• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران والي: د بې‌اسنادو افغان زده‌کوونکو په ایستلو سره د دولت لګښتونه کم شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي چې په تېر یو کال کې د استوګنې له اسنادو پرته د یو شمېر افغان کډوالو په ایستلو سره په تهران کې ۳۲۰۰ درسي ټولګي «ازاد» شوي دي. نوموړي ویلي چې په تهران کې ۲۲۰ زره افغان زده‌کوونکي بې اسناده وو او د عملي شویو تګلارو له مخې ۶۰ سلنه یې ایستل شوي دي.

د تهران والي معتمدیان زیاتوي چې د دوی په ایستلو سره د دولت لګښتونه هم راکم شوي دي.

د تهران والي ویلي: «هر زده‌کوونکی د دولت لپاره ټاکلي لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ټولګي اداره کوئ، د اوبو، برېښنا، ګاز، د ښوونځیو د روانو مصارفو او د ښوونکو د معاشونو لګښتونه ټول پر دولتي بودجې تحمیل کېږي.»

د نوموړي د وړاندې کړو شمېرو له مخې، یوازې له تهران ولایته تر ۵۳۰ زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال ایستل شوي چې له دې سره د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.

محمدصادق معتمدیان ویلي چې تهران باید د بې‌اسنادو افغان کډوالو کوربه نه وي. هغه زیاته کړې: «زموږ له ۱۵ګاونډیو هېوادونو هېڅ یو هم چمتو نه دی چې دومره شمېر ناقانونه بهرني وګړي په خپله پلازمېنه کې ومني.»

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۲ میلیونه افغانان بیړني سرپناه او لومړنیو توکو ته اړتیا لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو ادارې (یون‌هبیټاټ) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴ اعشاریه ۲ میلیونه کسان په هېواد کې بیړني سرپناه او غیرخوراکي لومړنیو توکو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپل تازه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی چې مناسبه سرپناه د یو باثباته راتلونکي لومړنی ګام دی او د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.

ادارې خبرداری ورکړی چې د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي دوام کولی شي د زیان‌منو کورنیو ژوند لا پسې له ګواښ او بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او بشري فشارونو سره مخ دی، او میلیونونه کسان د اساسي خدماتو او خوندي استوګن‌ځای له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

طالبان وایي سږ کال څه باندې ۵۰۰زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د روان کال له پیله راهیسې ۵۱۷زره کورني او بهرني سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمیر د تیر کال پرتله دوه نیم برابره زیاتوالی ښي.

سږ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی و، چې په دغه میاشت کې د هوايي ډګرونو او د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته د ښځینه و په ګډون ۲۳۳۷ بهرني سېلانیانو تګ راتګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې پر ښځو پراخ بندیزونه لکولي چې له مخې یې ښځې په عامه ځایونو پارکونو، تاریخي ځایونه ته له تګ راتګ او له محرم پرته له سفر منع دي.

فضلي: له شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د «سیاسي عدم انسجام» له امله زیانمن شو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو او د «ملي نجات» ورځې په مناسبت ویلي چې له دې تاریخي ورځې وروسته د هېواد برم، ثبات او حکومتولۍ ته ژور زیانونه اوښتي دي.

نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «نن د دلوې ۲۶مه، افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو او په افغانستان کې د ملي نجات ورځ ده.» خو هغه ټینګار کړی چې له دې ورځې وروسته د «استعمار او د هغوی د شاتګپالو متحدینو د کرغېړنو ګامونو» او همدارنګه د «ملتپالو افغانانو د سیاسي عدم انسجام» له امله د هېواد سیاست، تاریخ، هویت، فرهنګ، ټولنیز جوړښت او حکومتولۍ ته جدي زیانونه واوښتل.

یاده دې وي چې، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې ۲۶مه (۱۵ فبروري ۱۹۸۹) هغه ورځ ده چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی عسکر له افغانستانه ووت او نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده. دغه جګړه چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي ځواکونو له یرغل سره پیل شوې وه، میلیونونه افغانان یې کډوال کړل او لکونه کسان پکې ووژل شول.

له شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، که څه هم د هغه وخت حکومت څو کاله نور هم پاتې شو، خو د کورنیو سیاسي اختلافونو او وسله‌والو شخړو له امله هېواد ژر د کورنۍ جګړې پر لور ولاړ. د ۱۹۹۰مې لسیزې سیاسي بې‌ثباتي، د ډلو ټپلو ترمنځ جګړې او وروسته د طالبانو واکمنۍ، د افغانستان پر سیاسي جوړښت، ټولنیز ثبات او اقتصادي وضعیت ژور اغېز وکړ.

همدا لامل دی چې د دلوې ۲۶مه د ځینو لورو له خوا د «ملي نجات» په توګه نمانځل کېږي، خو په عین حال کې د جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ د یوې نوې مرحلې د پیل په توګه هم ارزول کېږي.

یونسف: د زلزلې، وچکالۍ او کډوالو ستنېدو له امله په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسف) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې، په دولسو ولایتونو کې پرله‌پسې وچکالۍ، او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې، بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې کړې او پر بنسټیزو عامه خدماتو یې فشار ډېر کړی دی.

یونسف په خپل تازه د بشري وضعیت په راپور کې ویلي، یونسف د تېرې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۲۰ اعشاریه اته میلیونه کسانو ته، چې نږدې ۱۱ میلیونه یې ماشومان دي، د مدغم بشري پروګرامونو له لارې لاسرسی برابر کړی دی.

په دغو خدماتو کې تر شلو میلیونو زیاتو خلکو ته اساسي روغتیايي خدمتونه، د څه باندې ۰ اعشاریه ۴ میلیونه له زده کړو بې‌برخې ماشومانو ته د ټولنیزو زده کړو د ۱۴ زره ټولګیو له لارې د تعلیم زمینه (چې ۶۵ سلنه یې نجونې دي)، او تر دوو اعشاریه یو میلیونو زیاتو کسانو ته د پاکو او خوندي اوبو برابرول شامل دي.

د یونسف په راپور کې راغلي، همدارنګه، نږدې ۰ اعشاریه ۶ میلیونه شدید خوارځواکه ماشومان د ژوند ژغورونکي درملنې تر پوښښ لاندې راغلي، او شاوخوا ۰ اعشاریه ۹۴ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې د تغذیې ملاتړ ترلاسه کړی دی.

یونسف زیاته کړې چې تر دوو اعشاریه دوو میلیونو زیاتو ماشومانو او د هغوی سرپرستانو ته د ټولنې او رسنیو له لارې رواني او ټولنیز ملاتړ هم برابر شوی دی.

خو دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړي ډول د اوبو، حفظ‌الصحې او تغذیې په برخو کې د بودجې کمښت د خدماتو د ځنډ او د حیاتي توکو د اکمالاتي لړۍ د ګډوډېدو خطر زیات کړی دی.

یونسف ټینګار کوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، د میلیونونو ماشومانو او کورنیو لپاره به اساسي خدمات له جدي ننګونو سره مخ شي.

طالبان: په تیرو سلو کلونو کې مو درې ځله افغانستان له اشغاله ایستلی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۰

طالبانو د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبتویلي چې افغانانو په تیرو څه باندې سلو کلونو کې درې ځلې افغانستان له بهرني اشغاله ایستلیاو دا یې الهی نصرت یاد کړی دی.

د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ، هجرتونه او ستونزې د دې لامل شوې چې د هغه وخت ستر ځواک مات او له افغانستان نه وتلو ته اړ کړي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې دا هم ویلي چې «بهرني یرغلګر باید د تاریخ له پېښو عبرت واخلي او د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ پر ضد ګام پورته نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې له روسیې سره ښې او تودې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد چې دوی یې په رسمیت وپیژندل هم روسیه وه.

بلخوا، د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان پکې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړیوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.

هغه همداراز وویل، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا د کابل د حکومت په غوښتنه وو او هېڅ تجاوز نه و شوی. د هغه په وینا، دا نظریه چې دغه جګړه د جهاد په نوم وه، یوازې د امریکایانو روایت دی.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه جګړې د اسلام یا دین د مینې له امله نه وې، بلکې د هغه وخت دیکتاتورانو جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف د یوه ستر ځواک تایید او مشروعیت ته اړتیا درلوده.