طالبانو د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي نږدې دوه زره جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو عالي کمېسیوند غزني ولایت په سلطان محمود غزنوي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۷۳۰ جریبه ځمکه دولتي پېژندلې ده. دغه وزارت ادعا کړې چې له دې ځمکو څخه ۹۱۵ جریبه د غزني ښار په پنځمه ناحیه کې د اشخاصو په تصرف کې وه.





