان ته د ایران ډېری وزني صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

بلخوا، د ګمرک چارواکو ویلي چې هره ورځ له دوو تر درې زرو پورې باروړونکي موټر د صادراتو او ترانزیت په بهیر کې تګ راتګ کوي.

چارواکو ټینګار کړی چې د دې بهیر د دوام او پراختیا لپاره د لوژستیکي زیربناوو پیاوړتیا، د ګودامدارۍ ښه مدیریت او د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ همغږي اړینه ده.

ازادۍ جبهه وایي، د بدخشان په بهارک کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان ازادۍ جبهې تایید کړه چې د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک سیمې د طالبانو د ۲۱۹ سرحدي لوا په یوې پوستې یې برید ترسره کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برید کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې، برید د جمعې ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې ترسره شوی او د دوی جنګیالیو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

جبهه په دې اړه ټینګار کړی چې دغه عملیات د سیمې د خلکو د امنیت خوندي کولو او د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې، چې د چاودنې وروسته طالبانو دغه پوځي مرکز ته تلونکې لارې تړلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه طالبان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به په سویس کې ترسره شي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا او ایران د خبرو اترو دوهم پړاو به د سویس په جینوا کې ترسره شي، په دغه ناسته کې به دواړه پلاوي د اوکراین او ایران پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا له لوري به یو پلاوی، چې پکې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر شامل دي، د سه‌شنبې په سهار د ایران له چارواکو سره وګوري.

د راپور له مخې، ویټکاف او کوشنر به وروسته د ماسپښین مهال د روسیې او اوکراین له استازو سره په درې‌اړخیزو خبرو اترو کې هم ګډون وکړي.

د امریکا او ایران د مذاکراتو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لومړي پړاو له پای وروسته ویلي و چې «خبرې اوږدې او ژورې وې.»

بل پلو، ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ایران لپاره به «بدې پېښې» رامنځته شي.