• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: ببین تفاوت را از کجا تا به کجا! « خپل دفاع وزیر د نورو له دفاع وزیر سره پرتله کړئ»

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند د خپلې ډلې ددفاع وزیر مولوي یعقوب څرګندونې پر اېکس خپرې کړې او لیکلي یې دي، «ببین تفاوت را از کجا تا به کجا! خپل دفاع وزیر د نورو له دفاع وزیر سره پرتله کړئ». هغه د پاکستان ددفاع وزیر له نوم یادونې پرته لیکلي، «بیا ووایئ چې څوک سنحیده، شمیرلې او معقولې خبرې کوي».

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وخت ناوخته پر طالبانو نیوکې کوي او په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې خبرداری ورکړی و، چې له روژې وړاندې به په اسلام اباد کې د شیعه وو پر جومات د برید په غبرګون کې برید وکړي.

د طالبانو ګڼو مشرانو د یکشنبې په ورځ، د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت غونډه کې په غیر مستقیم ډول پاکستان ته اشاره درلوده، چې سترګې دې د دوی پر لور نه ور برګوي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰
100%

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.

د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.

اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

پوتین په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو د ماموریت پای د ملي ګټو دفاع وبلله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د جنګي ماموریتونو د بشپړیدو د ۳۷ کلیزې په مناسبت یوې رسمي غونډې ته مبارکي لېږلې ده. پوتین په خپل پېغام کې د خپلو ځواکونه ماموریت ستایلی او د یاد ماموریت بشپړیدل یې د تاریخ مهمه برخه بللې ده.

کرملین ماڼۍ د روسیې ولسمشر لیکلی پېغام خپور کړی دی.

پوتین په پېغام کې لیکلي:«د ۱۹۸۹ کابل فبروري ۱۵مه، زموږ د پلرني ټاټوبي په پوځي تاریخ کې یوه مهمه او نه هېرېدونکې نیټه ده، موږ په خپلو سرتیرو او افسرانو او همدارنګه ملکي متخصصینو ویاړو چې خپله دنده یې په عزت ترسره کړه.»

پوتین د خپلو ځواکونو په اړه ویلي، چې د مورني ټاټوبي د ملي ګټو په دفاع کې، دوی په وقار سره سختې ازموینې زغملې، انعطاف او زړورتیا، شفقت، رحم او شرافت یې ښودلی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي، «دا مهمه ده چې د دې کلونو په اوږدو کې تاسې د نظامي ورورګلوۍ دودونه په دقت سره ساتلي دي، د خپلو ملګرو سرتیرو او د هغوی کورنیو ملاتړ مو کړی دی».

که څه هم روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې خو دې ډلې په کابل کې د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې دا ورځ د هېواد ازادي وبلله.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

په دغو ولایتونو کې کابل، پروان، بامیان، دایکندي، میدان وردگ، لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، ارزگان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل او فاریاب شامل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د سلواغې په ۲۶او ۲۷مه، اټکل کېږي، چې په یادو ولایتونو کې به د باران کچه له ۵ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي، او په مختلفو سیمو کې به د واورې زیاتوالی له ۵ څخه تر ۳۰ سانتي پورې وي.

د سیمو له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې د سیندونو پر غاړو او سېلاب‌ځپلو سیمو کې ژوند کوي، غوښتل شوي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او له ګواښمنو سیمو ځانونه لرې وساتي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې په وروستیو اونیو کې درنو ورښتونو او واورو په یو شمېر ولایتونو کې درانه مالي زیانونه او مرګ‌ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشتې په لومړیو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۶۱کسان مړه او ۱۱۰نور ټپیان شوي وو.

سلام حنفي پر طالبانو غږ کړی چې له تکبر، غرور او هر ډول تعصب ځانونه وساتي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له طالب چارواکو غوښتي چې له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او له عامو خلکو سره په تواضع چلند وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي.

حنفي، دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې د ازادۍ ارزښت باید وپېژندل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي او له هېوادوالو سره په اسلامي اخلاقو او تواضع چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې چارواکي باید له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او تر خپلې وسې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

حنفي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د دې ډلې له چارواکو او مسوولينو سره همکاري وکړي او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

حنفي، په داسې حال کې له طالب چارواکو غواړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، چې دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو بنستیز حقونه تر پښو لاندې کړي، له مېرمنو او نجونو یې د زده کړو او کار کولو حق اخیستې، پر رسنیو یې محدودیتونه لګولي، هره ورځ په عام محضر کې سزاوې عملي کوي او حتا په افغانستان کې هېڅوک دا حق نه لري چې خپل ویښتان هم په خپله خوښه جوړ کړي.

د سره صلیب نړېواله کمېټه: تېر کال مو ۲۱۸ زره افغانانو ته د فزیکي بیارغونې خدمات کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
100%

د سره صلیب نړېواله کمېټه (ای سي ار سي) وایي چې په ۲۰۲۵کال کې یې په ټول افغانستان کې د فزیکي بیارغونې د اوو مرکزونو په مټ له ۲۱۸زره ډېرو معلولو کسانو سره د رغېدو او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې په وینا، یادو مرکزونو کې د مصنوعي غړو جوړول او لګول، فزیوتراپي او د بیارغونې نور روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

سره صلیب ټینګار کړی، چې د دغو خدماتو له لارې زرګونه کسان توانېدلي چې خپل ورځني ژوند ته بېرته ستانه شي او په ټولنیز ژوند کې فعاله ونډه واخلي.

یادې کمېټې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړو او ناامنیو له امله لا هم د فزیکي بیارغونې خدمتونو ته اړتیا لوړه ده او هڅه کوي دا ملاتړ دوامدار وساتي.

دې ادارې په خپل یو بل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې د سرې میاشتې ټولنې په همکارې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې دوو میلیونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

سره صلیب زیاته کړې چې د دغه فدراسیون تر ملاتړ لاندې ۱۲۸ روغتیايي مرکزونه تمویل شوي او خپل فعالیتونه یې هم پراخ کړي دي.

دغه بنسټ څرګنده کړې چې ۶۰ سلنه هغه کسان چې روغتیايي خدمتونه یې ترلاسه کړي، ښځې او نجونې وې.

د دغه بنسټ په وینا، په تېر یوه کال کې ۱۳ زره کسانو رواني او ټولنیز خدمتونه ترلاسه کړي چې ۸۳ سلنه یې ښځې دي.