• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د کانونو د کارکوونکو پر موټر د وسله‌وال برید په پېښه کې دوه کسان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د ایران د زاهدان ښار د پولیسو مشر حامد نوري ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د کانونو د کارکوونکو پر موټر وسله‌وال برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د زاهدان ښار د پولیسو مشر فارس خبري اژانس ته ویلي، پر دغو کسانو هغه مهال وسله‌وال برید وشو چې له کان څخه د خپلو کورونو په لور روان وو.

د زاهدان پولیسو ویلي، چې ناپېژاندو وسله‌والو د کانونو د کارکوونکو پر موټر له برید وروسته د یو پيژو ډوله موټر په وسیله له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

پولیسو ویلي، د یاد برید په اړه یې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

په سند ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د مساپر وړونکي موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، چې یاده ټرافیکي پېښه د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ورځ هم د سند ایالت پر عمومي لاره د څو موټرونو د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

عليمه خان: د عمران خان د درملنې پر مهال د هغه د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وایي، د پاکستان حکومت د دوی له لوري معرفي شوي متخصصین او ډاکټران رد کړي او د کورنۍ غړو ته یې هم د خان د درملنې پر مهال د حضور اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خراب روغتیايي وضعیت په تړاو له ګڼو غبرګونونو وروسته د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې هغه باید د درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شي.

د عمران خان خور عليمه خان یو ځل بیا د خان د روغتیايي وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د خان درملنه باید د اسلام‌اباد په شفا روغتون کې د هغه د شخصي ډاکټرانو او د کورنۍ د غړو په حضور کې وشي، خو په وینا یې حکومت دې کار ته اجازه نه‌ورکوي.

علیمه خان د یکشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زموږ غوښتنه له پیل څخه روښانه وه؛ عمران خان باید د متخصصو ډاکټرانو له لوري معاینه او درملنه یې وشي او دا به د هغه د شخصي ډاکټر (ډاکټر عاصم یوسف) او د کورنۍ د یوه غړي په حضور کې د اسلام‌اباد په شفا انټرنشنل کې ترسره شي».

د نوموړې په وینا، د پاکستان حکومت هغه متخصصین او ډاکټران چې باید د عمران خان د درملنې په بهیر کې حضور ولري رد کړي او همداراز ورته ویل شوي، چې د خان د درملنې په بهیر کې د هغه خویندې هم باید حضور ونه‌لري.

هغې ټينګار کړی: «دا د منلو وړ نه ده. زموږ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې ولې زموږ د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي؟ ایا زموږ له‌خوا معرفي شوي ډاکټران ځکه رد شوي چې هغوی ډېر مسلکي او لوړپوړي ډاکټران دي؟»

د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا د عمران خان د روغتیايي حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم تر دې مخکې د عمران خان د خراب روغتیايي حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او همداراز د عمران خان وکیل ویلي وو، چې د هغه ښۍ سترګه ړندېدو ته نږدې ده.

علي لاریجاني: که امریکا له زور څخه کار واخلي، موږ به هم له زور څخه کار واخلو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په ټینګار سره ویلي، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري.

دغه ایراني چارواکي غوښتنه کړې، چې اسراییل دې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو سبوتاژ کولو هڅه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د یکشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د دویم پړام اټومي مذاکراو لپاره سویس ته روان شوی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو مذاکراتي پلاوي به د سې‌شنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب په سویس کې اټومي مذاکرات وکړي.

قزاقستان به سبا د افغانستان په تړاو د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه وي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۰

ټاکل شوې سبا (دوشنبه د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان په تړاو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ځانګړو استازو د تماس ډلې له لوري یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړه شي. لا تر اوسه روښانه نه‌ده، چې دغې غونډې ته طالب استازي هم بلل شوي او که نه؟

د راپورونو له‌مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان اوسنی سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت او همداراز له طالبانو سره د سیمه‌ییزو همکاریو په تړاو خبرې وشي.

طالبانو لا تر اوسه د دغې جوړېدونکې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او دا هم روښانه نه‌ده، چې په یاده غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې او که څنګه؟

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمه‌ییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې وې.

ازبکستان او قزاقستان وايي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال مهمه کړۍ ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دواړو لورو ټینګار کړی وو، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره سیمه‌ییزه همکاري اړینه ده او په دې برخه کې د منظم او دوامدار ډیالوګ دوام ته اړتیا ده.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.

د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.

اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.