• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ ستوری راشد خان تر یوه تاریخي ریکارډ یوازې د یوې وېکټې فاصله لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان نړۍوال کرېکټ ته د افغان لوبډلې په لاره موندلو او د هغوی په بریاوو کې کلیدي رول لوبولی دی. د هغه اغېزناکې توپ‌اچونې نوموړی د ۲۰ اوریز کرېکټ په تاریخ کې د یوه غوره توپ‌اچوونکي په توګه معرفي کړی دی.

هغه اوس په نړۍوالو لوبو کې د ۷۰۰ وېکټو تر تاریخي ریکارډ پورې یوازې د یوې وېکټې فاصله لري.

د «کرېک‌انفو» د راپور له‌مخې، راشد خان توپ ته ډېر څرخونه نه‌ورکوي، خو په هوا کې د لوړ سرعت او د وېکټو تر منځ د مستقیمې کرښې په ساتلو سره، توپ‌وهونکي تر فشار لاندې راولي؛ دا د هغه د خوښې وړ الګو شاهد اپریدي د توپ‌اچونې سټایل ته ورته سبک دی.
راشد خان ۱۷ کلن و چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې یې زېمبابوې ته د افغانستان د سفر پر مهال خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله لوبه ترسره کړه. لا دوه کاله نه وو تېر شوي، چې د نږدې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د هند په غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) کې د سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې له‌خوا وپېرل شو. هغه په خپل لومړي فصل کې ۱۷ وېکټې واخیستې او تر هغه وروسته یې له ګایانا امازون وریرز سره په ۲۰۱۷ کال کې د کارابین لیګ په تاریخ کې لومړنۍ هېټ‌ټریک ثبت کړ او اډېلایډ سټرایکرز سره یې قراردادونه لاسلیک کړل. نوموړي له اډېلایډ سټرایکرز سره یو ځای په ۲۰۱۸ کال کې د اسټرالیا د بېګ‌باش لیګ لومړنۍ اتلولي خپله کړه.
راشد خان د افغانستان په ملي لوبډله کې هم ستر ریکارډونه ثبت کړي، چې په دې کې د اېرلنډ پر وړاندې په یوه ۲۰ اوریزه لوبه کې د یوازې ۳ منډو په بدل کې د ۵ وېکټو اخیستل شامل وو، چې د افغانستان د پرله‌پسې ۱۱ بریاوو د ریکارډ لامل شو. نوموړي دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره د ۷ وېکټو په اخیستلو، په کارابین سیمه کې د ویسټ‌انډیز پر وړاندې د افغانستان په لومړنۍ تاریخي یو ورځنۍ بریا کې بنسټیز رول ولوباوه. په همدې کال کې، راشد خان د ای‌سي‌سي د همکارو هېوادونو د کال غوره لوبغاړی هم غوره شو.
په ورپسې کال کې، راشد خان تر ټولو ځوان توپ‌اچوونکی شو، چې د نړۍ د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې راغی. هغه د نړۍوال کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبډلمشر شو او همدارنګه تر ټولو چټک لوبغاړی وو، چې په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ وېکټو ته ورسېد.
د ټېسټ کرېکټ په لومړي کال کې راشد خان د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان په لومړنۍ بریا کې په دویمه پاڼۍ کې پنځه وېکټې واخیستې. تر دې شپږ میاشتې وروسته یې د بنګله‌دېش پر وړاندې په تاریخي لوبه کې د یوې نیمه سلیزې په وهلو او دوه ځلې د پنځو وېکټو په اخیستلو سره، په ټوله کې ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې. هغه په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان په بریا کې ۱۱ وېکټې په خپل نوم کړې.
راشد خان له سن‌رایزرز حیدراباد سره په پنځو فصلونو کې د ۶.۳۳ اقتصادي اوسط په درلودلو ۹۳ وېکټې ترلاسه کړې او د دغې لوبډلې یو له اصلي ستنو شمېرل کېده. په ۲۰۲۲ کال کې ګجرات ټایټنز ته له لېږد وروسته، نوموړي د ۱۹ وېکټو په اخیستلو سره په خپل لومړي فصل کې د دغې لوبډلې په اتلولۍ کې مهم رول ولوباوه.
اوس راشد خان په نړۍوالو لوبو کې ۶۹۹ وېکټې ترلاسه کړي او د ۷۰۰ وېکټو تر تاریخي او تلپاتې ریکارډ پورې یوازې د یوې وېکټې فاصله لري.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې تراوسه د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې کومې بریا ته نه ده رسېدلې، سبا له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي، ترڅو راتلونکي پړاو ته د رسېدو لپاره وروستۍ هیلې ژوندۍ وساتي. اخوا، امارات هم بل پړاو ته د وتلو لپاره یو لړ غېرمنتظره فرصت ته اړتیا لري.

افغانستان له سوېلي افریقا څخه په هغې لوبه کې چې "دوه سوپر اوورونو" ته وغځېده، تر ماتې وروسته اوس باید ځان له رواني پلوه بېرته چمتو کړي. دا په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان پرله‌پسې دویمه ماته وه؛ هغې ماتې چې په سیالیو کې یې د دې لوبډلې مزل ستونزمن کړی دی.

که څه هم افغانستان د ګروپي پړاو په پاتې دوو لوبو کې د متحده عربي اماراتو او کاناډا پر وړاندې د بریا ډېر چانس لري، خو د دې لوبډلې برخلیک د نورو سیالیو په پایلو پورې هم تړلی دی.
افغانستان له اماراتو سره د خپلو مخامخ لوبو په تاریخ کې له ۱۴ سیالیو څخه ۱۱ بریاوې او ۳ ماتې ثبت کړې دي. خو له دې سره، که نیوزیلنډ په خپله راتلونکې لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړي، ان د اماراتو پر وړاندې د افغانستان بریا هم ښايي له سیالیو څخه د افغان لوبډلې د حذف کېدو لامل شي.
بل لور ته، متحده عربي امارات له کاناډا څخه تر هیلې بښونکې بریا وروسته په لوړه روحیه دغې لوبې ته راځي.

دغه لوبډله د ګروپي پړاو خپلې دواړه پاتې لوبې په ډیلي کې ترسره کوي، خو امارات هم بل پړاو ته د وتلو لپاره معجزې ته ورته پایلو ته اړتیا لري. که نیوزیلنډ کاناډا ته ماتې ورکړي چې د دې کار احتمال ډېر دی، نو امارات باید هم افغانستان او هم ماتې نه خوړلې سوېلي افریقا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي، ترڅو خپل رن‌رېټ له نیوزیلنډ څخه پورته کړي؛ هغه ماموریت چې خورا ستونزمن برېښي.

کرېکټ نړۍوال جام؛ هند د پاکستان لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې وکړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰
100%

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام په ګروپي پړاو کې هند له پاکستان سره لوبه وکړه او خپل سیال ته یې د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن د سریلانکا په کولمبو کې ترسره شوه.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د هند لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې او د پاکستان لوبډلې ته یې په شلو اورونو کې د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره تر ټولو ډېرې ۷۷ منډې اېشان کېشن وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان لوبډلې د نندارچیانو د تمې خلاف توپ وهنه وکړه، چې د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۸م اور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېدل او په دې توګه هند دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپیر وګټله.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې ۴۴ منډې عثمان‌خان جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي په خورا کمو منډو او ان له منډو جوړولو پرته وسوځېدل.

د هند لپاره په توپ اچونه کې هایډیک پانډیا، بمبرا، اکشرپټیل، ورن چکروټي دوه ـ دوه ویکټي واخیستي.

په بامیان کې ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۰
100%

په بامیان کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې. په دغو سیالیو کې له بامیان سربېره د کابل، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو لوبغاړي ګډون لري.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ لومړی پړاو پر یخ د اسکېټ او کرلېنګ برخو کې په بند سبزک سیمه کې ترسره شو.

د خبرپاڼې پر بنسټ، پر یخ د اسکېټ په څانګه کې له کابل، غزني او میدان‌وردګ ولایتونو شپږو لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د غزني لوبغاړو لومړی مقام وګاټه او همداراز په کرلېنګ څانګه کې له کابل، میدان‌وردګ او بامیان څخه ۲۵ لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د کابل لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ.

د یادو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ به د اسکي په برخه کې سیالۍ نن (یکشنبه د سلواغې ۲۶مه) په جرخشک سیمه کې ترسره شي.

د خوست لوبډلې د لومړۍ درجه شل اوریزو کرېکټ ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰
100%

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې سیالۍ لس ورځې مخکې د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوې وې او د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د خوست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه شل اوریزه کرېکټ ولایتي سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د روانې فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د کندهار او ننګرهار په کوربتوب پیل شوې وې او بالاخره د خوست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پایلوبه کې د خوست الف او خوست ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د خوست الف لوبدلې د خوست ب لوبډلې ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د کرېکټ بورډ کورني کرېکټ څانګې ویلي، چې دا سیالۍ په لومړي ځل ترسره شوې او موخه یې د افغانستان د شل اوریزه کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو موندل وو.

افغان سوک‌وهوونکي په روسیه کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰
100%

د افغانستان دوه سوک‌وهوونکي میلاد عزیزي او سبحان‌الله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ار‌پي‌اېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

میلاد عزیزي تر دې مخکې په ازادو مبارزو کې ۵ بریاوې ترلاسه کړي او په سوک‌وهنې برخه کې ۴ بریاوې یې خپلې کړې دي. هغه به په سبانۍ سیالۍ کې له تانزانیا څخه د باراکا مازورا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. مازورا تر اوسه په ۱۲ حرفه‌يي سیالیو کې ۸ یې ګټلي او ۴ یې بایللې دي. دغه سیالۍ به په شپږو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

بل افغان سوک‌وهونکی سبحان‌الله بابکرخېل چې له ماتې پرته ۳ حرفه‌يي سیالۍ ګټلي له خپل روسي سیال اسدبېک خودویک سره خپل بخت وازمويي. د بابکرخېل سیال هم تر اوسه په خپلو حرفه‌يي سیالیو کې دوه لوبې ګټلي دي.

د افغان او روسي سوک‌وهوونکو دغه سیالۍ به په څلورو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.