فوزیه کوفي: نړیوال باید د طالبانو د ظلمونو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.
کوفي په خپل ایکس پوسټ کې څرګنده کړې: «د بندیزونو موجود نظام زوړ شوی او د طالبانو ډېری هغو وزیرانو پر ضد نه دی چې په افغانستان کې یې ظلمونه کړي. خو نړیوالې لارې شته چې بېغږه خلکو ته د دفاع زمینه برابروي او د بېجزايي فرهنګ د ختمولو هڅه کوي.»
هغې همدارنګه انتقاد وکړ چې ځینې هېوادونه چې د بشري حقونو او مساواتو ملاتړ ادعا کوي، یوازې په خبرو کې قوي ښکاري، خو په عمل کې کمزوري پاتې شوي دي.
فوزیه کوفي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له شعارونو تیر شي او د افغانستان خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.


د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.
افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.
د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي دي.
د څېړنې پايلې ښيي، هغه ښارونه چې په تودو او نيمه تودو اقليمونو کې پراته دي، تر ټولو به زيات زیانمن شي. د اټکل لهمخې، که په راتلونکو کلونو کې نړۍواله تودوخه تر ۲درجې سانتيګرادو لوړه شي، لږ تر لږه ۸۱ سلنه دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا ښاري سيمو پرتله په ډېرې چټکۍ سره تاوده شي.
هغه ښارونه چې د موسمي بارانونو تر اغېز لاندې سيمو کې موقعيت لري، د زيات زيان له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د چين او هند ځينې ښارونه او همدارنګه د لوېديځې افريقا ځینې برخې شاملې دي. نور هېوادونه چې په دې نوملړ کې ياد شوي برازیل، مراکش، الجزایر، ترکيه، افغانستان، مصر، عراق، مالي، انګولا، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات دي.
له هغو سترو ښارونو څخه چې اټکل کېږي د ګرمۍ په موسم کې به پهکې ژوند سخت وي، جالندهر او پتيالا په هند کې، فويانګ او شانګچيو په چين کې، کرکوک په عراق کې او اسيوط په مصر کې ياد شوي دي.
څېړونکي وړاندوېنه کوي، که د نړۍوالې تودوخې منځنی زياتوالی يوازې تر ۲درجې سانتيګرادو محدود هم پاتې شي، بيا به هم په ځينو دغو ښارونو کې د تودوخې لوړېدل له ۳ درجې سانتيګرادو څخه واوړي.
په منځنۍ توګه، کېدای شي په دغو ښارونو کې کلنۍ تودوخه د شاوخوا ښاري سيمو پرتله نږدې يو درجه سانتيګراده لوړه شي. که څه هم دا توپير په کلنۍ کچه کې پیکه ښکاري، خو په ورځني ژوند کې، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، دا بدلون خورا څرګند او دروند اغېز لرلی شي.
د ایستانګليا پوهنتون پروفيسور مانوج جوشي ويلي: «د اقليمي بدلونونو په حالت کې د ښاري تودوخې زياتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده، چې ورځ تر بلې زياتېږي». د هغه په وينا، دا څېړنه د دې زمينه برابروي، چې د نړۍوالې تودوخې د راتلونکو ګواښونو لپاره، د انسان د روغتيا او ښاري چاپېريال په اړه لا هوښيارانه تابیاوې ونيول شي.
پروفيسور جوشي خبرداری ورکړی، چې اقليمي بدلونونه به د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي، چې ښايي جدي روغتيايي پايلې به هم ولري؛ په دې کې د مړينې کچې زياتوالی هم شامل دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتيګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو بهیر او څرنګوالي په تړاو د پخواني ولسمشر جو بایډن تګلاره غندلې ده. ټرمپ ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د «شرم وړ» کار وو.
ټرمپ دا څرګندونې د شمالي کارولينا ايالت د فورت برګ په پوځي اډه کې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په هغو مراسمو کې وکړې، چې د ځانګړو ځواکونو د درناوي لپاره جوړ شوي وو. هغه وويل که چېرې دی په ۲۰۲۱م کال کې په واک کې وای، امريکا به نهيوازې دا چې په افغانستان کې به یې پوځي وسايل نهپرېښودل، بلکې له افغانستان څخه به په عزت، ځواک او درناوي سره وتلی وای.
نوموړي وویل: «تاسو ته په ياد دي چې ټول پوځي تجهيزات يې هلته پرېښودل. موږ به داسې کار نهوای کړی. موږ هېڅ شی شاته نهپرېښودل».
هغه دا پوښتنه هم وکړه، چې ولې پوځي الوتکې له افغانستان څخه ونهاېستل شوې او ويې ويل: «موږ به جنګي الوتکې شاته نهپرېښودلې. يوازې به يې لږ سون توکي پرېښي وای او الوتکې به يې هر هغه ځای ته رسولې وای چې اړین وو».
ټرمپ ټينګار وکړ، چې د ده د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د امريکا پوځ بيا ورغول شو او اوس «د ځمکې پر مخ تر ټولو پياوړی پوځ» دی.
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل په ۲۰۲۱م کال کې د بايډن د واکمنۍ پر مهال ترسره شول. په همدې وخت کې طالبانو په ډېر لنډ وخت کې د هېواد واک تر لاسه کړ او د کابل په هوايي ډګر کې يوه خونړۍ چاودنه هم وشوه چې له امله يې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.
بايډن تر دې مخکې د ټرمپ د دغه ډول نیوکو په تړاو ويلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یعنې په ۲۰۲۰م کال کې له طالبانو سره لاسليک شوی وو او دی اړ وو چې دې بهير ته دوام ورکړي، خو ټرمپ دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي، که طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نهوای کړی، امريکا به افغانستان څخه نهوای وتلې.
امريکا په افغانستان کې له نږدې شلو کلونو پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې خپل وتل بشپړ کړل، خو د دې پرېکړې پايلې تر نن ورځې پورې د بحث او نيوکو موضوع پاتې شوې ده.

د افغانستان د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وایي، چې د ازبکستان یو هوايي شرکت طالبانو ته د امریکا حکومت د نغدو پیسو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري. هغه ویلي، د سلواغې په ۲۰مه همدې شرکت ۴۹ میلیونه ډالره نور هم کابل ته لېږدولي دي.
د هغه په وینا، دغه الوتنې په پټه ترسره کېږي او د الوتنو د ثبت په سیسټمونو کې د موندلو او څارلو وړ نهدي.
صالح د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په خپله اېکسپاڼه کې ادعا کړې، چې نوې جوړې شوې کمپنۍ «سکای ګارډ» د امریکايي شرکت «اېر سېل» تر چتر لاندې فعالیت کوي او د امریکا نغدې پیسې په درېیو کرایي الوتکو کې طالبانو ته لېږدوي.
نوموړي همداراز ادعا کړې، چې د «سکای ګارډ» د الوتنو هېڅ څرک د الوتنو د څار په سیسټمونو کې نهتر سترګو کېږي. د هغه په خبره، د دې شرکت وروستۍ الوتنه له شارجې څخه کابل ته شوې او بیا د سهار په ۱۱ بجو بېرته شارجې ته ستنه شوې ده.
امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی، چې د متحدو ایالتونو حکومت په مستقیم ډول طالبانو ته نغدې پیسې نهاستوي، بلکې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې د نړۍوالو مېکانېزمونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او نورو بشري شریکانو له لارې رسېږي.
خو امرالله صالح په هغه لیکنه کې چې په خپله اېکسپاڼه کې خپره کړې، د پوښتنې په ډول مطرح کړې: «که دا ۴۰ میلیونه ډالره د امریکا پیسې طالبانو ته نهوي، نو ولې په پټه لېږدول کېږي او هغوی ته سپارل کېږي؟».
هغه دا ادعا هم کړې، چې د امریکا په کانګرس کې د اوونیزو څلوېښت میلیونه ډالرو د بندولو بحثونو هم له طالبانو سره پټې راکړې ورکړې نهدي درولي او مالي ملاتړ په قاچاقي بڼه روان دی.
صالح د سلواغې په ۷مه هم لیکلي و، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له یوې خوا پر کاناډا ګمرکي تعرفې لګوي، خو له بلې خوا «په سخاوتمندانه توګه له طالبانو مالي ملاتړ کوي». نوموړي په ښکاره توګه طالبان په افغانستان کې د امریکا نیابتي ډله بللې وه.
د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړې سرپلټونکي ادارې (سیګر) ته تایید کړې وه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې ۸۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي.
افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد په اړه د پراخو نیوکو تر فشار لاندې واشنګټن د ۱۴۰۲ کال له چنګاښ میاشتې راهیسې د ۴۰ میلیونه ډالرو د بستو د لېږد خبرونه نور په رسنیو کې نهخپروي.
له دې ټولو سره سره طالبان هم ادعا لري، چې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ورسره یو ډالر مرسته هم نهده کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵،۵ میلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستو سیستم له سخت فشار سره مخ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوې خبري ناستې پرمهال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
جمال زیاته کړې: «موږ د دغو راستنېدونکو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. د وګړو دغه ستر ټکان چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي، موږ د سقوط تر کچې رسولي یو».
عرفات جمال د خپلو څرګندونو پرمهال زیاته کړه، چې یوازې تېر کال ۲،۹ میلیونه کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او د روان کال له پیل راهیسې هم ۱۵۰ زره کډوال په جبري توګه له یادو هېوادونو اېستل شوي دي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې دمګړۍ افغانستان له یوه نازک اقتصادي حالت سره مخ دی او له پاکستان سره د لارې بندښت، وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ویلي، چې د سږکال لپاره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په موخه ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې د ۸ سلنې بودجې په چمتو کولو بریالي شوي دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمان وايي، چې په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د امریکا لپاره په هېڅ صورت کې د منلو وړ نهدي او واشنګټن غواړي، چې په دې برخه کې له پاکستان څخه د «پراکسي» په توګه استفاده وکړي.
دغه پاکستاني سیاستوال د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د جماعت اسلامي ګوند له مشر حافظ نعیم سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې د پاکستان حکومت بهرنۍ پالیسي ورته د منلو وړ نهده او په وینا یې، دغه هېواد باید له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ورغوي.
مولانا فضلالرحمان زیاته کړې: «[پاکستان] له هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناخوښه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران د برید په تکل کې ده او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې لحظې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نهدي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه پراکسي په توګه استعمالول غواړي».
نوموړي ویلي، چې د سیمې مسایلو ته په کتو باید د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راوستل شي او له افغان طالبانو یې هم غوښتي، چې له پاکستان سره د غوره اړیکو لپاره لاس پکار شي او د مذاکراتو لاره دې غوره کړي.
فضلالرحمان زیاته کړې: «که په هېواد کې داسې کسان وي، چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ښهوالي لپاره اقدام کولی شي، نو هغوی دې د مذاکراتو لپاره چمتو شي، څو په سیمه کې مسلمان وروڼه او مسلمان هېوادونه له هر ډول ګواښ څخه وژغورل شي».
نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان دې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د ټولو ګوندونو او سیاستوالو د نظر درناوی وکړي او په باور یې، دا به یوازنۍ لاره وي، چې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه لوري ته سوق شي.