امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پراخو پوځي عملیاتو چمتووالی نیسي

د امریکا پوځ د دې احتمال لپاره تیاری نیسي چې که ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید امر ورکړي، نو د ایران پر ضد به څو اوونۍ دوامداره پوځي عملیات ترسره شي. دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ لا پسې پراخ او جدي کړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا سناریو به د تېرو کلونو له محدودو نښتو ډېره جدي وي او ښايي اوږدمهاله بڼه خپله کړي. تر اوسه د برید په اړه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.