• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سلام حنفي پر طالبانو غږ کړی چې له تکبر، غرور او هر ډول تعصب ځانونه وساتي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له طالب چارواکو غوښتي چې له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او له عامو خلکو سره په تواضع چلند وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي.

حنفي، دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې د ازادۍ ارزښت باید وپېژندل شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې طالب چارواکي باید خپل یووالی وساتي او له هېوادوالو سره په اسلامي اخلاقو او تواضع چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې چارواکي باید له غرور، تکبر او هر ډول تعصب څخه ځانونه وساتي او تر خپلې وسې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

حنفي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د دې ډلې له چارواکو او مسوولينو سره همکاري وکړي او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.

حنفي، په داسې حال کې له طالب چارواکو غواړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، چې دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو بنستیز حقونه تر پښو لاندې کړي، له مېرمنو او نجونو یې د زده کړو او کار کولو حق اخیستې، پر رسنیو یې محدودیتونه لګولي، هره ورځ په عام محضر کې سزاوې عملي کوي او حتا په افغانستان کې هېڅوک دا حق نه لري چې خپل ویښتان هم په خپله خوښه جوړ کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب نړېواله کمېټه: تېر کال مو ۲۱۸ زره افغانانو ته د فزیکي بیارغونې خدمات کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د سره صلیب نړېواله کمېټه (ای سي ار سي) وایي چې په ۲۰۲۵کال کې یې په ټول افغانستان کې د فزیکي بیارغونې د اوو مرکزونو په مټ له ۲۱۸زره ډېرو معلولو کسانو سره د رغېدو او عادي ژوند ته د ستنېدو په برخه کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې په وینا، یادو مرکزونو کې د مصنوعي غړو جوړول او لګول، فزیوتراپي او د بیارغونې نور روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

سره صلیب ټینګار کړی، چې د دغو خدماتو له لارې زرګونه کسان توانېدلي چې خپل ورځني ژوند ته بېرته ستانه شي او په ټولنیز ژوند کې فعاله ونډه واخلي.

یادې کمېټې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوږدمهاله جګړو او ناامنیو له امله لا هم د فزیکي بیارغونې خدمتونو ته اړتیا لوړه ده او هڅه کوي دا ملاتړ دوامدار وساتي.

دې ادارې په خپل یو بل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې د سرې میاشتې ټولنې په همکارې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې دوو میلیونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

سره صلیب زیاته کړې چې د دغه فدراسیون تر ملاتړ لاندې ۱۲۸ روغتیايي مرکزونه تمویل شوي او خپل فعالیتونه یې هم پراخ کړي دي.

دغه بنسټ څرګنده کړې چې ۶۰ سلنه هغه کسان چې روغتیايي خدمتونه یې ترلاسه کړي، ښځې او نجونې وې.

د دغه بنسټ په وینا، په تېر یوه کال کې ۱۳ زره کسانو رواني او ټولنیز خدمتونه ترلاسه کړي چې ۸۳ سلنه یې ښځې دي.

د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیان د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت پر مخنیوي غږېدلي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د خوست ، پکتيکا ، لوګر او غزني ولايتونو واليانو د همغږۍ غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د پراختيايي او اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د همغږۍ پر زياتوالي، د قاچاق مخنيوي، د نشه‌يي توکو د کر او توليد مخنيوي، د شته امنيتي وضعيت د خونديتوب اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د پکتیا والي رسنیز دفتر ویلی، چې دا غونډه د پکتيا ولايت مقام په مېلمستون کې شوې او د دې ډلې د خوست ، پکتيکا ، لوګر او غزني واليانو سربېره د امنيې قوماندانانو، ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان، نظامي محکمې قاضي، د استخباراتو ریيسانو او د لواوو قوماندانانو پکې ګډون درلود.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل، د هغوی د اولادونو لپاره د ديني زده کړو د زمينو برابرول، د تعليمي بنسټونو جوړول، د بنسټيزو او اقتصادي پروژو طرحه کول او د متوازن پرمختګ لپاره د سيمه‌ييزو مسوولينو پر همکارۍ ټينګار شوی دی.

طالبانو ددې ناستې د پرېکړو او تصمیمونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په زونونو کې د طالبانو د والبانو ګډې ناستې کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې د نورو زونونو په مرکزونو کې هم ورته غونډې شوې دي خو دا ډله تر ډیره خپلې پرېکړې نه علني کوي.

انتونیو ګوترېش: روژه د سولې او یووالي میاشت ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې دا میاشت د هیلو، سولې او همدردۍ نښه بللې ده. نوموړي هیله ښودلې چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي، چې نړۍ دا مهال له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ ده او روژه د یووالي، شفقت او د اړمنو د لاسنیوي یو فرصت دی.

هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان په څېر هېوادونو کې روانو بشري بحرانونو ته په اشارې سره، د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله له زیانمنو شویو کسانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې باید د ټولو انسانانو حقونه او کرامت خوندي وساتل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري ناورینونو د کمولو لپاره ګډ او جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

د یوې کورنۍ ادعا: طالبانو په ارزګان کې د پولیسو د یوه پخواني افسر قبر ړنګ کړی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د جمهوریت پرمهال د پولیسو یو افسر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «تېره شپه د ارزګان مرکز کې طالبانو د پخواني افسر صدیق الله قبر ویجاړ کړی او جسد یې بهر راېستی». کورنۍ نیوکه کوي چې « دا په کوم اسلام کې راغلي چې مړی له قبره وباسه؟.» طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې د پولیسو د پخواني افسر قبر تخریب شوی او لحد یې معلومیږي، چې جسد ورنه اېستل شوی دی.

د یاد افسر یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته وویل، «نه یوازې دا چې جسد یې را اېستل شوی بلکې ځینو اندامونه ته یې زیان هم اړولی دی».

طالبانو تر اوسه ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

100%

د پخواني پولیس افسر صدیق الله ملګري یونس الکوزي وویل، چې نوموړی طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د کندهار په مرکز کې ترور کړی و.

د صدیق یو ورور هم د تېر جمهوریت پرمهال د شهره او د ډنډ ولسوالۍ امنیه قوماندان و.

له دې وړاندې هم د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوریت پرمهال د پکتیکا د ځانګړو پولیسو قوماندان عزیزالله کاروان مقبره په بمي چاودنې تخریب شوې وه. د نوموړي کورنۍ تایید کړه، چې دا کار سیمه یزو طالبانو کړی دی، خو طالبان پر چوپ پاتې شول.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان دا ډول پېښې ردوي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر: موږ د جګړې مزه څکلې، هېوادونه دې موږ ته سترګې نه برګوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي چې ټولو هېوادونو ته پیغام ورکوي چې افغانستان ته دې پلمې نه لټوي او نه دې ګواښونه کوي. هغه وویل، چې که څوک دا ناوړه اراده ولري نو ددی له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي د سلواغې پر ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د کلیزې په مراسمو کې، په غیر مستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ د جګړې مزه څکلې ده، او ټولو هېوادونو ته وایو چې موږ ته دې پلمې او سترګې نه برګوي.»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر د اسلام اباد له ځانمرګي برید وروسته ویلي وو، چې ښایي له روژې مخکې په افغانستان کې د دغه برید غچ واخلي.

نور محمد ثاقب ټینګار وکړ، څوک چې د افغانستان پر وړاندې ناوړه نیت ولري، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه همداراز افغانان جګړې ته وهڅول او ویې ویل: «جنت د تورو تر سیورو لاندې دی»، او پر راتلونکي نسل یې غږ وکړ چې د خپلو پلرونو او نیکونو لاره تعقیب کړي.

بل خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې«موږ داسې مستند شواهد او راپورونه لرو چې پاکستان داعش ډلې ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ورکړي وو او د خپلو موخو لپاره یې کارول، او اوس یې په خیبر پښتونخوا کې دا ډله ځای پر ځای کړې او د پوځ له ملاتړه برخمنه ده.»

د طالبانو د چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

پاکستان ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې ټي ټي پي ته خوندي پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد وسله وال بریدونه تنظیموي، خو طالبان بیا وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده او دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.