طالبانو په غزني ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د شپږو کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړ

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ویلي، چې د قرهباغ ولسوالۍ په «عليچمبر» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د یادې قوماندانۍ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په مړه شویو کسانو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د ټرافیکي نښو نه شتون او د ټرافیکي اصولو په پام کې نه نیول د خونړیو ټرافیکو پېښو لاملونه بلل کېږي.
