• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې عمران خان له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق‌ فضل چودري ویلي، فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د درملنې په موخه له زندان څخه روغتون ته ولېږدوي.

پاکستانۍ رسنۍ جيونیوز د پارلماني چارو د فدرالي وزیر طارق فضل چودري له قوله راپور ورکړی، چې فدرالي حکومت د عمران خان د درملنې په موخه له اډیاله زندان څخه روغتون ته د هغه د لېږدولو پرېکړه کړې ده، خو نوموړي د دغه لېږد د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.

طارق فضل چودري ویلي، حکومت دغه پرېکړه د عمران خان روغتیايي حالت ته په کتو کړې ده. نوموړي همداراز زیاته کړې، چې له خپلو زامنو سره د عمران خان د خبرو اسانتیا هم برابره شوې ده.

طارق چودري زیاته کړې: «حکومت بشري خواخوږۍ او قانوني غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي؛ دا د حکومت مسوولیت دی چې هر بندي ته د قانون سره سم اسانتیاوې برابرې کړي».

یاد پاکستاني چارواکي ویلي، چې حکومت خپلو مسوولیتونو ته متوجه دی او د تحریک انصاف ګوند باید له بې‌بنسټه تبلیغاتو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د یوې سترګې لید ۸۵ سلنه کم شوی دی. ورسره سم د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه د اندېښنې او روغتون ته د هغه د لېږد په پار د پارلمان مخې ته پرلت وواهه.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

سراج‌الدین حقاني: د سیمې او نړۍ امنیت نېغ په نېغه د افغانستان له امنیت سره تړلی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ د امنیت په معنا دی او ناامني د سیمې او ټولې نړۍ ناامني ګڼل کېږي. هغه له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه وغوښتل چې د افغانستان دغه اهمیت ته په کتو داسې تګلاره غوره کړي، چې له شته «امنیت او ثبات» سره مرسته وکړي.

سراج‌الدین حقاني د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په کابل کې د پولیسو د بنسټیز مسلکي کورس د شپږمې دورې په فراغت غونډه کې وویل، هغه افسران چې د اسلامي عقیدې او مسلکي روزنې په روحیه سمبال وي، کولی شي ولس ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي د امنیت ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي او د نظام د پیاوړتیا په برخو کې د پولیسو رول مهم وباله او ویې ویل، چې د پولیسو مسلکي کېدل د ټول هېواد د ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري.

هغه د هېواد امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، چې نړۍوال او ګاونډي هېوادونه باید له دې بهیر څخه ملاتړ او د دوام په برخه کې یې همکاري وکړي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړه: «موږ په تکرار دا خبره کړې چې د افغانستان امن د سیمې او نړۍ امن دی او نا امني یې د سیمې او ټولې نړۍ نا امني ده. باید زموږ ګاونډیان، سیمه او نړۍوال د افغانستان دغه اهمیت ته په کتو داسې تګلاره او پالیسي غوره کړي، چې په افغانستان کې له شته امن او ثبات سره مرسته وکړي».

حقاني د افغانستان «ثبات» د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ښه فرصت یاد کړ.

هغه همداراز ادعا وکړه، چې دمګړی په افغانستان کې د اختطاف یوه پېښه هم نه‌شته، د نشه‌يي توکو کرکېله صفر ته رسېدلې او په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی.

سراج‌الدین حقاني همداراز وویل: «د همدې مسلکي پولیسو پر مټ په ټول افغانستان کې د اختطاف یوه پېښه هم نه‌لرو، د دې ترڅنګ په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت صفر ته رسېدلی او هېواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی دی».

د امنیت په تړاو د نوموړي دغه ادعاوې په داسې حال کې دي، چې همدا پرون ماښام د ازادۍ جبهې غړو د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

ورته مهال، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد ګڼ شمېر پانګه‌وال او سوداګر د سړي تښتونې پېښو د زیاتېدو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پولیسو بنسټیز مسلکي کورس له شپږمې دورې د کابل په ګډون له یو شمېر ولایتونو څخه ۳۴۰ افسران له دوه میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ شول.

په لوېدیځ زون کې طالب مسوولینو د قاچاقو او نشه‌يي توکو د کر د مخنیوي په تړاو ناسته وکړه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي اسلام‌جار په مشرۍ د لوېدیځو ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانو، د استخباراتو رییسانو، د نظامي محکمو مسوولینو او د لواوو مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د قاچاقو او د نشه‌یي توکو د کر او تولید د مخنیوي په تړاو خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات کې د طالبانو د والي مولانا اسلام‌جار په مشرۍ د بادغیس، غور، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو والیانو، امینه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د نظامي محکمو مسولینو او د لواوو رییسانو نن د شنبې په ورځ په هرات کې د همغږغۍ ناسته کړې او د لوېدیځ زون د ولایتونو عمومي امنیتي، پراختیايي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت، د راستېدونکو کډوالو د اولادونو لپاره د دیني مدرسو جوړولو، د قاچاق د مخنیوي، د نشه‌يي توکو د کر او تولید د مخنیوي او د کډو ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د هرات والي د یادې ناستې پرمهال د لوېدیځ زون د ولایتونو ترمنځ د سیمه‌ييزو او امیتي مسوولینو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی او وايي، چې ټول مسوولین باید د یادې ډلې د مشر هبت‌الله د فرمانونو د پلي کېدو په موخه بشپړه همکاري وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د فراه، نیمروز، غور او بادغیس والیانو او نورو طالب چارواکو د امنیت د ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي، د قاچاق پروړاندې د مبارزې او د راستنېدونکو کډوالو د اولادونو لپاره د مدرسو جوړولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد: د طالبانو «جزایي اصولنامه» د شریعت پر بنسټ جوړه شوې ده

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د دې ډلې جزایي اصولنامه شرعي بنسټ لري او مادې یې د معتبرو فقهي سرچینو پر اساس ترتیب شوې دي.

مجاهد د طالبانو په ولکه کې ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل، که څوک پر دې اصولنامې نیوکه لري، کولای شي خپل نظر وړاندې کړي؛ خو په وینا یې، نیوکه کوونکی باید شریعت مطالعه کړي او موضوعات د «عقل» پر بنسټ وارزوي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د ده په وینا د «بې‌اساسه نیوکو» په اړه اوږدو بحثونو ته داخل نه شي.

د طالبانو جزایي اصولنامه، چې تېره میاشت خپره شوه، د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده توشیح کړې ده. ویل کېږي چې دا سند ۱۰فصلونه او ۱۱۹مادې لري.

د راپورونو له مخې، په دې اصولنامه کې د مخالفانو وژل توجیه شوې، غلامي په رسمیت پېژندل شوې او یوازې د حنفي مذهب پیروان مسلمانان بلل شوي، په داسې حال کې چې د نورو مذهبونو پیروان «بدعت‌ګر» معرفي شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت پر دې اصولنامې نیوکه «جرم» بللې وه.

بشري حقونو بنسټونه وایي، دغه اصولنامه له نړیوالو بشري معیارونو، بنسټیزو ازادیو او د عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې ده او ښايي د خپل‌سرو نیونو او د بیان د ازادۍ د محدودېدو لامل شي.

خو مجاهد وایي چې طالبان له پیله تر اوسه د همدې اصولو پر بنسټ حکومت کړی او له ټاکلي چوکاټه نه دي اوښتي.

منتقدان بیا باور لري چې دا سند ښايي د مخالفانو د ځپلو زمینه لا پیاوړې کړي او د زندان او دورې په څېر وسایلو له لارې پر نیوکه کوونکو فشار زیات کړي.

ملا هبت الله د دفاع وزارت لومړی مرستیال د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله د دغه ډلې د دفاع وزارت لومړی مرستیال محمد فاضل مظلوم، د ټرانسپورت او هوايي چلند د نوي وزیر په توګه وټاکه. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی،چې د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر حمیدالله اخوندزاده به د دفاع د لومړي مرستیال په توګه دنده ترسره کړي.

فضل مظلوم د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو څخه و.

هغه په ​​دې موده کې د شمالي افغانستان په جګړو کې برخه اخیستې وه او د مزار شریف د جګړې په جریان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن و.

د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د طالبانو له سقوط وروسته، فضل مظلوم د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د شمالي ځواکونو لخوا ونیول شو.

100%

هغه تر ۲۰۱۴ کال پورې په ګوانتانامو کې بندي و، کله چې هغه د امریکایي بندیانو په بدل کې خوشې شو او قطر ته ولېږدول شو.

ملا محمد فاضل مظلوم د افغانستان د جنوب د ارزګان ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه خپلې لومړنۍ دیني زده کړې په پاکستان کې ترلاسه کړي خو هیڅ اکاډمیک سند نلري.

د کابل – کندهار پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او یو ماشوم ټپي شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د غزني امینه قومنداني وایي، چې د کابل–کندهار پرلویه لارد یوه باروړونکي موټر او مسافروړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه تنه، چې دوه ښځې او یو ماشوم هم په کې شامل دي، مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه نن (شنبه) د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند سیمې علي‌چمبر کې رامنځته شوې او ټپي شوی ماشوم د پېښې د قربانیانو له جسدونو سره یوځای د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دې ټرافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پر لویو لارو ټرافیکي پېښې ډېری وخت د چټک تګ، بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه مراعات له امله رامنځته کېږي، چې هر کال ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.