• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې پولیسو په دې هېواد کې د وژل شوي افغان کومانډو د هویت په تړاو معلومات خپاره کړل

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د ناروې پولیسو د هغه ۲۸ کلن افغان کډوال د هویت په اړه معلومات خپاره کړي، چې د سلواغې په ۱۹مه نېټه په دغه هېواد کې وژل شوی و. پولیسو د وژل شوي ځوان نوم محمد طارق وزیري ښودلی دی.

که څه هم پولیسو په افغانستان کې د هغه د مخکېني ژوند او دندې په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي، خو مخکې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې نوموړی د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ۲۲۲ ځانګړې قطعې غړی و.

د برګن ښار رسنیو د راپور له‌مخې، د ښاغلي وزیري انځور او نور مشخصات د هغه د مېرمنې په خوښه خپاره شوي دي. د ده مېرمن هم په همدې برید کې چې د دوی د استوګنې د اپارتمان مخې ته ترسره شوی و، ټپي شوې ده. پولیسو تر دې وړاندې ویلي وو، چې دا پېښه قصدي او له مخکې پلان شوې وه او د برید څرنګوالی ښيي چې وژل شوی کس په نښه شوی هدف و.

د څېړنو له‌مخې، وزیري او بریدګر یو بل پېژندل. همدارنګه، د دغه پخواني سرتېري مېرمنې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د هغه د مېړه پوځي مخېنه د پولیسو د پلټنو مهمه برخه ګرځېدلې او جدي څېړل کېږي. بلخوا، د وژل شوي عسکر یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ټینګار کړی، چې نوموړي له هېچا سره شخصي دوښمني نه لرله.

یوې بلې سرچینې هم یادې رسنۍ ته ویلي، چې وزیري په کابل کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې په ځانګړي ډول په ۱۳۹۶ کال کې د حقاني شبکې د وسله‌ولو پروړاندې د کابل په انټر کانټېننټل هوټل باندې د برید پر مهال مهم او اغېزناک رول لوبولی و او «ډېره وړتیا او مېړانه یې ښودلې وه».

پېښه کې د لاس‌لرلو په تور د یو بل افغان نیول کېدل

له دې پېښې وروسته، د ناروې پولیسو یو بل افغان وګړی د دغه پخواني پوځي د وژنې په تړاو د شک پر بنسټ ونیوو. یاد کس لومړی د شاهد په توګه پولیسو ته ورغلی و، خو څو ساعته وروسته د خپل هېوادوال د وژنې په تور ونیول شو.

انګرلیزه هویلنډ چې د ناروې د پولیسو څارنواله ده، د چهارشنبې په ماښام د سلواغې په ۲۲مه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دغه کس حالت له شاهد څخه تورن ته بدل شوی دی. هغې زیاته کړه، چې دا نیونه د هغو نویو معلوماتو پر بنسټ شوي، چې د پلټنو په بهیر کې ترلاسه شوي دي.

هغې د شواهدو په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې «د تورن تګ راتګ، له قرباني سره یې پېژندګلوي او نور اسناد» پولیس دې پایلې ته رسولي، چې نوموړی د پېښې له ځای او د وژنې له ترسره کېدو سره تړاو لري. د افغانستان د دغه پخواني پوځي د وژنې پېښه د ناروې په رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول. دا په داسې حال کې ده چې د ناروې حکومت د کب په میاشت کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

سپنتا امریکایي سناتور ته: د بګرام زندان تجربه او د زرګونو بندیانو خوشې کېدل باید هېر نه‌شي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د امریکایي سناتور لینډسي ګراهام د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې نوموړی ایران ته د "ازادۍ" راوستلو خبره کوي، خو پخوا یې په افغانستان کې د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کوله.

سپنتا د افغانستان د تېرې تجربې په رڼا کې د دغسې تګلارو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سپنتا په خپل پیغام کې لیکلي، چې سناتور لینډسي ګراهام تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د هغه په وینا، له بګرام زندان څخه چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا جوړ شوی و، له طالبانو سره د هوکړې په پایله کې نږدې شپږ زره کسان خوشې شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو خوشې شویو کسانو کې د داعش، طالبانو او نورو نړۍوالو ترهګرو ډلو غړي شامل وو.

د سپنتا په باور، دغه کسان روزل شوي او د ورانکارۍ لپاره چمتو وو او د هغوی خوشې کېدل د افغانستان لپاره جدي امنیتي پایلې درلودې. هغه د همدې تجربې په یادولو سره ټینګار کړی، چې یوازې پر پوځي او امنیتي لارو ولاړې تګلارې نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې تلپاتې ثبات رامنځته نه‌کړ، بلکې په ځینو مواردو کې یې د ناامنۍ د پراختیا زمینه هم برابره کړه.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې افغانستان د ۱۴۰۰ لمریز کال له بدلونونو وروسته لا هم له سختو امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دی او په دې هېواد کې د توندلارو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

د طالبانو د ملي پراختیا شرکت رييس بېلاروس ته په رسمي سفر تللی دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي پراختیا شرکت رييس عبدالرحمان عطاش په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته په رسمي سفر تللی دی. دغه پلاوي د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د صنعتي چارو په تړاو د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د بېلاروسي د تخنیکي وسایلو، کرنیزو او نورو اړینو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه تولیدات په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره ضروري دي».

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سرګي لوکاشېوېچ په افغانستان کې د بنسټيزو او رغونې په چارو کې د ملي پراختیا شرکت فعالیتونه وستایل.

100%

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د صنعت، کرنې او خوراکي توکو، روغتیا او پوهنې په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.

د شنونکو په باور، د افغانستان په لویو پراختیايي پروژو کې تر ډېره روسي او بېلاروسي ودانیز او نور تجهیزات کارول کېږي او ښايي په دې سفر کې د نویو تجهیزاتو د پېرلو په تړاو هم هوکړې وشي.

ډي‌کې‌ټي سازمان: په افغانستان کې «د کورنۍ د تنظیم» په برخه کې پرمختګ لا هم ممکن دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د کورنۍ د تنظیم نړیوال سازمان ډي‌کې‌ټي مسوولان وايي، چې د طالبانو له بندیزونو سره سره، په ۲۰۲۴ کال کې د دوی د کورنۍ د تنظیم خدماتو له لارې د ۲۹۸ زره ناغوښتو امیندواریو مخه نیول شوې. وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې طالبانو د زیږون د مخنیوي فعالیتونه بند کړي.

په افغانستان کې ددغه سازمان مسوولې ګیګیه یودهیسترا ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې د کورنۍ تنظیم ډېری وخت د «زیږون ترمنځ واټن» په نوم وړاندې کېږي، چې دا طریقه د ټولنې له تمو او اسلامي اصولو سره سمون لري.

د نوموړې په وینا، ډي‌کې‌ټي افغانستان، چې په خصوصي سکتور کې ثبت شوې یوه معالجوي اداره ده ، توانېدلې چې د کلتوري او مذهبي ارزښتونو په چوکاټ کې کار کولو سره د کورنۍ د تنظیم او د میندو د روغتیا خدمتونه جاري وساتي.

ډي‌کې‌ټي افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې له څه باندې ۳۸۰۰ خصوصي پلورنځیو سره کار کوي او په کابل او بلخ کې له کلینیکونو او د ټولنې له قابلو شبکو سره همکاري لري.

ګیګیه یودهیسترا ویلي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې دغو خدمتونو نږدې ۷۰ زرو مراجعینو ته رسېدنه کړې، چې له دې ډلې څه باندې ۴۰ زرو یې د کورنۍ د تنظیم خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د رپوټ له مخې، د دغه لاسرسي له لارې په ۲۰۲۴ کال کې اټکل کېږي چې د شاوخوا ۲۹۸ زره ناغوښتو امیندواریو او له ۳۴۰ څخه د ډېرو میندو د مړینې مخنیوی شوی دی.

ګیګیه یودهیسترا ددې ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو پر ناسم وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې پرمختګ، که څه هم نازک او اسیب پذیره دی، خو لا هم ممکن دی.

ډی کې ټي په افغانستان او پاکستان کې د کورنۍ تنظیم او د میندو د روغتیا په برخه کې کار کوي. دا نوم د ډي. کې. تیاګي په یاد ایښودل شوی، چې په هند کې د کورنۍ تنظیم یو مخکښ و.

یاده روغتیايي موسسه په افغانستان او پاکستان کې د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل لکه کنډوم او نور روغتیايي خدمات په ټیټه بیه وړاندې کوي.

د تاجکستان لوی څارنوال له افغان پولې پر چینايي وګړو بریدونه د جنايي ډلو کار وباله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده ویلي چې له افغان خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو شوي بریدونه، چې په پایله کې یې دوه تاجک پوله‌ساتونکي او پنځه د چین وګړي ووژل شول، د هغو جنایي ډلو کار دی چې غواړي «زموږ اړیکې د چین له حکومت سره خرابې کړي».

نوموړي په پلازمېنې دوشنبې کې په یوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په اړه وویل، «یو چینایي وګړی چې د سړک جوړونې په چارو بوخت و، ولې باید ووژل شي؟ دا ښيي چې داسې کسان او جنایي ډلې شته چې سوله او ارامي نه غواړي، یا غواړي زموږ اړیکې له چین سره خرابې کړي».

نوموړي زیاته کړه، چې « که داسې نه وي، نو ولې یو چینایي سړک جوړوونکی د کار پر مهال په ډزو ووژل شو؟ موږ به پلټنه وکړو او د جنايي بهیر په چوکاټ کې به د پېښې ټول اړخونه روښانه کړو».

د تاجکستان لوی څارنوال زیاته کړه چې د دغو پېښو په تړاو جنايي دوسیې پرانیستل شوې او څېړنې روانې دي.

د واحدزاده په وینا، په تاجکستان کې مېشت چینایي وګړي زیاتره د سړک جوړونې په پروژو کې بوخت دي او ځینې نور د ډبرو او جغل د پروسس په فابریکو کې کار کوي.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې دا د تاجکستاني چارواکو درېیمه څرګندونه ده چې د تاجکستان ـ افغانستان پر پوله د وروستیو نښتو په اړه کیږي.

د جنوري پر۳۰مه، د ماسپښین پر دوو بجو په پوله کې نوې نښته وشوه او د تاجکستان پوله‌ساتونکو درې افغان قاچاق وړونکي ووژل.

د تاجکستان د ستراتېژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمان‌زاده د فبرورۍ پر۹مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې پر افغان- تاجک پوله د وروستیو بریدونو عاملین هغه ډلې دي چې د افغانستان د اوسني حکومت تابع نه دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین هم له افغانستان سره د اړیکو د کچې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د سرحدي پېښو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د نومبر پر ۲۶مه او ۳۰مه له افغانستان نه د تاجکستان پر سرحدي سیموپه دوو بریدونو کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. لومړی برید په شاهین ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې د یوې کمپنۍ پر مرکز وشو او وروسته په درواز ولسوالۍ کې یوه ودانیزه کمپنۍ هم تر برید لاندې راغله.

تاجکستان دغه بریدونه په کلکه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې د بریدونو تنظیموونکي ونیسي.

له دغو نښتو وروسته تاجک چارواکو او طالبانو څو ځله لیدنې وکړې، خو تاجکستان په رسمي ډول د دغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

په دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو وګړو وغوښتل چې د تاجکستان او افغانستان له سرحدي سیمو ووځي او دغو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

ایراني ځواکونو پر ګډه پوله په باران او سړو کې بند پاتې ۳۰۰ افغان کډوال ژغورلي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د ایران د سرحدي ولسوالۍ تایباد ولسوال وايي، ایراني ځواکونو ۳۰۰ غیر قانوني افغان کډوال چې د ایران او افغانستان د ګډې پولې په شمال ختیځ کې د ورښت او سړې هوا له امله بند پاتې وو، ژغورلي دي.

حسین جمشیدی د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه افغان وګړي د ورښت او سړې هوا له امله په یادو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

هغه زیاته کړه چې یاد افغانان ایران ته د ننوتلو پر مهال د ګډې پولې په اوږدو کې تشخیص شوي وو.

د تایباد ولسوال ویلي، چې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې یې کډوالو ته خواړه، درملنه او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی به د درملنې او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شي.

د ایران دغه چارواکي همداراز ویلي، چې هېواد ته یې د غیر قانوني وګړو ننوتل منع دي او دا چاره د طالبانو په تعامل او همکارۍ پورې تړلې ده.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران او افغانستان له ګډې پولې په غیر قانوني توګه له اوښتونکو سره به پرېکنده او قانوني چلند وشي.