• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو د ماموریت پای د ملي ګټو دفاع وبلله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د جنګي ماموریتونو د بشپړیدو د ۳۷ کلیزې په مناسبت یوې رسمي غونډې ته مبارکي لېږلې ده. پوتین په خپل پېغام کې د خپلو ځواکونه ماموریت ستایلی او د یاد ماموریت بشپړیدل یې د تاریخ مهمه برخه بللې ده.

کرملین ماڼۍ د روسیې ولسمشر لیکلی پېغام خپور کړی دی.

پوتین په پېغام کې لیکلي:«د ۱۹۸۹ کابل فبروري ۱۵مه، زموږ د پلرني ټاټوبي په پوځي تاریخ کې یوه مهمه او نه هېرېدونکې نیټه ده، موږ په خپلو سرتیرو او افسرانو او همدارنګه ملکي متخصصینو ویاړو چې خپله دنده یې په عزت ترسره کړه.»

پوتین د خپلو ځواکونو په اړه ویلي، چې د مورني ټاټوبي د ملي ګټو په دفاع کې، دوی په وقار سره سختې ازموینې زغملې، انعطاف او زړورتیا، شفقت، رحم او شرافت یې ښودلی دی.

د روسیې ولسمشر ویلي، «دا مهمه ده چې د دې کلونو په اوږدو کې تاسې د نظامي ورورګلوۍ دودونه په دقت سره ساتلي دي، د خپلو ملګرو سرتیرو او د هغوی کورنیو ملاتړ مو کړی دی».

که څه هم روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې خو دې ډلې په کابل کې د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې دا ورځ د هېواد ازادي وبلله.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.

په دغو ولایتونو کې کابل، پروان، بامیان، دایکندي، میدان وردگ، لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، ارزگان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل او فاریاب شامل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د سلواغې په ۲۶او ۲۷مه، اټکل کېږي، چې په یادو ولایتونو کې به د باران کچه له ۵ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي، او په مختلفو سیمو کې به د واورې زیاتوالی له ۵ څخه تر ۳۰ سانتي پورې وي.

د سیمو له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې د سیندونو پر غاړو او سېلاب‌ځپلو سیمو کې ژوند کوي، غوښتل شوي چې احتیاطي تدابیر ونیسي او له ګواښمنو سیمو ځانونه لرې وساتي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې په وروستیو اونیو کې درنو ورښتونو او واورو په یو شمېر ولایتونو کې درانه مالي زیانونه او مرګ‌ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشتې په لومړیو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۶۱کسان مړه او ۱۱۰نور ټپیان شوي وو.

سلام حنفي پر طالبانو غږ کړی چې له تکبر، غرور او هر ډول تعصب ځانونه وساتي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له طالب چارواکو غوښتي چې له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او له عامو خلکو سره په تواضع چلند وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي.

حنفي، دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې د ازادۍ ارزښت باید وپېژندل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي او له هېوادوالو سره په اسلامي اخلاقو او تواضع چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې چارواکي باید له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او تر خپلې وسې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

حنفي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د دې ډلې له چارواکو او مسوولينو سره همکاري وکړي او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

حنفي، په داسې حال کې له طالب چارواکو غواړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، چې دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو بنستیز حقونه تر پښو لاندې کړي، له مېرمنو او نجونو یې د زده کړو او کار کولو حق اخیستې، پر رسنیو یې محدودیتونه لګولي، هره ورځ په عام محضر کې سزاوې عملي کوي او حتا په افغانستان کې هېڅوک دا حق نه لري چې خپل ویښتان هم په خپله خوښه جوړ کړي.

د سره صلیب نړېواله کمېټه: تېر کال مو ۲۱۸ زره افغانانو ته د فزیکي بیارغونې خدمات کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د سره صلیب نړېواله کمېټه (ای سي ار سي) وایي چې په ۲۰۲۵کال کې یې په ټول افغانستان کې د فزیکي بیارغونې د اوو مرکزونو په مټ له ۲۱۸زره ډېرو معلولو کسانو سره د رغېدو او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې په وینا، یادو مرکزونو کې د مصنوعي غړو جوړول او لګول، فزیوتراپي او د بیارغونې نور روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

سره صلیب ټینګار کړی، چې د دغو خدماتو له لارې زرګونه کسان توانېدلي چې خپل ورځني ژوند ته بېرته ستانه شي او په ټولنیز ژوند کې فعاله ونډه واخلي.

یادې کمېټې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړو او ناامنیو له امله لا هم د فزیکي بیارغونې خدمتونو ته اړتیا لوړه ده او هڅه کوي دا ملاتړ دوامدار وساتي.

دې ادارې په خپل یو بل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې د سرې میاشتې ټولنې په همکارې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې دوو میلیونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

سره صلیب زیاته کړې چې د دغه فدراسیون تر ملاتړ لاندې ۱۲۸ روغتیايي مرکزونه تمویل شوي او خپل فعالیتونه یې هم پراخ کړي دي.

دغه بنسټ څرګنده کړې چې ۶۰ سلنه هغه کسان چې روغتیايي خدمتونه یې ترلاسه کړي، ښځې او نجونې وې.

د دغه بنسټ په وینا، په تېر یوه کال کې ۱۳ زره کسانو رواني او ټولنیز خدمتونه ترلاسه کړي چې ۸۳ سلنه یې ښځې دي.

د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیان د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت پر مخنیوي غږېدلي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د خوست ، پکتيکا ، لوګر او غزني ولايتونو واليانو د همغږۍ غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د پراختيايي او اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د همغږۍ پر زياتوالي، د قاچاق مخنيوي، د نشه‌يي توکو د کر او توليد مخنيوي، د شته امنيتي وضعيت د خونديتوب اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د پکتیا والي رسنیز دفتر ویلی، چې دا غونډه د پکتيا ولايت مقام په مېلمستون کې شوې او د دې ډلې د خوست ، پکتيکا ، لوګر او غزني واليانو سربېره د امنيې قوماندانانو، ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان، نظامي محکمې قاضي، د استخباراتو ریيسانو او د لواوو قوماندانانو پکې ګډون درلود.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل، د هغوی د اولادونو لپاره د ديني زده کړو د زمينو برابرول، د تعليمي بنسټونو جوړول، د بنسټيزو او اقتصادي پروژو طرحه کول او د متوازن پرمختګ لپاره د سيمه‌ييزو مسوولينو پر همکارۍ ټينګار شوی دی.

طالبانو ددې ناستې د پرېکړو او تصمیمونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په زونونو کې د طالبانو د والبانو ګډې ناستې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې د نورو زونونو په مرکزونو کې هم ورته غونډې شوې دي خو دا ډله تر ډیره خپلې پرېکړې نه علني کوي.

انتونیو ګوترېش: روژه د سولې او یووالي میاشت ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې دا میاشت د هیلو، سولې او همدردۍ نښه بللې ده. نوموړي هیله ښودلې چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي، چې نړۍ دا مهال له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ ده او روژه د یووالي، شفقت او د اړمنو د لاسنیوي یو فرصت دی.

هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان په څېر هېوادونو کې روانو بشري بحرانونو ته په اشارې سره، د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله له زیانمنو شویو کسانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې باید د ټولو انسانانو حقونه او کرامت خوندي وساتل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري ناورینونو د کمولو لپاره ګډ او جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.