ملګري ملتونه: شاوخوا ۴۰۰ زره ماشومان هر کال د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي

د ملګرو ملتونو په وینا، هر کال په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۴۰۰ زره ماشومانو او ځوانانو د سرطان تشخیص کېږي. د یادې ادارې په وینا، تر ټولو ډېر عام ډولونه یې لیوکیمیا، لمفوم، د مغز سرطان او نور سخت ټومورونه دي.
د ماشومانو د سرطان د ورځ په مناسبت، د نړیوالې روغتیا سازمان (WHO) د دې ناروغۍ په اړه معلومات شریک کړي دي، ترڅو والدین، ښوونکي او ټولنه د مخنیوي او لومړني تشخیص په اهمیت پوه شي.
د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کړی چې د ماشومانو د سرطان پر وړاندې مبارزه نړیواله همکاري او د روغتیايي خدماتو پراخ لاسرسی غواړي.
