طالبان وایي سږ کال څه باندې ۵۰۰زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې

په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د روان کال له پیله راهیسې ۵۱۷زره کورني او بهرني سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.

په بامیان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د روان کال له پیله راهیسې ۵۱۷زره کورني او بهرني سیلانیانو د دغه ولایت څخه لیدنه کړې ده.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شمیر د تیر کال پرتله دوه نیم برابره زیاتوالی ښي.
سږ کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی و، چې په دغه میاشت کې د هوايي ډګرونو او د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته د ښځینه و په ګډون ۲۳۳۷ بهرني سېلانیانو تګ راتګ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې پر ښځو پراخ بندیزونه لکولي چې له مخې یې ښځې په عامه ځایونو پارکونو، تاریخي ځایونه ته له تګ راتګ او له محرم پرته له سفر منع دي.


د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو او د «ملي نجات» ورځې په مناسبت ویلي چې له دې تاریخي ورځې وروسته د هېواد برم، ثبات او حکومتولۍ ته ژور زیانونه اوښتي دي.
نوموړي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «نن د دلوې ۲۶مه، افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د وروستي عسکر د وتلو او په افغانستان کې د ملي نجات ورځ ده.» خو هغه ټینګار کړی چې له دې ورځې وروسته د «استعمار او د هغوی د شاتګپالو متحدینو د کرغېړنو ګامونو» او همدارنګه د «ملتپالو افغانانو د سیاسي عدم انسجام» له امله د هېواد سیاست، تاریخ، هویت، فرهنګ، ټولنیز جوړښت او حکومتولۍ ته جدي زیانونه واوښتل.
یاده دې وي چې، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې ۲۶مه (۱۵ فبروري ۱۹۸۹) هغه ورځ ده چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی عسکر له افغانستانه ووت او نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده. دغه جګړه چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي ځواکونو له یرغل سره پیل شوې وه، میلیونونه افغانان یې کډوال کړل او لکونه کسان پکې ووژل شول.
له شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، که څه هم د هغه وخت حکومت څو کاله نور هم پاتې شو، خو د کورنیو سیاسي اختلافونو او وسلهوالو شخړو له امله هېواد ژر د کورنۍ جګړې پر لور ولاړ. د ۱۹۹۰مې لسیزې سیاسي بېثباتي، د ډلو ټپلو ترمنځ جګړې او وروسته د طالبانو واکمنۍ، د افغانستان پر سیاسي جوړښت، ټولنیز ثبات او اقتصادي وضعیت ژور اغېز وکړ.
همدا لامل دی چې د دلوې ۲۶مه د ځینو لورو له خوا د «ملي نجات» په توګه نمانځل کېږي، خو په عین حال کې د جګړو او سیاسي بېثباتۍ د یوې نوې مرحلې د پیل په توګه هم ارزول کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسف) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې، په دولسو ولایتونو کې پرلهپسې وچکالۍ، او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخې راستنېدنې، بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې کړې او پر بنسټیزو عامه خدماتو یې فشار ډېر کړی دی.
یونسف په خپل تازه د بشري وضعیت په راپور کې ویلي، یونسف د تېرې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۲۰ اعشاریه اته میلیونه کسانو ته، چې نږدې ۱۱ میلیونه یې ماشومان دي، د مدغم بشري پروګرامونو له لارې لاسرسی برابر کړی دی.
په دغو خدماتو کې تر شلو میلیونو زیاتو خلکو ته اساسي روغتیايي خدمتونه، د څه باندې ۰ اعشاریه ۴ میلیونه له زده کړو بېبرخې ماشومانو ته د ټولنیزو زده کړو د ۱۴ زره ټولګیو له لارې د تعلیم زمینه (چې ۶۵ سلنه یې نجونې دي)، او تر دوو اعشاریه یو میلیونو زیاتو کسانو ته د پاکو او خوندي اوبو برابرول شامل دي.
د یونسف په راپور کې راغلي، همدارنګه، نږدې ۰ اعشاریه ۶ میلیونه شدید خوارځواکه ماشومان د ژوند ژغورونکي درملنې تر پوښښ لاندې راغلي، او شاوخوا ۰ اعشاریه ۹۴ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې د تغذیې ملاتړ ترلاسه کړی دی.
یونسف زیاته کړې چې تر دوو اعشاریه دوو میلیونو زیاتو ماشومانو او د هغوی سرپرستانو ته د ټولنې او رسنیو له لارې رواني او ټولنیز ملاتړ هم برابر شوی دی.
خو دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړي ډول د اوبو، حفظالصحې او تغذیې په برخو کې د بودجې کمښت د خدماتو د ځنډ او د حیاتي توکو د اکمالاتي لړۍ د ګډوډېدو خطر زیات کړی دی.
یونسف ټینګار کوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، د میلیونونو ماشومانو او کورنیو لپاره به اساسي خدمات له جدي ننګونو سره مخ شي.

طالبانو د پخواني شوروي اتحاد د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبتویلي چې افغانانو په تیرو څه باندې سلو کلونو کې درې ځلې افغانستان له بهرني اشغاله ایستلیاو دا یې الهی نصرت یاد کړی دی.
د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ، هجرتونه او ستونزې د دې لامل شوې چې د هغه وخت ستر ځواک مات او له افغانستان نه وتلو ته اړ کړي.
طالبانو په دغه اعلامیه کې دا هم ویلي چې «بهرني یرغلګر باید د تاریخ له پېښو عبرت واخلي او د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ پر ضد ګام پورته نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې له روسیې سره ښې او تودې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد چې دوی یې په رسمیت وپیژندل هم روسیه وه.
بلخوا، د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان پکې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړیوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.
هغه همداراز وویل، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته راغلل، دا د کابل د حکومت په غوښتنه وو او هېڅ تجاوز نه و شوی. د هغه په وینا، دا نظریه چې دغه جګړه د جهاد په نوم وه، یوازې د امریکایانو روایت دی.
هغه ټینګار وکړ چې دواړه جګړې د اسلام یا دین د مینې له امله نه وې، بلکې د هغه وخت دیکتاتورانو جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف د یوه ستر ځواک تایید او مشروعیت ته اړتیا درلوده.

د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې او بلاروس لخوا په افغانستان کې د جګړې د وژل شویو سرتېرو د یادونې ورځ ولمانځل شوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا «نه هېریدونکې ورځ» وبلله او د اتلانو یاد یې د خلکو په زړونو کې ژوندی وباله.
د ۱۹۸۹ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو وتل پای ته ورسېدل. له هغه وروسته هر کال د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې د افغانستان جګړې د وژل شویو سرتېرو د یاد په مناسبت مراسم ترسره کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینویلي چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د ټولو خلکو او هغو کسانو لپاره چې په دې جګړه کې یې برخه اخیستې، یوه لویه او نه هېریدونکې ورځ ده. د هغه په وینا، د هغو «اتلانو او ملګرو» یاد چې خپل هېواد ته بېرته راستانه نه شول، تل به د خلکو په زړونو کې ژوندي وي.
هممهاله، طالبانو هم په کابل کې د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت مراسم جوړ کړل.
د روسیې سیمهییز چارواکي هم د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته ورځي او د هغوی ستاینه کوي.
د روسیې چارواکي وایي، د جګړې د وژل شویو یاد ساتل «د راتلونکي په وړاندې د مسؤلیت احساس» څرګندوي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۵۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۲۶۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې،یاد کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه۶۷۹ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۵کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۰ کورنۍ د بهرامچې له لارې،۳کورنې د اسلام کلا له لارې،او ۲کورنۍ د وریښمو پله له لارې، افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍد کډوالو د پراخیدونکو څپو په اړه خبرداری ورکړی. او ویلي یې دي چې دې چارې د افغانستان بحران لا پسې ژور کړی.