• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي ۴۸ ټنه بې‌کیفیت سمنټ د حیرتان له لارې بېرته ستانه کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د هېواد د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې دوه محمولې بې‌کیفیت سمنټ، چې ټول وزن یې ۴۸ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بیرته ستانه کړي دي.

د دغه ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په ایکس یې خپره کړې راغلي، دغه سمنټ د بشپړې تخنیکي ارزونې او د کیفیت په دقیق کنترول کې د داخلي معیارونو سره سمون نه درلود او اجازه یې نه لرله چې د هېواد په بازارونو کې وپلورل شي.

ادارې ټینګار کړی چې د ټولو وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنترول پروسه په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روانه ده، او هیڅ ډول نرمي به د بې‌کیفیت توکو د واردېدو په وړاندې ونه شي.

دوی همداراز د سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کړې چې د توکو د واردولو مخکې د داخلي معیارونو رعایت ته جدي پام وکړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران سویلي خراسان افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی دهلېز وبلل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د ایران سویلي خراسان ولایت افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی. له دغه ولایت په تېرو لسو میاشتو کې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي.

د ایراني چارواکو په وینا، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له جنوبي خراسان څخه افغانستان ته ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۴۲۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، که څه هم د سویلي خراسان نفوس د ایران یوازې یو سلنه جوړوي، خو افغانستان ته د ایران ډېری وزني صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

بلخوا، د ګمرک چارواکو ویلي چې هره ورځ له دوو تر درې زرو پورې باروړونکي موټر د صادراتو او ترانزیت په بهیر کې تګ راتګ کوي.

چارواکو ټینګار کړی چې د دې بهیر د دوام او پراختیا لپاره د لوژستیکي زیربناوو پیاوړتیا، د ګودامدارۍ ښه مدیریت او د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ همغږي اړینه ده.

ازادۍ جبهه وایي، د بدخشان په بهارک کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې تایید کړه چې د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک سیمې د طالبانو د ۲۱۹ سرحدي لوا په یوې پوستې یې برید ترسره کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برید کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې، برید د جمعې ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې ترسره شوی او د دوی جنګیالیو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

جبهه په دې اړه ټینګار کړی چې دغه عملیات د سیمې د خلکو د امنیت خوندي کولو او د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې، چې د چاودنې وروسته طالبانو دغه پوځي مرکز ته تلونکې لارې تړلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه طالبان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې د ۱۵۰زره افغان کډوالو ستنېدنې بشري بحران لا ژور کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

یادې ادارې ویلي، ډېری راستنېدنې په سختو او جبري شرایطو کې ترسره کېږي او د دې بهیر چټکتیا افغانستان له لا ژور بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د نړیوال بانک د یو راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نفوسو ناڅاپي زیاتوالي په دغه هېواد کې سړي سر ناخالص تولید ۴ سلنه راکم کړی دی.

بلخوا د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سروې له مخې، یوازې نیمایي راستنیدونکي توانیدلي چې یو نسبي د غیر رسمي کار زمینه ځان ته برابره کړي. د دغه سروې له مخې له نیمايي ډېرې راستنېدونکې کورنۍ رسمي اسناد نه لري او تر ۹۰ سلنې زیات خلک په ورځ کې له پنځو ډالرو کم عاید لري.

د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې د دغې سروې په ترڅ کې ویلي چې ۵سلنه وګړي غواړي بیرته کډوالۍ ته مخه کړي او سروي شویو کورنیو ۱۰سلنه ویلي چې ډیری خپلوان یې بیرته له افغانستان څخه وتلي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې بیړنۍ مرستې، د کار زمینه، سرپناه او د بیا ادغام پروګرامونه حیاتي دي، څو راستنېدونکي وکولای شي خپل ژوند په عزت او ثبات سره بیا ورغوي.

فوزیه کوفي: نړیوال باید د طالبانو د ظلمونو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د پارلماني غړې فوزیه کوفي، ویلي چې د طالبانو پر ځینو وزیرانو د نړیوالو بندیزونه اغېزناک نه دي او هغوی لا هم د ظلمونو له جزا څخه خوندي پاتې دي.

کوفي په خپل ایکس پوسټ کې څرګنده کړې: «د بندیزونو موجود نظام زوړ شوی او د طالبانو ډېری هغو وزیرانو پر ضد نه دی چې په افغانستان کې یې ظلمونه کړي. خو نړیوالې لارې شته چې بې‌غږه خلکو ته د دفاع زمینه برابروي او د بې‌جزايي فرهنګ د ختمولو هڅه کوي.»

هغې همدارنګه انتقاد وکړ چې ځینې هېوادونه چې د بشري حقونو او مساواتو ملاتړ ادعا کوي، یوازې په خبرو کې قوي ښکاري، خو په عمل کې کمزوري پاتې شوي دي.

فوزیه کوفي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له شعارونو تیر شي او د افغانستان خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د تودوخې کچې لوړېدو په تړاو د څېړونکو خبرداری

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د برېتانیا د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتي‌ګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.

افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.

د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي دي.

د څېړنې پايلې ښيي، هغه ښارونه چې په تودو او نيمه تودو اقليمونو کې پراته دي، تر ټولو به زيات زیانمن شي. د اټکل له‌مخې، که په راتلونکو کلونو کې نړۍواله تودوخه تر ۲درجې سانتي‌ګرادو لوړه شي، لږ تر لږه ۸۱ سلنه دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا ښاري سيمو پرتله په ډېرې چټکۍ سره تاوده شي.

هغه ښارونه چې د موسمي بارانونو تر اغېز لاندې سيمو کې موقعيت لري، د زيات زيان له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د چين او هند ځينې ښارونه او همدارنګه د لوېديځې افريقا ځینې برخې شاملې دي. نور هېوادونه چې په دې نوملړ کې ياد شوي برازیل، مراکش، الجزایر، ترکيه، افغانستان، مصر، عراق، مالي، انګولا، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات دي.

له هغو سترو ښارونو څخه چې اټکل کېږي د ګرمۍ په موسم کې به په‌کې ژوند سخت وي، جالندهر او پتيالا په هند کې، فويانګ او شانګچيو په چين کې، کرکوک په عراق کې او اسيوط په مصر کې ياد شوي دي.

څېړونکي وړاندوېنه کوي، که د نړۍوالې تودوخې منځنی زياتوالی يوازې تر ۲درجې سانتي‌ګرادو محدود هم پاتې شي، بيا به هم په ځينو دغو ښارونو کې د تودوخې لوړېدل له ۳ درجې سانتي‌ګرادو څخه واوړي.

په منځنۍ توګه، کېدای شي په دغو ښارونو کې کلنۍ تودوخه د شاوخوا ښاري سيمو پرتله نږدې يو درجه سانتي‌ګراده لوړه شي. که څه هم دا توپير په کلنۍ کچه کې پیکه ښکاري، خو په ورځني ژوند کې، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، دا بدلون خورا څرګند او دروند اغېز لرلی شي.

د ایست‌انګليا پوهنتون پروفيسور مانوج جوشي ويلي: «د اقليمي بدلونونو په حالت کې د ښاري تودوخې زياتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده، چې ورځ تر بلې زياتېږي». د هغه په وينا، دا څېړنه د دې زمينه برابروي، چې د نړۍوالې تودوخې د راتلونکو ګواښونو لپاره، د انسان د روغتيا او ښاري چاپېريال په اړه لا هوښيارانه تابیاوې ونيول شي.

پروفيسور جوشي خبرداری ورکړی، چې اقليمي بدلونونه به د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي، چې ښايي جدي روغتيايي پايلې به هم ولري؛ په دې کې د مړينې کچې زياتوالی هم شامل دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتي‌ګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.