• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تایید کړه چې په ارزګان کې د یوه پخواني افسر قبر ړنګ او له جسد سره یې ناسم چلند شوی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۰

په ارزګان کې د پولیسو د یوه پخواني افسر صدیق‌الله د قبر د ویجاړېدو او له جسد سره یې د ناسم چلند په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو له خبر وروسته د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یاد خبر له تاییدۍ سربېره په دې تړاو د څېړنو له پیله خبر ورکړ.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو نن (یکشنبه د سلواغې ۲۶مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې په ارزګان کې د جمهوري نظام پر مهال د پولیسو افسر صدیق‌الله قبر ویجاړ شوی او جسد یې را اېستل شوی دی.

د یوې کورنۍ ادعا: طالبانو په ارزګان کې د پولیسو د یوه پخواني افسر قبر ړنګ کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې د پولیسو د یاد پخواني افسر قبر تخریب شوی او لحد یې معلومیږي، چې جسد ورڅخه اېستل شوی دی.

د صدیق‌الله ویجاړ شوی قبر
100%
د صدیق‌الله ویجاړ شوی قبر

د یاد افسر یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، «نه یوازې دا چې جسد یې را اېستل شوی بلکې ځینو اندامونه ته یې زیان هم اړولی دی».

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د خبر له خپرېدو ۸ ساعته وروسته د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یاد خبر له تاییدۍ سربېره په تړاو یې د څېړنو له پیله خبر ورکړی دی.

د دغې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وايي، دغه پېښه تېره شپه د ارزګان د مرکز ترینکوټ بازار اړوند د شهیدانو هدیره کي رامنځته شوې او په وینا یې: «د تېرې ادارې د صدیق‌الله نومي یو نظامي کس مقبره لوڅه شوې او د نوموړي د جسد له پاتې شونو سره غیر انساني او غیر اسلامي عمل شوی دی».

بلال ارزګاني د یادې پېښې د لامل او عامل د موندنې لپاره د څېړنو له پیله خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «د پیښي له رامنځته کېدو سره سم پولیسو سیمې ته ځانونه رسولي او تحقیقات یې پیل کړي دي، تر څو د دې پېښې لامل او عامل پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي».

نوموړي په دې پېښه کې د طالبانو ښکېلتیا رد کړې او ویلي یې دي: «په ارزګان ولایت کې تر دغه صدیق‌الله نومي کس د تېر جمهوریت د مهمو کسانو مقبرې شته هېڅوک نه‌ورته ضرر رسولای شي او نه موږ چاته اجازه ورکوو».

د یادونې وړ ده، چې صدیق‌الله د طالبانو له لوري په ۲۰۲۱ کال کې د کندهار په مرکز کې ترور شوی او یو ورور یې د تېر جمهوریت پرمهال د شهره او د ډنډ ولسوالۍ امنیه قوماندان وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د سولې او عدالت خوځښت ځینې غړي د خپلمنځي اختلافونو له امله له دغه خوځښت څخه بېل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تایید کړې، چې په دغه خوځښت کې د سیاسي تګلارې پر سر اختلاف رامنځته شوی او یو شمېر غړو یې خپله لاره ترې بېله کړې ده.

د حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه خوځښت یو شمېر غړو د حرکت د منشور خلاف د بنسټ اېښودونکو د پرېکنده اکثریت له پرېکړې سره مخالفت کړی او له یاد خوځښت څخه جلا شوې دي.

د سولې او عدالت ملي خوځښت ویلي، دوی باور لري چې د افغانستان کړکېچ د یوې داسې سیاسي هوکړې له لارې د حل وړ دی، چې پایله یې د یوه مشروع نظام رامنځته کېدل او د بشري حقونو خوندیتوب وي. دغه خوځښت زیاته کړې، چې د مشرتابه اکثریت غړو یې له نورو مطرحو سیاسي او مدني بهیرونو سره د ګډ کار هوډ درلود، خو یو شمېر غړو یې له دغې "ملي همغږۍ" سره د مخالفت له امله خپله لاره بېله کړه.

په اعلامیه کې د یاد خوځښت د جلا شویو غړو د نومونو یادونه نه ده شوې.

د دغه خوځښت په اعلامیه کې راغلي: «د منشور د موخو لپاره بیا ځلې له ټولو غړو رایه واخیستل شوه، چې په پایله کې ۸۰ سلنه بنسټګرو او غړو په رایه اچونه کې ګډون وکړ؛ له دې جملې ۸۸ سلنه ګډونوالو د خوځښت د دوام او د ملي همغږۍ سیاسي پروګرام ته مثبته رایه ورکړه. یوازې ۸ سلنه (۱۲ تنو) رایې ورکوونکو د خوځښت له دوام او ملي همغږۍ سره په مخالفت کې رایه ورکړه او خپله جلا لاره یې جلا کړه. د رهبرۍ شورا له ۱۷ غړو څخه هم یوازې ۵ غړي په مخالفه ډله کې وو.

د افغانستان د سولې او عدالت خوځښت د خپلو ځینو متحدینو له جلا کېدو وروسته ویلي، چې د افغانستان د بحرانونو د سیاسي حل او له نورو مطرحو سیاسي او مدني ځواکونو سره د همغږۍ په لاره کې به خپلې هڅې دوه برابره کړي او د ملي ګټو د ساتلو په موخه به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي. دوی همدارنګه پر طالبانو غړ کړی، چې د نړۍوالې ټولنې او افغانانو غوښتونو ته غاړه کېږي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یو‌شمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکېني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب جوړ شوی و.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري: د سند له زندان څخه ۱۰۵ تنه افغانان خوشې شول

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۰

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۰۵ تنه هغه افغانان چې د سند ایالت په زندان کې بندیان وو، خوشې او افغانستان ته ولېږدول.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې یې د دوو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون ۱۰۵ تنه افغان کډوال د کراچۍ د ډیپورټ توقیف ځای څخه خوشې او سپین بولدک ـ چمن له لارې یې هېواد ته ولېږدول.

د طالبانو کونسلګرۍ ویلي، چې یاد افغانان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د سند ـ بلوچستان د توقیف په مرکز کې بندیان وو.

دغه افغان بندیان پر داسې مهال د سند له زندان څخه راخوشې شوي، چې په پاکستان کې د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په زور د افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل شوی او تر دې مهاله سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

قزاقستان به سبا د افغانستان په تړاو د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه وي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۰

ټاکل شوې سبا (دوشنبه د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان په تړاو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ځانګړو استازو د تماس ډلې له لوري یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړه شي. لا تر اوسه روښانه نه‌ده، چې دغې غونډې ته طالب استازي هم بلل شوي او که نه؟

د راپورونو له‌مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت او همداراز له طالبانو سره د سیمه‌ییزو همکاریو په تړاو خبرې وشي.

طالبانو لا تر اوسه د دغې جوړېدونکې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او دا هم روښانه نه‌ده، چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې او که څنګه؟

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې وې.

ازبکستان او قزاقستان وايي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال مهمه کړۍ ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دواړو لورو ټینګار کړی وو، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده او په دې برخه کې د منظم او دوامدار ډیالوګ دوام ته اړتیا ده.

طالبان وايي چې د بدخشان د سرو زرو مینځلو په پروژو کې نږدې ۱۰۰ زره کسان په کار بوخت دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې ۱۰۰ زره کسان د سرو زرو مینځلو او د کان کېندنو په پروژو کې په کار بوخت دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بدخشان په شهربزرګ، یاوان کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرو مینځلو او د کانونو د استخراج اړوند پروژو کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم او غېرمستقیم د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد وزارت ویلي، چې د زرو مینځلو فعالیت خلکو ته د کار د زمیني برابرولو ترڅنګ د سیمي اقتصادي وضعیت کې هم د پام وړ مثبت بدلون راوستی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «ډېری ځايي اوسېددونکي چې پخوا له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونززو سره مخ وو، اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځیني عواید ترلاسه کوي».

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په بدخشان ولایت کې د کانونو د استخراج ترڅنګ د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو چارې هم دوام لري چې د سیمې د پرمختګ ترڅنګ په‌کې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

که څه هم د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د کاني زېرمو قانوني استخراج او رڼه اداره خپل لومړیتوب بولي، خو یو شمېر منتقدین بیا ادعا کوي چې دغه ډله په بېلابېلو ولایتونو کې په غېرمسلکي ډول کېندنې کوي او په یاده برخه کې طالبان په پراخ فساد هم تورنوي.

په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت د "څلور فصل" نړۍوال مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۰

په هرات کې د "څلور فصل" په نوم د مېوو، سبزیجاتو او خوراکي توکو د یوه نړۍوال مارکېټ د جوړولو چارې د یکشنبې په ورځ پیل شوې. پر دغې پروژې شاوخوا ۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او په شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ستر نړۍوال بازار به پر ۶۵ جریبه ځمکه کې د ۵ میلیونه ډالرو په لګښټ په څلور پړاوونو کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخې، په دې ستر بازار کې به ۶۰۰ هټۍ او همداراز په ۲۵ جریبه ځمکه کې د ۲۰ زره ټُنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې په ظرفیت سړې خونې جوړې شي.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي، کرنه د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې له اساسي برخو وبلله او ویې ویل، د دې ستر میدان‌بار په جوړېدو سره به د کروندګرو سوداګرو او هټۍوالو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

هغه همداراز له بزګرانو وغوښتل: «د کرنې له متخصصینو سره په مشورې پرمختللو، اقتصاد محوره او کم‌اوبو کښتونو ته مخه کړئ، څو په هرات کې کرنه میکانیزه او عصري شي».

له دې سره سم، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال هم د دې میدان‌بار جوړول د سبزیجاتو او تازه مېوو د پروسس او عرضې لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې یاد وزارت هڅه کوي چې د کروندګرو او مالدارانو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د هرات ولایت په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغه نړۍوال بازار د جوړېدو بودیجه څوک او یا هم کوم بنسټ ورکوي، څه نه‌دي ویلي.