• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سوداګرۍ وزارت په روژه کي د لومړنيو توکو بیې کنټرولوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په بازارونو کي د روژې په میاشت کي د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او د اړینو اجناسو د وضعیت د ارزوني په موخه د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خوني له مشرتابه او د اصنافو له مسؤلینو سره ناسته کړې ده.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه، د سلواغې پر ۲۵مه پر اېکس خواله رسنۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کسبګرو او دوکاندارانو د خوني د رهبري پلاوي مشر شیرین‌اغا سخي په حواله لیکلي، چې بازارونو کې د اړتیا وړ توکي په کافي اندازه شته او د روژې په میاشت کې به د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.

د هېوادوالو نیوکې دا دي، چې د روژې په رارسیدلو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړیږي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

په کندز کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، چې کندز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو یو نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د اقتصاد د ودې، د پانګونې د راجلبولو او د نندارتون د کلتور د ودې په موخه د سوداګرو، صنعتکارانو او عامو مشرانو په شتون سره پرانستل شو.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت نن شنبه د سلواغې پر ۲۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې نندارتون کې، شاوخوا ۴۰ کورني تولیدي غرفو د هیواد متنوع او لوړ کیفیت لرونکي محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

په دې نندارتون کې تولید کونکو هم په مستقیم ډول خپلې لاسته راوړنې معرفي کړې ترڅو د سوداګرۍ همکارۍ ته لاره هواره کړي.

دا نندارتون د دریو ورځو لپاره د لیدونکو او هیوادوالو لپاره پرانیستی وي، او علاقه مندان کولی شي د کورنیو تولیدونکو مختلفو غرفو څخه لیدنه وکړي.

تېره ورځ یوشمېر سوداګرو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو په کابل کې د «بیارغونې او ودانیزو چارو د صنعت» نندارتون ته د افغان ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. یوې سوداګرې ویلي، چې هغې په ۶زره افغانیو یوه غرفه کرایه کړې؛ خو له تېرو دوو ورځو راهیسې نندارتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړې ویلي: «په نندارتون کې له بهرنیو مېرمنو تود هرکلی شوی؛ خو افغان مېرمنو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي». د هغې په وینا؛ د طالبانو د امر بالمعروف ماموران د نندارتون په دروازه کې ولاړ دي او ښځو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.


طالبان وایي د روژې په میاشت کې به کاري ساعتونه د سهار له ۹ څخه تر ماسپښین دوو بجو وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د راروانې روژې مبارکې میاشتې لپاره یې د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به کار هره ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل او د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو پای ته رسېږي. دغه مهال وېش د پنجشنبې ورځې په ګډون عملي کېږي او د ماسپښین د لمانځه وقفه به هم پکې شامله وي.

همداراز په خبرتیا کې ویل شوي چې تولیدي، نشراتي، روغتیايي او تعلیمي ادارې کولای شي د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو لپاره د کار د پیل او پای ځانګړی مهال وېش تنظیم کړي.

د دغه وزارت به وینا دا پرېکړه د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره شوې ده.

په هرات کې د سمنټو د تولید یوې فابریکې خپلې چارې پیل کړې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د هرات ولایت رسنیو دفتر اعلان کړی چې په دې ولایت کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې عملي چارې په رسمي ډول پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې د راتلونکو ۱۴میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

یاد دفتر د شنبې په ورځ د سلواغې ۲۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پروژې د پیل رسمي راپور د ګلبهار حبیبي شرکت مسوولینو له لوري د یاد ولایت طالب والي مولانا اسلام جار سره په کتنه کې وړاندې شو. په دې لیدنه کې د پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک شول.

طالب چارواکو ویلي، یاده فابریکه به هره ورځ شاوخوا درې زره ټنه سمنټ تولید کړي او د هېواد نږدې ۶۰سلنه کورنۍ اړتیا به پوره کړي، چې له امله به یې د وارداتو کچه راکمه او په کور دننه تولیدات پیاوړي شي.

همداراز تمه ده چې د دې فابریکې په جوړېدو او فعالیت سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې دا کار به د یاد ولایت پر اقتصادي ودې او د بېکارۍ پر کمېدو مثبت اغېز ولري.

د هرات ولایت طالب مسوولین وایي، د صنعتي پروژو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي چې په ولایت کې د پانګونې لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي.

ډونالد ټرمپ: د ایران رژیم بدلون ممکن تر ټولو غوره اقدام وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي خدماتو په ایکس پوسټ کې خپرې شوي.

نوموړی وایي: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوندونه له منځه تللي، پښې، لاسونه او مخونه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي. دا وضعیت له اوږدې مودې دوام لري، نو وګورو څه پېښیږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اوسنی رژیم د بشري حقونو سرغړونې کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات وکړي.

امریکايي ځواکونو د نشه یي توکو قاچاق پر یوې سمندري کښتۍ برید کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰
100%

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو له‌خوا چلول کېده او د نشه‌يي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.

یادې قومندانۍ په خپل ایکس پاڼه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، استخباراتي معلوماتو تأیید کړې وه چې دغه کښتۍ د کارابین په هغو پېژندل شویو لارو تګ راتګ کاوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې درې «نشه یي توکو ترهګر» وژل شوي دي.