د برېتانیا پولیسو ویلي، چې عبدالحلیم خان د ختیځ لندن په یوه جومات کې امام و او له خپل مذهبي نفوذ څخه په استفادې یې پر اوو ښځو جنسي تېری کړی دی، چې د دغو قربانیانو له ډلې درې یې د پېښې پر مهال تنکۍ نجونې وې.
د پولیسو د معلوماتو لهمخې، ټولې اووه واړه ښځې مسلمانې وې او یاد امام دوی اړې کړې وې چې په پټو ځایونو کې ورسره وګوري او هغوی ته یې ویلي وو، چې د خپل "جادويي ځواک" له لارې کولای شي هغوی له بدو پېښو څخه وساتي.
د څارنوالۍ د معلوماتو لهمخې، دغه امام خپلې قربانیانې داسې ډارولې وې چې ګواکې هغه «جادویي ځواک» لري او که د ده خبره ونه مني، له بدې پیښې سره به مخ شي.
- څارنوالۍ ویلي، چې قربانیان د یاد امام د تور جادو له لارې د زیان رسولو له ډاره ان جرئت نه درلود، چې د دې کړنې په اړه خپلو کورنیو یا ملګرو سره معلومات شریک کړي.
د جومات د امام یادې کړنې د ۲۰۱۸ کال په فبروۍ میاشت کې وروسته له هغه ښکاره شوې، چې د جنسي تېري تر ټولو کوچنۍ قرباني خپله کیسه له خپل یوه ښوونکي سره شریکه کړه او وروسته د میټروپولیټین پولیسو په دې اړه له ۵۰ کسانو څخه پوښتنې ګروېږنې وکړې.
یاد امام د جمعې په ورځ په محکمه کې د جنسي تېري په ۹ قضیو، د جنسي ځورنې په ۴ قضیو، د تنکیو نجونو د جنسي ځورنې په ۲ قضیو، پر ماشومانو د جنسي تېري په ۵ قضیو او د جنسي ځورونې په یوه بله قضیه کې محکوم شوی.
د جومات پر امام د حکم له صادرېدو وروسته یوې قرباني وویل: «هغه ځورونه مې چې په ماشومتوب کې ګاللی، زما پر ژوند یې ژوره او تلپاتې اغېزه کړې ده».
محکمې ویلي، چې عبدالحلیم خان به د ۲۰۲۶ کال تر مې میاشتې پورې چې د سزا وروستی حکم یې صادرېږي په زندان کې پاتې شي.
د عبدالحلیم خان د دوسیې د پلټنې مسوولې سارا یمز ویلي: «هغه اووه ښځې چې را وړاندې شوې، فوق العاده زړورتیا یې وښودله او هیله لرم چې د نورو قربانیانو لپاره الهام بښونکی وي. کهڅه هم هېڅ څه شی به دغو ښخو ته اوښتی زیان جبران نهکړي، خو هیله لرو چې د پرونۍ محکومیت پرېکړه به لږ تر لږه دوی ته تسلي ورکړي».
پر همدغه مهال، څارنوالې ملیسا ګارنر ویلي چې هر هغه څوک چې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي سره مخ شوې وي، خپلې پیښې دې له پولیسو سره شریکې کړې.