• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او بلخ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او غلا په تور نیولي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل په بېلابېلو حوزو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي. دوی په یوې جلا خبرپاڼه کې زیاتوي، چې د بلخ ولایت د حیرتان بندر په ښارګوټي کې یې دوه تنه د موبایل پلورنځي څخه د غلا په تور هم نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د سلواغې پر ۲۵مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په کابل کې د نیول شوي کسانو څخه ۳۰۰۰ نشه يي ټابلېټونه (K) او یو مقدار چرس ترلاسه شوي دي. نیول شوي کسان به د دوسیې له بشپړېدو وروسته اړوندو طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دوی همدراز زیاتوي، چې په بلخ حیرتان ښارګوټي کې نیول شوي کسانو څخه ۳۵ سېټه ځیرک (سمارټ) موبایلونه، ۸ سېټه ساده موبایلونه، ۷ پایې د وای‌فای وسیلې، یو لپ‌ټاپ کمپیوټر او یو شمېر نور اړوند وسایل او توکي ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره که څه هم دوی په افغانستان کې د نشه توکو په کښت، نشه یې توکو خرڅلاو او قاچاق مخنوي خبره کوي؛ خو د دوی د راپورونو پر اساس ورځ په تېریدو د نشه توکو خرڅلاو او قاچاق کېدو راپورونه زیات خپریږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د عامې روغتیا وزارت: د رادیولوژي ملي انستیتیوت هره ورځ تر ۶۰۰ ناروغانو ته معاینات کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د رادیولوژي ملي انستیتیوت هره ورځ شاوخوا ۵۵۰ تر ۶۰۰ ناروغانو ته د طبي معایناتو او تشخیص خدمتونه وړاندې کوي. دا معاینات هغه ازموینې دي چې د ایکس‌رې، الټراساونډ او نورو تصویري وسایلو له لارې د ناروغیو د پېژندلو لپاره ترسره کېږي.

د وزارت په راپور کې راغلي چې د دغه مرکز خدمتونه د خصوصي روغتیايي کلینیکونو په پرتله ارزانه دي، له همدې امله ورته د مراجعینو شمېر لوړ دی.

د یاد وزارت د راډيو لوژۍ ملي انستیتیوت امیر ډاکټر اول خان شفق، ویلي چې په کال کې په منځنۍ توګه له ۶۰ زره تر ۷۰ زره پورې ناروغان دې مرکز ته ورځي.

د هغه په وینا، د الټراساونډ (تلویزیوني معاینې) بیه په خصوصي مرکزونو کې شاوخوا ۳۵۰ افغانۍ ده، خو په دې انستیتیوت کې دغه خدمت په ۳۰ افغانۍ وړاندې کېږي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان، له درې نیم زرو زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳۷۰۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۲۱ کورنۍ چې ۳۳۱۲تنه و، د تورخم له لارې، ۴۴کورنۍ چې ۲۶۸تنه و، د سپین بولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ چې ۴۵تنه و، د ورېښمو پله له لارې، ۹کورنۍ چې ۳۸کسان و، د اسلام‌کلا له لارې او ۸ کورنۍ چې ۴۱تنه و، د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یونسیار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه جبري بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.

طالبان وایي ۴۸ ټنه بې‌کیفیت سمنټ د حیرتان له لارې بېرته ستانه کړي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د هېواد د بازارونو د خوندیتوب او د مصرف کوونکو د حقونو د ساتنې په موخه یې دوه محمولې بې‌کیفیت سمنټ، چې ټول وزن یې ۴۸ټنه و، د حیرتان بندر له لارې بیرته ستانه کړي دي.

د دغه ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په ایکس یې خپره کړې راغلي، دغه سمنټ د بشپړې تخنیکي ارزونې او د کیفیت په دقیق کنترول کې د داخلي معیارونو سره سمون نه درلود او اجازه یې نه لرله چې د هېواد په بازارونو کې وپلورل شي.

ادارې ټینګار کړی چې د ټولو وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنترول پروسه په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روانه ده، او هیڅ ډول نرمي به د بې‌کیفیت توکو د واردېدو په وړاندې ونه شي.

دوی همداراز د سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتنه کړې چې د توکو د واردولو مخکې د داخلي معیارونو رعایت ته جدي پام وکړي.

د ایران سویلي خراسان افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی دهلېز وبلل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د ایران سویلي خراسان ولایت افغانستان ته د وزني صادراتو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی. له دغه ولایت په تېرو لسو میاشتو کې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته صادر شوي.

د ایراني چارواکو په وینا، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې له جنوبي خراسان څخه افغانستان ته ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۴۲۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلي، که څه هم د سویلي خراسان نفوس د ایران یوازې یو سلنه جوړوي، خو افغانستان ته د ایران ډېری وزني صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

بلخوا، د ګمرک چارواکو ویلي چې هره ورځ له دوو تر درې زرو پورې باروړونکي موټر د صادراتو او ترانزیت په بهیر کې تګ راتګ کوي.

چارواکو ټینګار کړی چې د دې بهیر د دوام او پراختیا لپاره د لوژستیکي زیربناوو پیاوړتیا، د ګودامدارۍ ښه مدیریت او د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ همغږي اړینه ده.

ازادۍ جبهه وایي، د بدخشان په بهارک کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د افغانستان ازادۍ جبهې تایید کړه چې د بدخشان ولایت، بهارک ولسوالۍ، د قلاتک سیمې د طالبانو د ۲۱۹ سرحدي لوا په یوې پوستې یې برید ترسره کړی دی. د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې برید کې ۲ تنه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې، برید د جمعې ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې ترسره شوی او د دوی جنګیالیو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

جبهه په دې اړه ټینګار کړی چې دغه عملیات د سیمې د خلکو د امنیت خوندي کولو او د طالبانو د ځپلو په موخه ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د جمعې په ماښام په بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې، د طالبانو په یوه پوځي اډه کې چاودنه شوې، چې د چاودنې وروسته طالبانو دغه پوځي مرکز ته تلونکې لارې تړلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

تر اوسه طالبان چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.