• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: د ایران پر سیاسي فعالانو بندیزونه او محکمې باید ودرول شي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ایران د بشري حقونو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي سره د پیوستون اعلان کړی او ویلي یې دي چې هغې ته له «نمایشي محکمې» وروسته د څه باندې ۱۷ کلونو بند سزا اورول شوې ده.

ملالې په خپل ایکس پیغام کې لیکلي چې نرګس محمدي د ښځو، بشري حقونو او ازادۍ «نه ستړې کېدونکې مبارزه کوونکې» ده او په توقیف کې یې «سخت تاوتریخوالی» زغملی دی. د هغې په وینا، د محمدي روغتیايي وضعیت هم جدي ګواښ سره مخ دی.

ملالې د محکمې وروستۍ پرېکړه «نمایشي» بللې او زیاته کړې یې ده چې نرګس محمدي، سره له دې چې له سختو فشارونو سره مخ ده، «لا هم په زور د غلي کېدو پر وړاندې بې‌سارې زړورتیا ښيي.»

نوموړې ټینګار کړی: «زه د عدالت له غورځنګ سره ولاړه یم، د هغې لپاره او د ایران د ټولو سیاسي بندیانو لپاره چې د غږ پورته کولو له امله چوپ کړل شوي دي.»

ملاله یوسفزۍ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د سیاسي فعالانو او د ښځو د حقونو د مدافعینو پر وړاندې د بند او قضایي تعقیب راپورونه زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د تودوخې کچې لوړېدو په تړاو د څېړونکو خبرداری

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د برېتانیا د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتي‌ګرادو لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.

افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.

د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي دي.

د څېړنې پايلې ښيي، هغه ښارونه چې په تودو او نيمه تودو اقليمونو کې پراته دي، تر ټولو به زيات زیانمن شي. د اټکل له‌مخې، که په راتلونکو کلونو کې نړۍواله تودوخه تر ۲درجې سانتي‌ګرادو لوړه شي، لږ تر لږه ۸۱ سلنه دغه ښارونه به د خپلو شاوخوا ښاري سيمو پرتله په ډېرې چټکۍ سره تاوده شي.

هغه ښارونه چې د موسمي بارانونو تر اغېز لاندې سيمو کې موقعيت لري، د زيات زيان له ګواښ سره مخ دي. په دې ډله کې د چين او هند ځينې ښارونه او همدارنګه د لوېديځې افريقا ځینې برخې شاملې دي. نور هېوادونه چې په دې نوملړ کې ياد شوي برازیل، مراکش، الجزایر، ترکيه، افغانستان، مصر، عراق، مالي، انګولا، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات دي.

له هغو سترو ښارونو څخه چې اټکل کېږي د ګرمۍ په موسم کې به په‌کې ژوند سخت وي، جالندهر او پتيالا په هند کې، فويانګ او شانګچيو په چين کې، کرکوک په عراق کې او اسيوط په مصر کې ياد شوي دي.

څېړونکي وړاندوېنه کوي، که د نړۍوالې تودوخې منځنی زياتوالی يوازې تر ۲درجې سانتي‌ګرادو محدود هم پاتې شي، بيا به هم په ځينو دغو ښارونو کې د تودوخې لوړېدل له ۳ درجې سانتي‌ګرادو څخه واوړي.

په منځنۍ توګه، کېدای شي په دغو ښارونو کې کلنۍ تودوخه د شاوخوا ښاري سيمو پرتله نږدې يو درجه سانتي‌ګراده لوړه شي. که څه هم دا توپير په کلنۍ کچه کې پیکه ښکاري، خو په ورځني ژوند کې، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، دا بدلون خورا څرګند او دروند اغېز لرلی شي.

د ایست‌انګليا پوهنتون پروفيسور مانوج جوشي ويلي: «د اقليمي بدلونونو په حالت کې د ښاري تودوخې زياتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده، چې ورځ تر بلې زياتېږي». د هغه په وينا، دا څېړنه د دې زمينه برابروي، چې د نړۍوالې تودوخې د راتلونکو ګواښونو لپاره، د انسان د روغتيا او ښاري چاپېريال په اړه لا هوښيارانه تابیاوې ونيول شي.

پروفيسور جوشي خبرداری ورکړی، چې اقليمي بدلونونه به د تودوخې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راولي، چې ښايي جدي روغتيايي پايلې به هم ولري؛ په دې کې د مړينې کچې زياتوالی هم شامل دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتي‌ګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.

ډونالډ ټرمپ: که ایران راسره سمه معامله وکړي پرې برید نه‌کوو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، که تهران د واشنګټن له برید څخه ځان ژغورل غواړي، نو یوې نوې معاملې ته دې غاړه کېږدي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې «ایران د برید د مخنیوي لپاره څه کولای شي؟» وویل: «له موږ سره دې هغه معامله وکړي چې باید ډېر پخوا یې کړې وای. که هغوی له موږ سره سمه معامله وکړي، موږ به پر هغوی برید ونه‌کړو».

ټرمپ همدارنګه پر ایران نیوکه کړې، چې تر اوسه یې یوازې پر مذاکراتو بسنه کړې او په عمل کې یې هېڅ نه‌دي کړي. هغه زیاته کړې: «په تاریخې لحاظ هغوی تر اوسه داسې کومه هوکړه نه‌ده کړې. زه به ووایم، چې هغوی غواړي خبرې وکړي، خو تر دې دمه یې یوازې خبرې ډېرې کړي او عمل یې کم».

د ټرمپ له دغو ګواښونو سره سره د دواړو لورو ترمنځ ستونزمنې خبرې لا هم دوام لري او رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، واشنګټن پریکړه کړې، چې له ابراهیم لینکن سمندري بېړۍ سره د ملګرتیا لپاره دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ هم منځني ختیځ ته واستوي.

سټارمر: د برېتانیا او اروپا امنیت له یو بل سره تړلی دی او پر امریکا تکیه باید کمه شي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې له اروپا سره په دفاعي برخو کې نږدې همکاري وکړي، څو په ناټو کې پر امریکا د اروپا تکیه راکمه شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د وینا پرمهال پر اروپايي هېوادونو غږ وکړ، چې خپل دفاعي صنعت سره یو ځای کړي او همداراز یې د پوځي تجهیزاتو د پېرلو او تولید په برخه کې پر نوي او متحد چلند غور کولو ټینګار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي، په یاده برخه کې به د اضافي لګښتونو مخه ونیول شي، څو اروپا وکولای شي، چې د خپلو دفاعي اړتیاوو مسوولیت په خپله غاړه واخلي.

نوموړي امریکا یو نه‌بدلېدونکی متحد وباله او په ډاګه یې کړه: «زما لیدلوری د یوې خپلواکې اروپا په معنا دی؛ دا د امریکا د وتلو په معنا نه‌ده، بلکې د مسوولیتونو د عادلانه وېش په معنا ده، چې زموږ تاریخي اړیکې نورې هم پیاوړې کوي».

سټارمر د خپلې وینا په یوې برخه کې د برېتانیا د محافظه کارو د تېرو حکومتونو پر تګلاره په نیوکو سره زیاته کړه، چې برېتانیا اوس له اروپايي ټولنې سره د اړیکو نوي پړاو ته دننه شوې ده.

د برېتانیا لومړي وزیر زیاته کړې: «د اروپا امنیت له برېتانیا پرته او د برېتانیا امنیت له اروپا پرته امکان نه‌لري. که موږ یوازې د ځان په اړه فکر وکړو، نو د خپل هېواد پر امنیت به کنټرول له لاسه ورکړو».

د یادونې وړ ده، چې کې‌یر سټارمر په ۲۰۲۴ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې له اروپايي ټولنې سره د اړیکو په بیا رغولو او د اوکراین په جګړه کې د اروپا د ملاتړ په همغږۍ کې کلیدي رول لوبولی دی.

امرالله صالح: یو ازبکستانی هوایي شرکت طالبانو ته د امریکا پیسې رسوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله‌ صالح وایي، چې د ازبکستان یو هوايي شرکت طالبانو ته د امریکا حکومت د نغدو پیسو د لېږد مسوولیت پر غاړه لري. هغه ویلي، د سلواغې په ۲۰مه همدې شرکت ۴۹ میلیونه ډالره نور هم کابل ته لېږدولي دي.

د هغه په وینا، دغه الوتنې په پټه ترسره کېږي او د الوتنو د ثبت په سیسټمونو کې د موندلو او څارلو وړ نه‌دي.

صالح د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې ادعا کړې، چې نوې جوړې شوې کمپنۍ «سکای ګارډ» د امریکايي شرکت «اېر سېل» تر چتر لاندې فعالیت کوي او د امریکا نغدې پیسې په درېیو کرایي الوتکو کې طالبانو ته لېږدوي.

نوموړي همداراز ادعا کړې، چې د «سکای ګارډ» د الوتنو هېڅ څرک د الوتنو د څار په سیسټمونو کې نه‌تر سترګو کېږي. د هغه په خبره، د دې شرکت وروستۍ الوتنه له شارجې څخه کابل ته شوې او بیا د سهار په ۱۱ بجو بېرته شارجې ته ستنه شوې ده.

امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی، چې د متحدو ایالتونو حکومت په مستقیم ډول طالبانو ته نغدې پیسې نه‌استوي، بلکې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې د نړۍوالو مېکانېزمونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او نورو بشري شریکانو له لارې رسېږي.

خو امرالله صالح په هغه لیکنه کې چې په خپله اېکس‌پاڼه کې خپره کړې، د پوښتنې په ډول مطرح کړې: «که دا ۴۰ میلیونه ډالره د امریکا پیسې طالبانو ته نه‌وي، نو ولې په پټه لېږدول کېږي او هغوی ته سپارل کېږي؟».

هغه دا ادعا هم کړې، چې د امریکا په کانګرس کې د اوونیزو څلوېښت میلیونه ډالرو د بندولو بحثونو هم له طالبانو سره پټې راکړې ورکړې نه‌دي درولي او مالي ملاتړ په قاچاقي بڼه روان دی.

صالح د سلواغې په ۷مه هم لیکلي و، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له یوې خوا پر کاناډا ګمرکي تعرفې لګوي، خو له بلې خوا «په سخاوتمندانه توګه له طالبانو مالي ملاتړ کوي». نوموړي په ښکاره توګه طالبان په افغانستان کې د امریکا نیابتي ډله بللې وه.

د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړې سرپلټونکي ادارې (سیګر) ته تایید کړې وه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې ۸۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي.

افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد په اړه د پراخو نیوکو تر فشار لاندې واشنګټن د ۱۴۰۲ کال له چنګاښ میاشتې راهیسې د ۴۰ میلیونه ډالرو د بستو د لېږد خبرونه نور په رسنیو کې نه‌خپروي.

له دې ټولو سره سره طالبان هم ادعا لري، چې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد ورسره یو ډالر مرسته هم نه‌ده کړې.

نیویارک ټایمز: پنټاګون له ایران سره د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۰

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت یا پنټاګون له ایران سره د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي. د راپور له‌مخې، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې روانې دي، پنټاګون خپل پوځي چمتووالی پیاوړی کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو چارواکو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي تر هغې له هر ډول پوځي اقدام څخه ډډه وکړي، څو په هغو یوولسو هېوادونو کې چې ښايي د ایران د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ وي، د برید او دفاع وړتیاوې بیا ورغول او پیاوړې شي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا د جګړې وزارت، اوس مهال هغه سمندري ځواک بشپړوي او پیاوړی کوي، چې ټرمپ ورته اشاره کړې وه. په دې ځواک کې اته پر لارښود توغندیو سنبالې جنګي بېړۍ، پر ځمکه د توغندیو ضد دفاعي سیستمونه او همدارنګه هغه اوبتلونه هم په‌کې شامل دي، چې د توماهاوک په نوم کروز توغندي لېږدوي او توغوي.

د نیویارک ټایمز راپور زیاتوي، په تېرو درېیو اوونیو کې او له دې سره هم‌مهاله چې د اسراییل، عربي هېوادونو، ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماټیکې خبرې پیل شوي، پنټاګون د جګړې لپاره عملي چمتووالی نیولی دی. پوځي چارواکو ویلي، چې دغه تجهیزات نه‌یوازې بریدیزه وړتیا لري، بلکې دفاعي وړتیا هم لري، ځکه اټکل کېږي، چې ایران به د هر احتمالي برید پر وړاندې غبرګون وښيي او غچ واخلي.