• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي له امریکایي لوري سره د دویم پړاو خبرو اترو لپاره سویس ته ولاړ

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۰

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د دویم پړاو خبرو اترو او ځینو نورو ډیپلوماټیکو مشورو لپاره سویس ته روان شو.

عراقچي تر دې وړاندې ویلي و: «زموږ توغندي د خبرو اترو موضوع نه دي.»

ایراني رسنیو دا هم ویلي چې د اټومي خبرو اترو غیر مستقیمه غونډه به د سې شنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره وشي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترېش: روژه د سولې او یووالي میاشت ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې دا میاشت د هیلو، سولې او همدردۍ نښه بللې ده. نوموړي هیله ښودلې چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي، چې نړۍ دا مهال له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ ده او روژه د یووالي، شفقت او د اړمنو د لاسنیوي یو فرصت دی.

هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان په څېر هېوادونو کې روانو بشري بحرانونو ته په اشارې سره، د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله له زیانمنو شویو کسانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې باید د ټولو انسانانو حقونه او کرامت خوندي وساتل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري ناورینونو د کمولو لپاره ګډ او جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

پنځه اروپایي هېوادونه وایي الکسي ناوالني د زهري موادو له امله مړ شوی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۰
100%

پنځو اروپایي هېوادونو اعلان کړی چې د کرملین مشهور او سرسخته مخالف الکسي ناوالني د مړینې لامل مسمومیت و. بریتانیا، فرانسې، جرمني، سویډن او هالند په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ازموینې ښيي ناوالني د «اپیباټیډین» په نوم خطرناکو زهري موادو په وسیله مسموم شوی و.

د دغو هېوادونو په وینا، دا پایلې د ناوالني د بدن له اخیستل شویو نمونو تر څېړنې وروسته ترلاسه شوې دي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې تېره ورځ په لندن کې خپره شوه، یادو هېوادونو ویلي چې دا موضوع یې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته هم راپور کړې ده. بریتانیا ویلي چې دا پېښه په روسیه کې د «اندېښمنوونکي چلند یوه بېلګه» څرګندوي.

اپیباټیډین یوه پیاوړې زهري ماده ده چې د «زهري ډارټ چونګښو» له یوه ځانګړي ډول څخه ترلاسه کېږي او په طبیعي ډول په روسیه کې نه موندل کېږي.

بلخوا، د روسیې حکومت د ناوالني په مړینه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د اروپایي هېوادونو وروستۍ ادعاوې یې د «لوېدیځ تبلیغات» بللي دي.

د روسیې د زندانونو ادارې مخکې ویلي وو چې ناوالني د خپل بند د مودې پر مهال یوه ورځ تر ګرځېدو وروسته ناڅاپه ناروغ شو او بې‌هوښه شو.

امریکا او اسراییل هوکړه کړې چې چین ته د ایران د تېلو صادراتو کچه را کمه کړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هوکړه کړې، چې امریکا به هڅه وکړي چین ته د ایران د تېلو صادرات راکم کړي.

اکسیوس د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې «موږ هوکړه وکړه چې د ایران پر وړاندې به د اعظمي فشار تګلاره په بشپړ ډول عملي کړو، د بېلګې په توګه چین ته د ایران د تېلو صادارتو په برخه کې».

د دې راپور په اړه د پوښتنې په ځواب کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې «د هېوادونو ترمنځ عادي همکاري چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې کېږي، معقوله او مشروع ده او باید درناوی او ساتنه یې وشي».

چین د ایران د تېلو د صادراتو له ۸۰ سلنې زیاته برخه جوړوي. په دې سوداګرۍ کې هر ډول کمښت به د ایران د تېلو عواید راکم کړي.

د تهران والي: د بې‌اسنادو افغان زده‌کوونکو په ایستلو سره د دولت لګښتونه کم شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰
100%

د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي چې په تېر یو کال کې د استوګنې له اسنادو پرته د یو شمېر افغان کډوالو په ایستلو سره په تهران کې ۳۲۰۰ درسي ټولګي «ازاد» شوي دي. نوموړي ویلي چې په تهران کې ۲۲۰ زره افغان زده‌کوونکي بې اسناده وو او د عملي شویو تګلارو له مخې ۶۰ سلنه یې ایستل شوي دي.

د تهران والي معتمدیان زیاتوي چې د دوی په ایستلو سره د دولت لګښتونه هم راکم شوي دي.

د تهران والي ویلي: «هر زده‌کوونکی د دولت لپاره ټاکلي لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ټولګي اداره کوئ، د اوبو، برېښنا، ګاز، د ښوونځیو د روانو مصارفو او د ښوونکو د معاشونو لګښتونه ټول پر دولتي بودجې تحمیل کېږي.»

د نوموړي د وړاندې کړو شمېرو له مخې، یوازې له تهران ولایته تر ۵۳۰ زرو ډېر بې‌اسناده افغان کډوال ایستل شوي چې له دې سره د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.

محمدصادق معتمدیان ویلي چې تهران باید د بې‌اسنادو افغان کډوالو کوربه نه وي. هغه زیاته کړې: «زموږ له ۱۵ګاونډیو هېوادونو هېڅ یو هم چمتو نه دی چې دومره شمېر ناقانونه بهرني وګړي په خپله پلازمېنه کې ومني.»

روسیې او بلاروس د افغانستان په جګړه کې د خپلو وژل شويو سرتېرو یاد وستایه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۰ GMT+۰
100%

د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې او بلاروس لخوا په افغانستان کې د جګړې د وژل شویو سرتېرو د یادونې ورځ ولمانځل شوه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا «نه هېریدونکې ورځ» وبلله او د اتلانو یاد یې د خلکو په زړونو کې ژوندی وباله.

د ۱۹۸۹ زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو وتل پای ته ورسېدل. له هغه وروسته هر کال د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې د افغانستان جګړې د وژل شویو سرتېرو د یاد په مناسبت مراسم ترسره کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینویلي چې د فبرورۍ ۱۵مه د روسیې د ټولو خلکو او هغو کسانو لپاره چې په دې جګړه کې یې برخه اخیستې، یوه لویه او نه هېریدونکې ورځ ده. د هغه په وینا، د هغو «اتلانو او ملګرو» یاد چې خپل هېواد ته بېرته راستانه نه شول، تل به د خلکو په زړونو کې ژوندي وي.

هممهاله، طالبانو هم په کابل کې د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت مراسم جوړ کړل.

د روسیې سیمه‌ییز چارواکي هم د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان جګړې پخوانیو سرتېرو ته ورځي او د هغوی ستاینه کوي.

د روسیې چارواکي وایي، د جګړې د وژل شویو یاد ساتل «د راتلونکي په وړاندې د مسؤلیت احساس» څرګندوي.