• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې او بلاروس د افغانستان په جګړه کې د خپلو وژل شويو سرتېرو یاد وستایه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۰

د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې او بلاروس لخوا په افغانستان کې د جګړې د وژل شویو سرتېرو د یادونې ورځ ولمانځل شوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا «نه هېریدونکې ورځ» وبلله او د اتلانو یاد یې د خلکو په زړونو کې ژوندی وباله.

د ۱۹۸۹ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو وتل پای ته ورسېدل. له هغه وروسته هر کال د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې د افغانستان جګړې د وژل شویو سرتېرو د یاد په مناسبت مراسم ترسره کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینویلي چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د ټولو خلکو او هغو کسانو لپاره چې په دې جګړه کې یې برخه اخیستې، یوه لویه او نه هېریدونکې ورځ ده. د هغه په وینا، د هغو «اتلانو او ملګرو» یاد چې خپل هېواد ته بېرته راستانه نه شول، تل به د خلکو په زړونو کې ژوندي وي.

هممهاله، طالبانو هم په کابل کې د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت مراسم جوړ کړل.

د روسیې سیمه‌ییز چارواکي هم د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته ورځي او د هغوی ستاینه کوي.

د روسیې چارواکي وایي، د جګړې د وژل شویو یاد ساتل «د راتلونکي په وړاندې د مسؤلیت احساس» څرګندوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

پرون له ایران او پاکستان نه څه باندې ۴زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۵۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۲۶۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې،یاد کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه۶۷۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۵کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۰ کورنۍ د بهرامچې له لارې،۳کورنې د اسلام کلا له لارې،او ۲کورنۍ د وریښمو پله له لارې، افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا پهداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍد کډوالو د پراخیدونکو څپو په اړه خبرداری ورکړی. او ویلي یې دي چې دې چارې د افغانستان بحران لا پسې ژور کړی.

ایران د افغانستان سره د ترانسپورت او اقتصادي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د رېل او سړکونو د پانګونې په نړیواله غونډه کې ټینګار کړی، هغه مقررات چې د ترانسپورټي پروژو په مخ کې خنډونه جوړوي، باید اصلاح یا لغوه شي، ترڅو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانسپورتي همکاري په شفافه او ګټوره توګه پرمخ ولاړه شي.

په کابل کې د ایران سفارت په ایکس خپور کړي بیان کې راغلي، ولسمشر په غونډه کې وویل: «موږ هوډمن یو چې هر ډول خنډونه له منځه یوسو او د پرمختګ لار خلاصه کړو.»

مسعود پزشکیاند افغانستان په شمول د ګاونډیو هېوادونو سره د ورورۍ، دوستۍ او تاریخي اړیکو یادونه کړې او د آذربایجان، عراق، کردستان، ترکیې، پاکستان او ترکمنستان سره د ایران ژورې کلتوري او تاریخي اړیکې روښانه کړې.

یاده دي وي چې، دا اعلامیه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا لپاره د ایران د ژمنې یوه برخه ده، چې د ترانسپورت په پروژو کې د خنډونو له منځه وړل او د شفافې پانګونې زمینې برابرول پکې شامل دي.

سرې میاشتې ټولنې تېره میاشت ننګرهار کې ۶۱ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، په ننګرهار ولایت کې یې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې شاوخوا ۶۱ زره ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي، چې په کې د معاینې، درملو وېش، خوارځواکۍ درملنه او د امیندواره مېرمنو روغتیايي مشورې شامل دي.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، د دغې ادارې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۶۱ زره او ۳۷۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، د ټپونو د پانسمان، د واکسینونو د تطبیق او د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه ترسره کړي دي.

دغه راز، یادې ادارې ویلي چې امیندواره مېرمنو ته له زېږون مخکې او وروسته اړینې روغتیايي مشورې ورکړل شوې او د کورني پلان د تنظیم په برخه کې هم لازمې لارښوونې شوې دي.

د راپور له مخې، سربېره پر دې ۳۱ زره او ۶۲۲ ناروغانو ته د بېلابېلو روغتیايي ستونزو په تړاو ضروري مشورې هم وړاندې شوې دي.

د فبرورۍ ۱۵مه: د افغانستان د ازادۍ ورځ او د شوروي ځواکونو وتل

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۰

نن د فبرورۍ ۱۵مه، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د ملي مقاومت او ازادۍ ورځ ده، دا ورځ د شاوخوا ۱۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو نښه ده چې نږدې دوه میلیونه ملکي کسان پکې قرباني شوي.

هر کال د فبرورۍ په ۱۵مه د افغانستان د ازادۍ ورځ نمانځل کېږي، چې د ۱۹۸۹ کال په همدې ورځ د شوروي ځواکونو د افغانستان د وروستي وتلو یادونه کوي.

په دې ورځ د شاوخوا ۱۰ کلنه شوروي-افغان جګړه پای ته ورسېده، چې پکې نږدې دوه میلیونه ملکیان وژل شوي او شاوخوا اووه میلیونه افغانان د هېواد دننه بې‌ځایه شوي یا کډوال شوي دي.

د ازادۍ ورځې تاریخ د ۱۹۷۸ کال د سور انقلاب سره تړاو لري، کله چې ولسمشر محمد داوود خان له واکه غورځېد او د خلکو ډېموکراټیک ګوند (PDPA) واک ته ورسېد. د دې ګوند له سختو اصلاحاتو وروسته په هېواد کې جګړه پیل شوه او په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد پوځونه افغانستان ته داخل شول. د نږدې ۹ کلونو جګړې وروسته، د ۱۹۸۸ کال د مې په ۱۵مه د شوروي ځواکونو وتل پیل شول او تر ۱۹۸۹ کال فبرورۍ پورې ټول ځواکونه له افغانستانه ووتل.

تاریخ پوهان دا جګړه د شوروي اتحاد د کمزورۍ او د نړۍ په نړیوالو چارو کې د بدلونونو یوه مهمه څپه ګڼي، چې د ۲۰۰۱ کال د امریکا جګړې لپاره یې هم زمینه برابره کړه.

د ازادۍ ورځ د افغانانو لپاره نه یوازې د شوروي پوځ د وتلو ورځ ده، بلکې د مقاومت، زیار او قربانۍ یوه نښه هم ګڼل کېږي.

ازبک چارواکي: په ازبکستان کې ۶۳۶ افغان پانګه‌وال شرکتونه فعالیت لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د ازبکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار او ډیپلوماتجاولون وخابوف ویلي چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم رکن ګرځېدلی او دا مهال په ازبکستان کې ۶۳۶ هغه شرکتونه فعالیت کوي چې د افغان پانګې په مرسته جوړ شوي.

دغه څرګندونې، جاولون وخابوف کابل ته د خپل سفر پر مهال کړي. نوموړي په دغه سفر کې له افغان سوداګرو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پیاوړتیا ناستې او خبرې کړې دي.

وخابوف په ایکس لیکلي چې په دې ناسته کې د سرحدي سوداګرۍ شته ننګونې او نه‌کارول شوي فرصتونه وڅېړل شول. د هغه په وینا، دا مهال په ازبکستان کې ۶۳۶ هغه شرکتونه فعالیت لري چې د افغان پانګې په مرسته جوړ شوي، چې له ډلې یې ۵۶۲ په بشپړه توګه د افغانانو ملکیت دي.

نوموړي زیاته کړې چې په کرنه، خوراکي توکو پروسس، ساختماني موادو، نساجۍ او ګرځندوی برخو کې ګډې پروژې روانې دي، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د زیاتېدونکې همکارۍ ښکارندویي کوي.