د پاکستان د ولسمشر ویاند یو ځل بیا طالبان «بېمغزه ځناور» وبلل

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي په روزګان ولایت کې د یوه پخواني پوځي د قبر سپړلو او د هغه جسد ته تر سپکاوي وروسته طالبان یو ځل بیا «بېمغزه ځناور» بللي دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي په روزګان ولایت کې د یوه پخواني پوځي د قبر سپړلو او د هغه جسد ته تر سپکاوي وروسته طالبان یو ځل بیا «بېمغزه ځناور» بللي دي.
هغه پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو غړو په روزګان کې د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستلی، سر یې پرې کړی او قبر ته یې سپکاوی کړی دی. نوموړي لیکلي: «له همدې امله زه هغوی بېمغزه ځناور بولم».
په روزګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د شنبې په شپه د ترینکوټ ښار د شهیدانو هدیرې څخه د صدیقالله په نوم د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستل شوی دی.
د یاد پوځي کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو غړو د شنبې په شپه د روزګان ولایت په مرکز کې د هغه قبر ویجاړ کړی او جسد یې له خاورو راېستلی دی. په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې رسنیو ته رسېدلي لیدل کېږي، چې قبر په بشپړه توګه نړول شوی او مړی له خاورو اېستل شوی دی.
مرتضی سولنګي تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د یوې رسنیزې شمېرنې په غبرګون کې چې پهکې په نږدې څلورو کلونو کې د زرګونه افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې وه، طالبان «بېمغزه ځناور» بللي وو.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي، د جاپان په ملاتړ یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې هغو کورنیو ته د ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو رسولو چارې په چټکۍ سره دوام لري چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه مرستو موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د ژمي په سختو شرایطو کې د خوراکي توکو د کمښت له امله زیانمنې شوې دي. دغه بنسټ د جاپان د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نږدې ۱۵ مېلیونه خلک په لوږه ویده کېږي.
دغه سازمان ویلي و، د بودجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له مېلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې ودروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اماني صندوق (STFA) وایي، چې د مرستو کمښت په دغه هېواد کې د خلکو اړتیاوې محدودوي او د لاسته راوړنو ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د دغه صندوق په وینا؛ د راستنېدونکو زیاتېدونکې شمېرې او اقتصادي ستونزې پر خلکو شته فشار نور هم پراخوي.
د دغه ادارې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه صندوق له مالي ملاتړ سره ترسره شوې پروژې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي، د پاکو اوبو، روغتیا، زدهکړې او اقتصادي چارو زمینه برابروي او ټولنې ته د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت ورکوي.
د دغه صندوق د څارنې او ارزونې متخصص وادزانای موشانډیکوا د پکتيکا، لوګر، خوست او غزني ولایتونو ته د سفر پرمهال ویلي:« هره پروژه د خلکو پر ژوند مستقیمه اغېزه لري».
هغه وایي، د کوچنیو او متوسطو سوداګریزو پروژو او اقتصادي مقاومت پروګرامونو له لارې کورنۍ خپل عاید لوړوي او اقتصادي ثبات ترلاسه کوي. د نوموړې په وینا؛ د یاد صندوق پروژې د ټولنیز مسوولیت پراختیا، د کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د ګواښ کمولو او د ښځو د ګډون فرصتونه زیاتوي.
موشانډیکوا ټینګار کړی:«د خلکو همکاري او ګډ مسوولیت د پروژو اغېز دوه چنده کوي».

کندهار کې تازه ستنې شوې سلګونه کورنۍ وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې له سختو بشري ستونزو سره مخ دي؛ خو لاهم ورته لازمې مرستې نهدي رسېدلې. دغه کورنۍ زياتوي، له راستنېدو وروسته اوس نه د اوسېدو مناسب ځای لري، نه کافي خواړه او نه هم روغتیايي اسانتیاوې.
سره له دې چې طالبان هره ورځ له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې خبره کوي؛ په کندهار کې له ایران او پاکستان نه یوشمېر تازه ستنو شویو کډوالو کورنیو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د طالبانو له مرستندویه ادارو شکایت کړی.
د همدې کډوالو په خبره؛ د مرستو لپاره اړوندو ادارو ته ورځي؛ خو په سپکه لهجه رټل کېږي او ان ښځې له سپکو الفاظو سره مخ کېږي. د پنځو ماشومانو یوه مور بيبي عاليه چې له پاکستان نه تازه ستنه شوې؛ له څو اونیو راهیسې په خېمه کې ژوند کوي.
هغه وایي، د شپې سړه هوا د زغملو نهده او ماشومان یې په پرلهپسې توګه ناروغه کېږي. هغې د خپلو خبرو په پیل کې وویل، چې د ماشومانو ټوخی او تبه یې ورځ تر بلې زیاتېږي او د درملو د پېرلو توان نهلري.
د نوموړې په وینا: «کله چې کندهار ته راغلو ویل کېدل، چې له موږ سره به مرسته کېږي؛ خو اوس هېڅ هم نهشته، موږ په خېمه کې ژوند کوو. د شپې یخ باد راځي، ماشومان مې ټوله شپه ژاړي، یو ماشوم مې سخت ناروغه شو، ډاکټر ته د وړلو پیسې نهلرو، کله چې د مرستې لپاره ورځو راته وایي نور مه راځئ».

د شېر پاچا په نوم یو بل تازه ستون شوی کډوال چې د کورنۍ ټول مسوولیت په غاړه لري وایي، د بېکارۍ او د سرپناه نشتوالي یې ژوند ورته په عذاب بدل کړی. هغه وایي، چې د کور کرایه نهشي ورکولای او مجبوره دی له خپلې کورنۍ سره په خېمه کې ژوند وکړي.
هغه زیاته کړې: «موږ نه کار لرو نه کور، که لږه مرسته وای لږ تر لږه به مو خېمه ګرمه کړې وای. ماشومان مې د یخ له امله ناروغه دي، هر ځای ته چې ولاړ شو یوازې سپکې سپورې اورو؛ هېڅوک زموږ حالت ته نهګوري».
یو عمر خوړلی سپینږېری چې د سختې مجبورۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ریاست ته تللی و وایي، هلته ورسره داسې چلند شوی چې لا یې هم له یادولو سره سترګې له اوښکو ډکېږي.
هغه وویل، چې د کورنۍ ټول امید یوازې ده ته دی؛ خو د مرستې پر ځای سپک وضعیت ورسره شوی. نوموړي په ژړغوني او لړزېدلي غږ وویل: «زه ډېر مجبوره یم، ولاړم چې مرسته یو څوک راسره وکړي. د کډوالو ریاست سره یوه طالب راته وویل، مرسته نهشته ولاړ شه سپين ږېری یې مړ شه. زه یې ډېر مایوسه کړم، ما ورته وویل څنګه مړ شم؟ زما لمسیانو ماته سترګې نیولې دي».
ښځې هم د مرستو د نشتوالي تر څنګ د ناوړه چلند له امله شکایت کوي او وايي، کله چې دوی د مرستې پوښتنه وکړي په سپکو الفاظو ورته ځواب ورکول کېږي. د یوې راستنې شوې کورنۍ سرپرسته وایي: «موږ ته وایي، د کډوالو ریاست ته ورسئ چې هلته ورسو وايي، سرې میاشتې ته ورسئ یا راته وایي، چې نور مه راځئ، مرسته نهشته. ځینې وخت خو داسې خبرې راته کېږي، چې انسان شرمېږي. موږ خو یوازې د خپلو ماشومانو لپاره مرسته غواړو موږ څه وکړو چېرې ولاړ شو؟»
راستانه شوي کډوال وایي، یوازې له لږ شمېر کورنیو سره د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې له لوري یو څه نغدي مرسته شوې؛ خو دغه مرسته د ټولو لپاره نهده او د ژمي د سختو اړتیاوو پر وړاندې هېڅ بسنه نهکوي.
راستنې شوې کورنۍ له ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ژمي په دې سړه هوا کې دوی ته بېړنۍ مرستې ورسوي، د سرپناه ستونزه یې حل کړي او د ښځو، ماشومانو او سپین سرو پر وړاندې د سپک چلند مخه ونیسي. د دوی په وینا؛ که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي دا به یو جدي بشري ناورین ته لاره هواره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې د یکشنبې په ورځ ۸۳۲ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۱۰۴۱ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلامکلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۹، د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۵، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۰، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۰۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهه وایي، لکه څنګه چې د شوروي ځواکونو ماته د افغانانو د مقاومت نښه وه؛ اوسنی «اشغال» به هم د ملت د ارادې پر وړاندې مات شي او د عدالت او ازادۍ مبارزه به دوام ولري.
مقاومت جبهې له افغانستان نه د شوري ځواکونو د وتنې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د عدالت او ازادۍ لپاره مبارزه دوام لري او افغانان د خپلو حقونو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. د یادې جبهې په وینا؛ لکه څنګه چې د شوروي ځواکونو ماتې د افغانانو د ځواک او مقاومت نښه وه، اوسنی «اشغال» به هم په پای کې ناکام شي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د شوروي ځواکونو ماتې یوازې یوه پوځي بریا نهوه؛ بلکې د ملت د خپلواکۍ، ملي هویت او د ازادۍ حق ساتنې څرګندونه وه. د مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت د تېر «تېري» دوام دی؛ خو افغانان به خپلې ارادې او د برخلیک ټاکلو حق له هېڅ ډول فشار یا ګواښ سره معامله نهکړي.
اعلامیه کې راغلي:« د عدالت او ازادۍ لپاره مبارزه دوام لري. زموږ پیغام اشغالګرو او د هغوی داخلي ملاتړو ته دا دی، چې د افغان خلکو اراده د خپل برخلیک ټاکلو لپاره نه معامله کېږي او نه ماتېدونکې ده».
یادې جبهې په پای کې څرګنده کړې، افغانان به تر هغې پورې خپلې هڅې جاري وساتي چې هېواد په بشپړ ډول خپلواک، خوندي او له بهرنیو او کورنیو ګواښونو پاک شوی نهوي.