• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روبیو: ټرمپ له خامنه‌يي سره لیدنې ته لېواله دی، خو دا د امتیاز ورکولو په معنا نه ده

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، که علي خامنه‌يي له ټرمپ سره د لیدني غوښتنه وکړي، ټرمپ له هغه سره لېدنې ته چمتو دی. روبیو ویلي، چې دا لیدنه له خامنه‌يي سره د هوکړې یا هغه ته د امتیاز ورکولو په معنا نه ده، بلکې ټرمپ باور لري چې د نړۍ د ستونزو حل په خبرو اترو کې دی.

مارکو روبیو د خپلو خبرو پرمهال په ټینګار سره ویلي، چې تهران به هېڅکله هم د اټومي وسلو د لرلو اجازه ونه لري.

روبیو زیاته کړې: «زه نږدې په ډاډ سره ویلای شم چې که خامنه‌يي سبا وغواړي له ولسمشر ټرمپ سره وګوري، ولسمشر به ورسره وویني؛ خو دا په دې معنا نه ده چې هغه ورسره موافق دی، بلکې له دې امله چې هغه باور لري دا د نړۍ د ستونزو د حل لار ده. ټرمپ له چا سره لیدنه، مقابل لوري ته د امتیاز ورکولو په معنا نه بولي».

روبیو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د مذاکراتو لپاره د ایران پروړاندې د امریکا زغم په ختمېدو دی وویل: «لومړی خو زه فکر کوم چې دا په بشپړه توګه روښانه نه ده چې ایران ته به هېڅکله اجازه ور نه‌کړل شي چې اټومي وسله ولري، ځکه دا نه یوازې د امریکا لپاره، بلکي د اروپا، نړۍوال امنیت او سیمي لپاره یو ستر ګواښ دی».

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: پر ایراني ولس اقتصادي فشارونه د انسانیت پر وړاندې جنایت دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د ملکي وګړو پروړاندې د اقتصادي تروریزم او بشري جنایتونو ښکاره بېلګه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د شنبې په شپه (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي څرګندونې په کلکه وغندلې او ویې ویل، دا ډول څرګندونې د ملکي وګړو پروړاندې د اقتصادي تروریزم او بشري جنایتونو ښکاره بېلګه ده.

نوموړي زیاته کړې: «د سیاسي موخو لپاره پر ملکي وګړو د پراخ درد او کړاو تپل، د ټولو کلاسیکو تعریفونو له‌مخې تروریزم بلل کېږي. یوازې یو مستکبر ذهنیت کولای شي ځان ته دا حق ورکړي چې د نورو هېوادونو د ولسونو په کړاو کې خپله ګټه ولټوي».

بقايي ویلي، د یادې لوړپوړې چارواکې څرګندونې له حقوقي پلوه د امریکا د هغو سیستماتیکو پالیسیو ثبوت ګڼل کېږي، چې د ملتونو پروړاندې یې کاروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه غبرګون په داسې حال کې ښودلی، چې د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ غړې نانسي پلوسي په خپلو څرګندونو کې د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ایران اقتصاد په بشپړه توګه فلج کړي.

نوموړې ویلي، امریکا باید پر ایران د فشارونو کچه دومره لوړه کړي چې ان په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې هم عادي ایرانیان د دغه اقتصادي فشار درد او اغېزې احساس کړي.

له وخت مخکې د نجونو ودېدل؛ ملګرو ملتونو ویلي چې په هرو ۳ ثانیو کې یوه نجلۍ ودېږي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، په ټوله نړۍ کې په هرو ۳ ثانیو کې یوه نجلۍ ودېږي او په هرو پنځو نجونو کې یوه یې له ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې ودېږي. دغه سازمان له ۱۸ کلنۍ څخه په کم عمر کې واده له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ۱۸ کلنۍ څخه په کم عمر کې د نجونو پر ودېدو اندېښنه ښودلې او په وینا یې، سره له دې چې نږدې ټول هېوادونه د ماشومانو ودونو د ختمولو ژمنې لري، خو لا هم شاوخوا ۱۹ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ او همداراز نږدې ۴ سلنه نجونې له ۱۵ کلنۍ څخه مخکې ودېږي.

د اعلامیې له‌مخې، دمګړی په نړۍ کې شاوخوا ۶۴۰ میلیونه نجونې او ښځې چې ژوندۍ دي له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

ملګري ملتونه وايي: «هر کال نږدې ۱۲ میلیونه تنکۍ نجونې له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې ودېږي. په هرو درې ثانیو کې په نړۍ کې یوه تنکۍ نجلۍ واده کوي».

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې له ۱۸ کلنۍ مخکې د نجونو ودونه د نجونو ژوند او روغتیا ګواښي او د هغوی راتلونکي فرصتونه محدودوي.

اعلامیه کاږي: «هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، په همدې کم عمره کې ډېری وخت امیندواره کېږي، چې د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطرناکو ستونزو احتمال زیاتوي، حال دا چې د زېږون ستونزې د تنکیو نجونو د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي».

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدل او د بې‌وزلۍ د زیاتېدو له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف ډېر لوړ شوی دی. یادې ادارې زیاته کړې، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د جبري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د امېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي او په وینا یې، دغه لړۍ د وړو نجونو د امېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

د یادې ادارې د اټکل له‌مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو د امېندوارۍ کچه ۴۵سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

د یونېسف د اټکل له‌مخې، د افغان نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ کې د جماعت اسلامي پر لاریونوالو تاوتریخوالی غندلی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند د پلویانو پر سوله‌ييز لاریون د پولیسو برید او تاوتریخوالی په کلکه غندلی او دا ډول کړنې یې د ډېموکراسۍ پروړاندې تور داغ بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا په کراچۍ ښار کې د پولیسو له‌خوا د جماعت اسلامي د پلویانو د لاریون پرمهال د اوښکې بهوونکي ګازو شېندل او تاوتریخوالی د ډېموکراتیکو ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

یادې شورا د پولیسو یاد عمل په سختو ټکو غندلی او وايي، دولتي ادارې باید د سوله‌ییزو لاریونونو پروړاندې دغه ډول عمل ترسره نه‌کړي.

د پاکستان د بشري حقونو شورا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د نننۍ پیښې بې پرې او رڼې پلټنې دې وشي او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه په کلکه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جماعت اسلامي ګوند سلګونو پلویانو نن په کراچۍ ښار کې د سیاسي بې‌عدالتۍ او ایالتي حکومت د فشار پروړاندې لاریون وکړ، خو پولیسو د یاد لاریون د مخنیوي لپاره له ځواک څخه کار اخیستی او ګڼ لاریونوال یې ډبولي او پر وړاندې یې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ د سولې بورډ لومړۍ غونډه کې ګډون کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعار به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د بورډ په لومړۍ رسمي غونډه کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه به په واشنګټن کې ترسره شي.

دا خبره رویټرز د دوو اسراییلي چارواکو په حواله کړې ده.

د رویترز د راپور له‌مخې، تمه ده چې ټرمپ په دې غونډه کې د غزې د بیارغونې لپاره د څو میلیارده ډالرو پلان اعلان کړي او همداراز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اجازې لرونکي نړۍوال ثباتي ځواک د ځای پر ځای کولو جزییات هم وړاندې کړي.

دغه د سولې بورډ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له‌مخې د غزې جګړې د پای ته رسولو د پلان د یوې برخې په توګه جوړ شوی دی. ټاکل شوې د لږ تر لږه ۲۰ هېوادونو پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

راپورونه وايي، چې سیمه‌ییز ځواکونه لکه ترکیه، مصر، سعودي عربستان، قطر او همداراز اندونیزیا د بورډ غړیتوب منلی، خو ځینې لوېدیځ متحدین لا هم محتاط دریځ لري.

ټاکل شوې غونډه به تر ډېره پر غزې متمرکزه وي، چې د دوو کلونو جګړې له امله پراخ زیانونه او ویجاړۍ په‌کې رامنځته شوې دي. اسراییل او د فلسطین وسله‌والې ډلې حماس تېر کال د ټرمپ له پلان سره موافقه کړې وه او اوربند د اکټوبر په میاشت کې نافذ شو، خو له هغه وروسته هم د تاوتریخوالي پېښې شوي دي.

د پلان له‌مخې به په راتلونکو میاشتو کې په غزه کې نړۍوال ثبات ساتونکی ځواک ځای پر ځای شي؛ په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه نور هم شاتګ کوي او له حماس څخه د وسلو اېښودلو غوښتنه کېږي. امریکایي چارواکي وايي، څو هېوادونه چمتو دي چې د دې ځواک لپاره زرګونه سرتېري چمتو کړي.

حماس تر دې دمه د بې‌وسلې کېدو غوښتنه رد کړې او اسراییل ویلي، که چېرې دا ډله په سوله‌ییز ډول بې‌وسلې نه‌شي، نو ښایي یاد اقدام په زور ترسره شي.

چین د ۵۳ افریقایي هېوادونو پر وارداتو تعرفه لغوه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد به د «غوایي میاشتې» له لومړۍ نېټې څخه د هغو ۵۳افریقایي هېوادونو د وارداتو لپاره چې له بیجینګ سره یې دیپلوماتیک اړیکې لري، تعرفه لغوه کړي. تر دې مخکې، چین یوازې د ۳۳څخه د لږو پرمختللو افریقایي هېوادونو لپاره د تعرفې معافیت لرلو.

د دې اقدام موخهد چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي، او تمه ده چې د چین او دې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه تبادله زیاته شي.

راپورونه ښيي چې د چین حکومت د افریقایي هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د ګډو اقتصادي او سوداګریزو تړونونو د مذاکرې او لاسلیک بهیر هم روان ساتلی دی.

د دې پریکړې موخه د افریقایي توکو چین ته د لاسرسي اسانه کول، د صادراتو لګښتونو کمول، او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ښوول شوې ده.