طالبان وایي په پکتیکا کې یې نږدې زرو اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې وېشلي

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي چې په پکتیکا ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ نږدې ۹۰۰ اړمنو کسانو او کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي چې په پکتیکا ولایت کې یې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ نږدې ۹۰۰ اړمنو کسانو او کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې مرستې د پکتیکا د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا پر کونډو، یتیمانو او معلولینو وېشل شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې شپږ ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې اړمنو کورنیو ته ورکړل شوي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي خدماتو په ایکس پوسټ کې خپرې شوي.
نوموړی وایي: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوندونه له منځه تللي، پښې، لاسونه او مخونه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي. دا وضعیت له اوږدې مودې دوام لري، نو وګورو څه پېښیږي.»
هغه ټینګار وکړ چې د ایران اوسنی رژیم د بشري حقونو سرغړونې کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.
یادې ادارې ویلي، ډېری راستنېدنې په سختو او جبري شرایطو کې ترسره کېږي او د دې بهیر چټکتیا افغانستان له لا ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د نړیوال بانک د یو راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوسو ناڅاپي زیاتوالي په دغه هېواد کې سړي سر ناخالص تولید ۴ سلنه راکم کړی دی.
بلخوا د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سروې له مخې، یوازې نیمایي راستنیدونکي توانیدلي چې یو نسبي د غیر رسمي کار زمینه ځان ته برابره کړي. د دغه سروې له مخې له نیمايي ډېرې راستنېدونکې کورنۍ رسمي اسناد نه لري او تر ۹۰ سلنې زیات خلک په ورځ کې له پنځو ډالرو کم عاید لري.
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې د دغې سروې په ترڅ کې ویلي چې ۵سلنه وګړي غواړي بیرته کډوالۍ ته مخه کړي او سروي شویو کورنیو ۱۰سلنه ویلي چې ډیری خپلوان یې بیرته له افغانستان څخه وتلي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې بیړنۍ مرستې، د کار زمینه، سرپناه او د بیا ادغام پروګرامونه حیاتي دي، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند په عزت او ثبات سره بیا ورغوي.

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.
کوفي په خپل ایکس پوسټ کې څرګنده کړې: «د بندیزونو موجود نظام زوړ شوی او د طالبانو ډېری هغو وزیرانو پر ضد نه دی چې په افغانستان کې یې ظلمونه کړي. خو نړیوالې لارې شته چې بېغږه خلکو ته د دفاع زمینه برابروي او د بېجزايي فرهنګ د ختمولو هڅه کوي.»
هغې همدارنګه انتقاد وکړ چې ځینې هېوادونه چې د بشري حقونو او مساواتو ملاتړ ادعا کوي، یوازې په خبرو کې قوي ښکاري، خو په عمل کې کمزوري پاتې شوي دي.
فوزیه کوفي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له شعارونو تیر شي او د افغانستان خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو لهخوا چلول کېده او د نشهيي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.
یادې قومندانۍ په خپل ایکس پاڼه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، استخباراتي معلوماتو تأیید کړې وه چې دغه کښتۍ د کارابین په هغو پېژندل شویو لارو تګ راتګ کاوه چې د نشهيي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې درې «نشه یي توکو ترهګر» وژل شوي دي.

د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.
افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.
د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي دي.
د څېړنې پايلې ښيي، هغه ښارونه چې په تودو او نيمه تودو اقليمونو کې پراته دي، تر ټولو به زيات زیانمن شي. د اټکل لهمخې، که په راتلونکو کلونو کې نړۍواله تودوخه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي، لږ تر لږه ۸۱ سلنه دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا ښاري سيمو پرتله په ډېرې چټکۍ سره تاوده شي.
هغه ښارونه چې د موسمي بارانونو تر اغېز لاندې سيمو کې موقعيت لري، د زيات زيان له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د چين او هند ځينې ښارونه او همدارنګه د لوېديځې افريقا ځینې برخې شاملې دي. نور هېوادونه چې په دې نوملړ کې ياد شوي برازیل، مراکش، الجزایر، ترکيه، افغانستان، مصر، عراق، مالي، انګولا، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات دي.
له هغو سترو ښارونو څخه چې اټکل کېږي د ګرمۍ په موسم کې به پهکې ژوند سخت وي، جالندهر او پتيالا په هند کې، فويانګ او شانګچيو په چين کې، کرکوک په عراق کې او اسيوط په مصر کې ياد شوي دي.
څېړونکي وړاندوېنه کوي، که د نړۍوالې تودوخې منځنی زياتوالی يوازې تر ۲درجې سانتيګرادو محدود هم پاتې شي، بيا به هم په ځينو دغو ښارونو کې د تودوخې لوړېدل له ۳ درجې سانتيګرادو څخه واوړي.
په منځنۍ توګه، کېدای شي په دغو ښارونو کې کلنۍ تودوخه د شاوخوا ښاري سيمو پرتله نږدې يو درجه سانتيګراده لوړه شي. که څه هم دا توپير په کلنۍ کچه کې پیکه ښکاري، خو په ورځني ژوند کې، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، دا بدلون خورا څرګند او دروند اغېز لرلی شي.
د ایستانګليا پوهنتون پروفيسور مانوج جوشي ويلي: «د اقليمي بدلونونو په حالت کې د ښاري تودوخې زياتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده، چې ورځ تر بلې زياتېږي». د هغه په وينا، دا څېړنه د دې زمينه برابروي، چې د نړۍوالې تودوخې د راتلونکو ګواښونو لپاره، د انسان د روغتيا او ښاري چاپېريال په اړه لا هوښيارانه تابیاوې ونيول شي.
پروفيسور جوشي خبرداری ورکړی، چې اقليمي بدلونونه به د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي، چې ښايي جدي روغتيايي پايلې به هم ولري؛ په دې کې د مړينې کچې زياتوالی هم شامل دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتيګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.