• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

کرېکټ نړۍوال جام؛ هند د پاکستان لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې وکړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام په ګروپي پړاو کې هند له پاکستان سره لوبه وکړه او خپل سیال ته یې د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن د سریلانکا په کولمبو کې ترسره شوه.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د هند لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې او د پاکستان لوبډلې ته یې په شلو اورونو کې د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره تر ټولو ډېرې ۷۷ منډې اېشان کېشن وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان لوبډلې د نندارچیانو د تمې خلاف توپ وهنه وکړه، چې د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۸م اور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېدل او په دې توګه هند دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپیر وګټله.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې ۴۴ منډې عثمان‌خان جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي په خورا کمو منډو او ان له منډو جوړولو پرته وسوځېدل.

د هند لپاره په توپ اچونه کې هایډیک پانډیا، بمبرا، اکشرپټیل، ورن چکروټي دوه ـ دوه ویکټي واخیستي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

په بامیان کې ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۰

په بامیان کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې. په دغو سیالیو کې له بامیان سربېره د کابل، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو لوبغاړي ګډون لري.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ لومړی پړاو پر یخ د اسکېټ او کرلېنګ برخو کې په بند سبزک سیمه کې ترسره شو.

د خبرپاڼې پر بنسټ، پر یخ د اسکېټ په څانګه کې له کابل، غزني او میدان‌وردګ ولایتونو شپږو لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د غزني لوبغاړو لومړی مقام وګاټه او همداراز په کرلېنګ څانګه کې له کابل، میدان‌وردګ او بامیان څخه ۲۵ لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د کابل لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ.

د یادو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ به د اسکي په برخه کې سیالۍ نن (یکشنبه د سلواغې ۲۶مه) په جرخشک سیمه کې ترسره شي.

د خوست لوبډلې د لومړۍ درجه شل اوریزو کرېکټ ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې سیالۍ لس ورځې مخکې د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوې وې او د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د خوست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه شل اوریزه کرېکټ ولایتي سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د روانې فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د کندهار او ننګرهار په کوربتوب پیل شوې وې او بالاخره د خوست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پایلوبه کې د خوست الف او خوست ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د خوست الف لوبدلې د خوست ب لوبډلې ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د کرېکټ بورډ کورني کرېکټ څانګې ویلي، چې دا سیالۍ په لومړي ځل ترسره شوې او موخه یې د افغانستان د شل اوریزه کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو موندل وو.

افغان سوک‌وهوونکي په روسیه کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان دوه سوک‌وهوونکي میلاد عزیزي او سبحان‌الله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ار‌پي‌اېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

میلاد عزیزي تر دې مخکې په ازادو مبارزو کې ۵ بریاوې ترلاسه کړي او په سوک‌وهنې برخه کې ۴ بریاوې یې خپلې کړې دي. هغه به په سبانۍ سیالۍ کې له تانزانیا څخه د باراکا مازورا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. مازورا تر اوسه په ۱۲ حرفه‌يي سیالیو کې ۸ یې ګټلي او ۴ یې بایللې دي. دغه سیالۍ به په شپږو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

بل افغان سوک‌وهونکی سبحان‌الله بابکرخېل چې له ماتې پرته ۳ حرفه‌يي سیالۍ ګټلي له خپل روسي سیال اسدبېک خودویک سره خپل بخت وازمويي. د بابکرخېل سیال هم تر اوسه په خپلو حرفه‌يي سیالیو کې دوه لوبې ګټلي دي.

د افغان او روسي سوک‌وهوونکو دغه سیالۍ به په څلورو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

اروپا کې د افغان روزونکې بریا؛ امنه محمدي د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال سند ترلاسه کړ

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۰

افغان لوبغاړې او روزونکې امنه سادات محمدي د کېک‌بوکسېنګ په برخه کې د (واکو) نړۍوال سازمان له لوري د روزنې نړۍوال سند ترلاسه کړ. دغه سند هغې ته د تخصصي روزنیزو کورسونو له بشپړولو وروسته ورکړل شوی دی.

اغلې محمدي چې تر دې وړاندې یې د تکواندو په برخه کې د روزونکې په توګه هم فعالیت کړی، له لسو کلونو راهیسې په مسلکي ډول د تکواندو او کېک‌بوکسېنګ په څانګو کې کار کوي. هغه دا مهال د جرمني په هامبورګ ښار کې مېشته ده او هلته کډوالو ښځو ته د رزمي لوبو روزنه ورکوي.

د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال سازمان یا «واکو» (WAKO - The World Association of Kickboxing Organizations) د یادو لوبو یوازینی رسمي او نړۍوال بنسټ بلل کېږي او په مسلکي لاره کې د دې برخې د روزونکو لپاره د دغه سازمان د روزنې سند ترلاسه کول له تر ټولو بااعتباره ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د امنه سادات محمدي له‌خوا د دغه نړۍوال سند ترلاسه کول نه یوازې یوه فردي لاسته راوړنه ده؛ بلکې په نړۍواله کچه د رزمي لوبو په ډګر کې د افغان ښځو د حضور او ونډې لپاره هم یو ارزښتناکه پرمختګ بلل کېږي.

100%

د رضا حسین‌پور ګول د غوره ګول لپاره نومول شوی؛ اې‌اېف‌سي د اسیا جام ۸غوره ګولونه اعلان کړل

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال اسیا جام فوتسال سیالیو له پای ته رسېدو وروسته چې په اندونیزیا کې ترسره شوې، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د دغه سیالیو د ۸غوره ګول وهونکو نوملړ اعلان کړ او له مینه‌والو یې وغوښتل چې د خپلې خوښې لوبغاړي ته رایه ورکړي. په نوملړ کې د افغان لوبغاړي رضا حسین‌پور ګول هم شامل دی.

دغه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې، د ۱۶۶ ګولونو په وهلو سره یې د دغه ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ډېر ګولونه ثبت کړي دي. په پای کې د ایران لوبډلې خپله ۱۴مه اتلولي خپله کړه.

په ټاکل شویو ګولونو کې د سیالیو تر ټولو چټک ګول هم شامل دی. هغه مهال چې دین کونګ وېن د لبنان او ویتنام ترمنځ لوبه کې د سیالۍ له پیل یوازې ۱۹ ثانیې وروسته یې د سیالې لوبډلې دروازه خلاصه کړه.

د کویټ پر وړاندې د ټایلنډ د محمد عثمان‌موسی ګول هم د غوره ګولونو په ډله کې راغلی دی. همدارنګه د افغانستان رضا حسین‌پور د چټکې تېښتې او ښکلې «چیپ ضربې» پر مټ وهل شوی ګول د ټورنمنټ یو له یادګاري ګولونو په توګه ثبت شوی.

په پای کې د ایران پر وړاندې په نیمه‌پایلوبه کې د عراق د سالم کاظم ګول او د اندونیزیا اسرا مگانتارا ګول د ۲۰۲۶ اسیا جام فوتسال د اتو غوره ګولونو نوملړ کې راغلي دي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له مینه‌والو غوښتي، چې د «AFC» رسمي وېب‌پاڼې له لارې د خپلې خوښې ګول ته رایه ورکړي.

100%