
د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د امریکایي سناتور لینډسي ګراهام د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې نوموړی ایران ته د "ازادۍ" راوستلو خبره کوي، خو پخوا یې په افغانستان کې د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کوله.
سپنتا د افغانستان د تېرې تجربې په رڼا کې د دغسې تګلارو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
سپنتا په خپل پیغام کې لیکلي، چې سناتور لینډسي ګراهام تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.
د هغه په وینا، له بګرام زندان څخه چې د امریکايي ځواکونو لهخوا جوړ شوی و، له طالبانو سره د هوکړې په پایله کې نږدې شپږ زره کسان خوشې شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو خوشې شویو کسانو کې د داعش، طالبانو او نورو نړۍوالو ترهګرو ډلو غړي شامل وو.
د سپنتا په باور، دغه کسان روزل شوي او د ورانکارۍ لپاره چمتو وو او د هغوی خوشې کېدل د افغانستان لپاره جدي امنیتي پایلې درلودې. هغه د همدې تجربې په یادولو سره ټینګار کړی، چې یوازې پر پوځي او امنیتي لارو ولاړې تګلارې نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې تلپاتې ثبات رامنځته نهکړ، بلکې په ځینو مواردو کې یې د ناامنۍ د پراختیا زمینه هم برابره کړه.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې افغانستان د ۱۴۰۰ لمریز کال له بدلونونو وروسته لا هم له سختو امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دی او په دې هېواد کې د توندلارو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.