• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکسیوس: د ټرمپ استازي تمه لري چې د جینوا په ناسته کې د ایران ځواب ترلاسه کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۰

اکسیوس خبري ویب‌پاڼې راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ استازي تمه لري چې د جینوا په ناسته کې د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب ترلاسه کړي.

یوه امریکايي چارواکي دې رسنۍ ته وویل: «موږ د ایرانیانو په اړه هوښیار او واقعبین یو. اوس لوبه د دوی په لاس کې ده. که کومه رښتینې هوکړه رامنځته نه‌شي، موږ یې نه‌منو».
یوه بل امریکایي چارواکي هم دې ویب‌پاڼې ته وویل: «د امریکا له وړاندیزونو سره د ایران د موافقې احتمال یا برعکس، صفر دی».
د راپورونو له‌مخې، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د سې‌شنبې په ورځ په جینوا کې د عمان په منځګړیتوب جوړه شي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

چین د ۵۳ افریقایي هېوادونو پر وارداتو تعرفه لغوه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰
100%

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد به د «غوایي میاشتې» له لومړۍ نېټې څخه د هغو ۵۳افریقایي هېوادونو د وارداتو لپاره چې له بیجینګ سره یې دیپلوماتیک اړیکې لري، تعرفه لغوه کړي. تر دې مخکې، چین یوازې د ۳۳څخه د لږو پرمختللو افریقایي هېوادونو لپاره د تعرفې معافیت لرلو.

د دې اقدام موخهد چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي، او تمه ده چې د چین او دې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه تبادله زیاته شي.

راپورونه ښيي چې د چین حکومت د افریقایي هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د ګډو اقتصادي او سوداګریزو تړونونو د مذاکرې او لاسلیک بهیر هم روان ساتلی دی.

د دې پریکړې موخه د افریقایي توکو چین ته د لاسرسي اسانه کول، د صادراتو لګښتونو کمول، او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ښوول شوې ده.

طالبان وایي د روژې په میاشت کې به کاري ساعتونه د سهار له ۹ څخه تر ماسپښین دوو بجو وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د راروانې روژې مبارکې میاشتې لپاره یې د مرکز او ولایتونو په کچه د دولتي ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به کار هره ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل او د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو پای ته رسېږي. دغه مهال وېش د پنجشنبې ورځې په ګډون عملي کېږي او د ماسپښین د لمانځه وقفه به هم پکې شامله وي.

همداراز په خبرتیا کې ویل شوي چې تولیدي، نشراتي، روغتیايي او تعلیمي ادارې کولای شي د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو لپاره د کار د پیل او پای ځانګړی مهال وېش تنظیم کړي.

د دغه وزارت به وینا دا پرېکړه د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره شوې ده.

ډونالد ټرمپ: د ایران رژیم بدلون ممکن تر ټولو غوره اقدام وي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران رژیم کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون به تر ټولو غوره اقدام وي. هغه د ایران د چارواکو د اوږدې مودې خبرو او د عمل د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي خدماتو په ایکس پوسټ کې خپرې شوي.

نوموړی وایي: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوندونه له منځه تللي، پښې، لاسونه او مخونه یې له تاوتریخوالي سره مخ شوي. دا وضعیت له اوږدې مودې دوام لري، نو وګورو څه پېښیږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران اوسنی رژیم د بشري حقونو سرغړونې کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د دې وضعیت د اصلاح لپاره عملي اقدامات وکړي.

امریکايي ځواکونو د نشه یي توکو قاچاق پر یوې سمندري کښتۍ برید کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰
100%

د امریکا سویلي قومندانۍ اعلان کړی چې د فبرورۍ په ۱۳مه یې د «سوېلي حوزې» عملیاتو په ترڅ کې په کارابین سمندر کې پر هغې کښتۍ مرګونی برید کړی چې د ټاکل شویو ترهګرو سازمانونو له‌خوا چلول کېده او د نشه‌يي توکو د قاچاق په فعالیتونو بوخته وه.

یادې قومندانۍ په خپل ایکس پاڼه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، استخباراتي معلوماتو تأیید کړې وه چې دغه کښتۍ د کارابین په هغو پېژندل شویو لارو تګ راتګ کاوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره کارېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې درې «نشه یي توکو ترهګر» وژل شوي دي.

د ترکیې سرحدي ځواکونو په ادرنه ښار کې لږ تر لږه ۱۸ افغان کډوال نیولي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۰
100%

د ترکیې په ادرنه ښار کې سرحدي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸افغان کډوال نیولي، چې د اروپا پر لور یې د غیرقانوني تګ هڅه کوله. د معلوماتو له مخې دغه نیول شوي افغانان وروسته له اداري چارو بشپړولو، د اړوند ښار د کډوالو ادارې ته د اخراج لپاره سپارل شوي دي.

ادرنه ښار د ترکیې له هغو مهمو سرحدي لارو څخه دی چې کډوال یې د اروپا د تګ لپاره کاروي. ډیری کډوال هڅه کوي چې د دې لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

د ترکیې پولیس وایي چې د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي څارنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تیر یوه کال کې شاوخوا ۱۵۲زره بې اسنادو کډوال ونیول شول، چې له دې ډلې ۴۲زره افغان کډوال وو. یوازې د جدی میاشتې په جریان کې ۳,۰۵۳افغان کډوال ونیول شول.