اکسیوس: ټرمپ او نتنیاهو هوکړه کړې چې چین ته د ایران د تېلو پر صادراتو فشارونه زیات کړي

اکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په خپله لیدنه کې هوکړه وکړه، چې پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي؛ هغه تمرکز چې د دوو سرچینو په وینا، د دې فشارونو ډېره پاملرنه به چین ته د ایران د تېلو د پلور پر مخنیوي وي.