• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ کې د جماعت اسلامي پر لاریونوالو تاوتریخوالی غندلی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند د پلویانو پر سوله‌ييز لاریون د پولیسو برید او تاوتریخوالی په کلکه غندلی او دا ډول کړنې یې د ډېموکراسۍ پروړاندې تور داغ بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ ښار کې د پولیسو له‌خوا د جماعت اسلامي د پلویانو د لاریون پرمهال د اوښکې بهوونکي ګازو شېندل او تاوتریخوالی د ډېموکراتیکو ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

یادې شورا د پولیسو یاد عمل په سختو ټکو غندلی او وايي، دولتي ادارې باید د سوله‌ییزو لاریونونو پروړاندې دغه ډول عمل ترسره نه‌کړي.

د پاکستان د بشري حقونو شورا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د نننۍ پیښې بې پرې او رڼې پلټنې دې وشي او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه په کلکه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جماعت اسلامي ګوند سلګونو پلویانو نن په کراچۍ ښار کې د سیاسي بې‌عدالتۍ او ایالتي حکومت د فشار پروړاندې لاریون وکړ، خو پولیسو د یاد لاریون د مخنیوي لپاره له ځواک څخه کار اخیستی او ګڼ لاریونوال یې ډبولي او پر وړاندې یې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ د سولې بورډ لومړۍ غونډه کې ګډون کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعار به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د بورډ په لومړۍ رسمي غونډه کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه به په واشنګټن کې ترسره شي.

دا خبره رویټرز د دوو اسراییلي چارواکو په حواله کړې ده.

د رویترز د راپور له‌مخې، تمه ده چې ټرمپ په دې غونډه کې د غزې د بیارغونې لپاره د څو میلیارده ډالرو پلان اعلان کړي او همداراز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اجازې لرونکي نړۍوال ثباتي ځواک د ځای پر ځای کولو جزییات هم وړاندې کړي.

دغه د سولې بورډ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له‌مخې د غزې جګړې د پای ته رسولو د پلان د یوې برخې په توګه جوړ شوی دی. ټاکل شوې د لږ تر لږه ۲۰ هېوادونو پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

راپورونه وايي، چې سیمه‌ییز ځواکونه لکه ترکیه، مصر، سعودي عربستان، قطر او همداراز اندونیزیا د بورډ غړیتوب منلی، خو ځینې لوېدیځ متحدین لا هم محتاط دریځ لري.

ټاکل شوې غونډه به تر ډېره پر غزې متمرکزه وي، چې د دوو کلونو جګړې له امله پراخ زیانونه او ویجاړۍ په‌کې رامنځته شوې دي. اسراییل او د فلسطین وسله‌والې ډلې حماس تېر کال د ټرمپ له پلان سره موافقه کړې وه او اوربند د اکټوبر په میاشت کې نافذ شو، خو له هغه وروسته هم د تاوتریخوالي پېښې شوي دي.

د پلان له‌مخې به په راتلونکو میاشتو کې په غزه کې نړۍوال ثبات ساتونکی ځواک ځای پر ځای شي؛ په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه نور هم شاتګ کوي او له حماس څخه د وسلو اېښودلو غوښتنه کېږي. امریکایي چارواکي وايي، څو هېوادونه چمتو دي چې د دې ځواک لپاره زرګونه سرتېري چمتو کړي.

حماس تر دې دمه د بې‌وسلې کېدو غوښتنه رد کړې او اسراییل ویلي، که چېرې دا ډله په سوله‌ییز ډول بې‌وسلې نه‌شي، نو ښایي یاد اقدام په زور ترسره شي.

چین د ۵۳ افریقایي هېوادونو پر وارداتو تعرفه لغوه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد به د «غوایي میاشتې» له لومړۍ نېټې څخه د هغو ۵۳افریقایي هېوادونو د وارداتو لپاره چې له بیجینګ سره یې دیپلوماتیک اړیکې لري، تعرفه لغوه کړي. تر دې مخکې، چین یوازې د ۳۳څخه د لږو پرمختللو افریقایي هېوادونو لپاره د تعرفې معافیت لرلو.

د دې اقدام موخهد چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي، او تمه ده چې د چین او دې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه تبادله زیاته شي.

راپورونه ښيي چې د چین حکومت د افریقایي هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د ګډو اقتصادي او سوداګریزو تړونونو د مذاکرې او لاسلیک بهیر هم روان ساتلی دی.

د دې پریکړې موخه د افریقایي توکو چین ته د لاسرسي اسانه کول، د صادراتو لګښتونو کمول، او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ښوول شوې ده.

د ناټو سرمنشي: روسیې د اوکراین په جګړه کې درانه زیانونه لیدلي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، چې روسیې د اوکراین په جګړه کې «ډېر درانه او بې‌ساري زیانونه» لیدلي او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې یې شاوخوا ۶۵زره سرتېري له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي روټه، د مونیخ امنیتي کنفرانس په غونډه کې ټینګار وکړ چې ناټو لا هم قوي اتحاد دی او روسیه اوس جُرات نه لري چې پر دې پوځي ائتلاف برید وکړي. هغه زیاته کړه: «که روسیه اوس پر موږ برید وکړي، موږ به په هر ډول جګړه کې بریالي شو، خو باید ډاډ ترلاسه کړو چې په راتلونکو کلونو کې هم همداسې چمتو پاتې شو.»

په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل چې د روسیې پر وړاندې جګړه تر تمې ډېره اوږده شوې او د متحدانو له ملاتړ پرته به د اوکراین مقاومت ناشونی و. د هغه په وینا، د لوېدیځو هېوادونو پوځي مرستې، په ځانګړي ډول پرمختللې وسلې، د اوکراین د دفاع لپاره ډېرې مهمې وې.

هغه زیاته کړه چې د جګړې له پیل راهیسې نږدې څلور کاله تېر شوي، چې دا موده تر هغه ډېر اوږده ده چې مخکې یې اټکل کېده. نوموړي همدارنګه وویل چې که لنډمهاله اوربند ټینګ شي، هېواد یې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتو دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې اصلي عامل وباله او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د دوامدارې سولې لپاره قوي او باور وړ امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري. هغه خبرداری ورکړ چې که روښانه امنیتي تضمینونه موجود نه وي، جګړه ښايي بیا هم تکرار شي.

زلنسکي همدارنګه له متحدانو، په ځانګړي ډول د امریکا له حکومت او کانګرس وغوښتل چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې عادلانه سوله یوازې هغه مهال ممکنه ده چې دواړه لوري په مساوي ډول د سولې خبرو ته ژمن وي.

رویټرز: د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د اوونیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰

رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د د څو اونیو احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. راپور کې ویل شوي چې دا عملیات کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیرو په پرتله ډیرې جدي شخړې رامینځته کړي.

امریکایي چارواکو د موضوع د حساسیت له امله د نوم له ښودلو ډډه کړې. دوی وویل چې دا ځل د عملیاتو پلان ډیر پېچلی دی.

یو چارواکي ویلي، چې د اټومي تاسیساتو سربیره، امریکا به په دې عملیاتو کې په حکومت او امنیتي زیربناوو هم برید وکړي. هغه د اهدافو په اړه نور جزیات ورنکړل.

دوی زیاته کړې، چې امریکا د ایران د ځواب لپاره په بشپړ ډول چمتو ده او دا چې دا عملیات احتمال لري چې متقابل او غچ اخیستونکي بریدونه رامینځته کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په شمالي کارولینا کې په یوه پوځي اډه کې امریکایي سرتیرو ته وویل: «له ایران سره معامله کول به ستونزمن وي.» هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه په ​​ایران کې د رژیم بدلون غواړي، وویل چې داسې ښکاري دا غوره څه دی چې پیښ کېدلی شي.

کارپوهان وايي، چې د ایران په وړاندې په داسې عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو لپاره ګواښونه، چې د توغندیو قوي زېرمه لري ډیر زیات وي. د ایران غچ اخیستونکي بریدونه به د سیمه ییزې شخړې خطر هم زیات کړي.

د متحده ایالاتو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې پنټاګون منځني ختیځ ته یوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ لیږي، چې په زرګونو سرتیري، جنګي جیټ الوتکې، لارښود شوي توغندي ویجاړونکي او نور تهاجمي او دفاعي پوځي تجهیزات سیمه کې زیاتوي.

د چین بهرنیو چارو وزیر: په نړۍ کې دا مهال ۶۰ جګړې روانې دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي، ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۰جګړې روانې دي او ټینګار یې کړی چې دغه شخړې باید د خبرو اترو او سیاسي حل‌لارو له لارې پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال وکړې او ویې ویل چې روانې جګړې د نړۍ پر میلیونونو خلکو ژور اغېز کړی او بشري وضعیت یې ستونزمن کړی دی. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید د شخړو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم لارې ته لومړیتوب ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د تایوان موضوع ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې له چین څخه د تایوان د جلا کولو هر ډول هڅه کولی شي د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د مستقیمې شخړې لامل شي. هغه ټینګار وکړ چې د چین د «سرې کرښې» څخه تېرېدل به د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکو ته ګواښونکی زیان ورسوي.

وانګ یی همدارنګه وویل چې په اوسني نړیوال وضعیت کې تر ټولو غوره سناریو دا ده چې چین او امریکا د سیالۍ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي. د هغه په وینا، بیجینګ د واشنګټن له لوري د درناوي ځینې نښې مثبتې ارزوي او باور لري چې دواړه ځواکمن هېوادونه کولی شي د اختلافاتو په مدیریت سره د نړیوال ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه چې چین نه غواړي د اروپا او چین ترمنځ د «سیستماتیکې سیالۍ» روایت پیاوړی شي، ځکه دا ډول لیدلوری نه یوازې دوه‌اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي، بلکې نړیوال اختلافونه هم زیاتولی شي.