• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په هلمند کې یې ۳نیم ټُنه قاچاقي توکي نیولي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۵۰۰ کیلوګرامه خوراکي او غېر خوراکي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اوونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو قاچاقي موادو کې انساني درمل، روب، وریجې، اچار، مس او نور مواد شامل دي او له مرکز لښکرګاه ښار سربېره د صفري ټکو او همداراز ګرمسېر ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو موادو د قاچاق په تړاو ۲۰ کسان له ۱۳ موټرو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول مواد د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه هېواد ته راوړل کېدل.

له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي، چې په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په هلمند کې زرګونه کیلوګرامه قاچاقي مواد ترلاسه او سوځول شوي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د قطر دولت په خپلو رسمي اعلامیو کې د طالبانو حکومت «سرپرست حکومت» بولي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۰

قطر هغه هېواددی چې له طالبانو سره یې له انزوا څخه تر واکمنۍ پورې پراخه همکاري وکړه، خو لا هم د دغې ډلې حکومت 'سرپرست' بولي او دا هغه دریځ دی، چې د دوحې د تېرو ۱۲ کلونو د بې‌ساري امتیازاتو او اوسني ډیپلوماتیک احتیاط ترمنځ ژور تضاد په ډاګه کوي.

قطر چې په شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان په چارو او په ځانګړې توګه طالبانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې ښکېل پاتې شوی، خو لا هم د طالبانو حکومت «سرپرست حکومت» ګڼي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په کاپیسا کې د غره ښویېدو د پېښې له امله چې څلور کسان په‌کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي، خپله خواخوږي څرګنده کړه؛ خو په خپره شوې اعلامیه کې یې د طالبانو ادارې ته د «سرپرست حکومت» خطاب کړی دی.

کاپیسا کې د غره ښویېدو له امله څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت د قطر دولت له لوري د قربانیانو له کورنیو، د سرپرست حکومت او د افغانستان له خلکو سره غمشریکي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي».

قطر د ۱۳۹۲کال د غبرګولي په ۲۸مه (۲۰۱۳- جون- ۱۸) کې د دوحې په یوې څنډه کې یوه ودانۍ طالبانو ته د «سیاسي دفتر» په نوم وسپارله او طالبانو هم په رسمي توګه په‌کې خپل دفتر پرانېست.

قطر له دې سربېره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو کوربه هم پاتې شوی دی. په دغه هېواد کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ لومړی پړاو خبرې د ۲۰۱۸کال د اکتوبر پر ۱۲مه پیل شوې او ۱۸میاشتې یې دوام وموند.

قطر همداراز د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې د لاسلیک کېدو کوربه هم پاتې شوی دی. د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ له ۱۸میاشتنیو مذاکراتو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مخکېني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ د سولې هوکړه هم د ۱۳۹۸کال د کب پر لسمه (۲۰۲۰- فبروري-۲۹) د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له واکمنېدو وروسته خپله کابینه اعلان کړه او په لومړیو څلورو کلونو کې یې خپلو وزیرانو او ادارو ته د «سرپرست» خطاب کاوه، خو د بیا واکمنېدو په څلورمه کالیزه کې د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د سرپرست حکومت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

سره له دې چې طالبانو څو میاشتې وړاندې د خپل حکومت د سرپرستۍ د پای ته رسېدو اعلان وکړ، خو قطر لا هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه پېژني او له نږدې اړیکو سره سره ورته اوس هم «سرپرست حکومت» وايي.

طالبان وايي له پاکستان څخه یې افغانستان ته د جعلي افغانیو د قاچاق مخه نیولې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وايي، د کندهار په سپین بولدک دروازه کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۴۰۰ زره جعلي افغانو له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی. د نوموړي په وینا، د دغه قاچاق په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، دوه کسان چې غوښتل یې د کډوالو تر پوښښ لاندې له پاکستان څخه ۴۰۰ زره جعلي افغانۍ افغانستان ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.

هغه د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو ډېر جزییات نه‌دي ورکړي، خو دومره یې ویلي چې هغوی د کډوالو په نوم افغانستان ته را اوښتل.

په ورته وخت کې د افغانستان په شمال کې د حیرتان په ځمکني بندر کې هم یو کس د ۵۶۵۰ امریکايي ډالرو د قاچاق په تړاو نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

100%

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه بهر ته هېڅوک د ډالرو او همداراز د ډېرو پیسو د لېږدولو اجازه نه‌لري او دغه چاره جرم او قاچاق ګڼل کېږي.

طالبانو په ایران کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې وکړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د ایران په مشهد کې د طالبانو کونسل نور محمد متوکل په ایران کې له مېشتو افغان سوداګرو او اقتصادي فعالینو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

دغې کونسلګرۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور محمد متوکل په دې کتنه کې په ایران کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې افغانستان ته لاړ شي او هلته پانګونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ډېریو پانګوالو او سوداګرو له دغه هېواد څخه خپلې پانګې اېستلي دي. ځينو دغو پانګوالو د دغې چارې لامل په افغانستان کې د اقتصادي ثبات نشتوالی او همداراز پر بانکونو یې د نړۍوالو بندیزونه په ګوته کړي دي.

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ همداراز ویلي، نور محمد متوکل په ایران کې د مېشتو افغان پانګوالو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یوې مشورتي شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ او د افغان پانګوالو او سوداګرو له هر کلي سره مخ شو.

له وخت مخکې د نجونو ودېدل؛ ملګرو ملتونو ویلي چې په هرو ۳ ثانیو کې یوه نجلۍ ودېږي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، په ټوله نړۍ کې په هرو ۳ ثانیو کې یوه نجلۍ ودېږي او په هرو پنځو نجونو کې یوه یې له ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې ودېږي. دغه سازمان له ۱۸ کلنۍ څخه په کم عمر کې واده له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ۱۸ کلنۍ څخه په کم عمر کې د نجونو پر ودېدو اندېښنه ښودلې او په وینا یې، سره له دې چې نږدې ټول هېوادونه د ماشومانو ودونو د ختمولو ژمنې لري، خو لا هم شاوخوا ۱۹ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ او همداراز نږدې ۴ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ څخه مخکې ودېږي.

د اعلامیې له‌مخې، دمګړی په نړۍ کې شاوخوا ۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې چې ژوندۍ دي له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

ملګري ملتونه وايي: «هر کال نږدې ۱۲ میلیونه تنکۍ نجونې له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې ودېږي. په هرو درې ثانیو کې په نړۍ کې یوه تنکۍ نجلۍ واده کوي».

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې له ۱۸ کلنۍ مخکې د نجونو ودونه د نجونو ژوند او روغتیا ګواښي او د هغوی راتلونکي فرصتونه محدودوي.

اعلامیه کاږي: «هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، په همدې کم عمره کې ډېری وخت امیندواره کېږي، چې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطرناکو ستونزو احتمال زیاتوي، حال دا چې د زېږون ستونزې د تنکیو نجونو د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي».

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدل او د بې‌وزلۍ د زیاتېدو له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف ډېر لوړ شوی دی. یادې ادارې زیاته کړې، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي او په وینا یې، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

د یادې ادارې د اټکل له‌مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

د یونېسف د اټکل له‌مخې، د افغان نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې عمران خان له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق‌ فضل چودري ویلي، فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د درملنې په موخه له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي.

پاکستانۍ رسنۍ جيونیوز د پارلماني چارو د فدرالي وزیر طارق فضل چودري له قوله راپور ورکړی، چې فدرالي حکومت د عمران خان د درملنې په موخه له اډیاله زندان څخه روغتون ته د هغه د لېږدولو پرېکړه کړې ده، خو نوموړي د دغه لېږد د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.

طارق فضل چودري ویلي، حکومت دغه پرېکړه د عمران خان روغتیايي حالت ته په کتو کړې ده. نوموړي همداراز زیاته کړې، چې له خپلو زامنو سره د عمران خان د خبرو اسانتیا هم برابره شوې ده.

طارق چودري زیاته کړې: «حکومت بشري خواخوږۍ او قانوني غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي؛ دا د حکومت مسوولیت دی چې هر بندي ته د قانون سره سم اسانتیاوې برابرې کړي».

یاد پاکستاني چارواکي ویلي، چې حکومت خپلو مسوولیتونو ته متوجه دی او د تحریک انصاف ګوند باید له بې‌بنسټه تبلیغاتو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د یوې سترګې لید ۸۵ سلنه کم شوی دی. ورسره سم د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنې او روغتون ته د هغه د لېږد په پار د پارلمان مخې ته پرلت وواهه.