• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په کابل کې یې پر نږدې ۵۰۰ اړمنو یتیمانو او کونډو مرستې وېشلې دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، چې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ یې په کابل ولایت کې پر ۴۵۰ مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشلي دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور مواد شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم له طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه کسان د خوراکي توکو او خوندي استوګنځایونو په څېر له اساسي خدماتو بې‌برخې دي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

مطیع‌الحق خالص: صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات شي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رييس مطیع‌الحق خالص د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له یو شمېر کارخونو د څارنې په ترڅ کې ویلي، صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات او معیارونه تطبیق شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیع‌الحق خالص د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د هرات د صنعتي ښارګوټي د یو شمېر کارخونو د څارنې په ترڅ کې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د صنعتکارانو پانګونې وستایلې او هغوی یې د هېواد بنسټيزې پانګې وبللې. هغه له کارخونو لرونکو وغوښتل، چې په خپلو فعالیتونو کې په جدي ډول چاپېریالي قوانین او مقرار رعایت کړي.

مطیع‌الحق خالص زیاته کړه: «صنعتي پراختیا به هغه مهال اغېزناکه وي چې چاپېریالي اصول مراعات او همداراز ملي او نړۍوال معیارونه تطبیق شي».

هغه زیاته کړه، چې تر دې وروسته به هم د چاپېریال ساتنې قوانینو د تطبیق په موخه پر کارخونه لرونکو جدي څار ولري.

ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰
100%

سي‌بي‌اېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونه‌رسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکايي یهودانو د سازمانونو د مشرانو په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دی د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه شکمن دی، خو په خبره یې په دې هوکړه کې باید له ایران څخه د غني شویو اټومي موادو اېستل شامل وي.

نوموړي زیاته کړې: «په ایران کې باید د غني کولو هېڅ وړتیا پاتې نه‌شي، یوازې د غني کولو پروسې درول نه، بلکې د هغو وسایلو او زېربناوو له‌منځه وړل هم شامل وي چې تاسو ته لومړي سر کې د غني کولو اجازه درکوي».

ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په روانه اوونۍ کې پیل شي.

یو ایراني ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې ایران له امریکا سره د داسې یوې اټومي هوکړې په لټه کې دی، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو پخوانۍ شخړې د حل د یوې نوې پوځي شخړې د مخېنیي لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

اسلامي جمعیت: پر افغانانو ظلم د شوروي تر وتلو وروسته د نړۍوالې ټولنې د بې‌غورۍ پایله ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰
100%

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسبت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانانو اوسنی ظلم د شوروي تر وتلو وروسته د نړۍوالې ټولنې او د سیمې د ځینو هېوادونو د بې‌غورۍ پایله ده.

اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د سلواغې ۲۶مه د شوروي اتحاد د اشغال پروړاندې د افغانانو د جهاد او ملي ارادې ښکارندویي کوي او د ازادۍ د ساتنې، د برخلیک ټاکلو د حق، د ملي هویت او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په لاره کې د یووالي او انسجام یوه روښانه بېلګه ده».

د اعلامیې له‌مخې، د افغانانو د مبارزې په پایله کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو د نړۍ د سولې او امنیت په برخه کې لویه مرسته وکړه، خو د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته نړۍوالې ټولنې افغانان په غېرمسوولانه ډول یوازې پرېښودل، چې له امله یې په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتي مداخلو او د نیابتي او تاوتریخجنو ډلو د راټوکېدو زمینه برابره شوه.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه ظلم چې نن د افغانستان پر خلکو روان دی، د یوې برخې لامل یې د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو غېرمسوولانه چلند او محاسباتي تېروتنې دي».

یاد ګوند د استبداد او انحصار پر پای ته رسولو، د خلکو پر ارادې او د قانون پر حاکمیت ولاړ سیاسي نظام پر رامنځته کولو خپله ژمنه تازه کړې او دوی ټینګار کوي، چې د هر ډول ظلم پروړاندې بریا په مسوولانه سیاست او د ټولو سیاسي جریانونو او ټول ملت په یووالي کې نغښتې ده.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰
100%

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.

د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.

اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

پوتین په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو د ماموریت پای د ملي ګټو دفاع وبلله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د جنګي ماموریتونو د بشپړیدو د ۳۷ کلیزې په مناسبت یوې رسمي غونډې ته مبارکي لېږلې ده. پوتین په خپل پېغام کې د خپلو ځواکونه ماموریت ستایلی او د یاد ماموریت بشپړیدل یې د تاریخ مهمه برخه بللې ده.

کرملین ماڼۍ د روسیې ولسمشر لیکلی پېغام خپور کړی دی.

پوتین په پېغام کې لیکلي:«د ۱۹۸۹ کابل فبروري ۱۵مه، زموږ د پلرني ټاټوبي په پوځي تاریخ کې یوه مهمه او نه هېرېدونکې نیټه ده، موږ په خپلو سرتیرو او افسرانو او همدارنګه ملکي متخصصینو ویاړو چې خپله دنده یې په عزت ترسره کړه.»

پوتین د خپلو ځواکونو په اړه ویلي، چې د مورني ټاټوبي د ملي ګټو په دفاع کې، دوی په وقار سره سختې ازموینې زغملې، انعطاف او زړورتیا، شفقت، رحم او شرافت یې ښودلی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي، «دا مهمه ده چې د دې کلونو په اوږدو کې تاسې د نظامي ورورګلوۍ دودونه په دقت سره ساتلي دي، د خپلو ملګرو سرتیرو او د هغوی کورنیو ملاتړ مو کړی دی».

که څه هم روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې خو دې ډلې په کابل کې د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې دا ورځ د هېواد ازادي وبلله.