اسراییل د لبنان- سوریې پر پوله بمبار کې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي دي

د لبنان چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو د لبنان- سوریې پر ګډه پوله د لبنان په خاوره کې پر یوه موټر بمبار کړی، له امله یې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي.

د لبنان چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو د لبنان- سوریې پر ګډه پوله د لبنان په خاوره کې پر یوه موټر بمبار کړی، له امله یې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه موټر د دوشنبې ورځې په سهار وختي (د سلواغې ۲۷مه) په نښه شوی دی.
د اعلامیې لهمخې، په وژل شویو کسانو کې یو یې د سوریې اوسېدونکی دی او خالد محمد نومېده، خو د درېیو نورو وژل شویو کسانو د هویت په تړاو لا تر اوسه څه نهدي ویل شوي.
سوریې او اسراییل لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نهدي ویلي.


د امریکا او ایران تر منځ د نانندریو او پر ایران د بریدونو د احتمال په درشل کې د طالبانو ویاند ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، نو دوی به د ایران له ملت سره همکاري وکړي. سره له دې چې د ایران او امریکا تر منځ په وقفهيي ډول خبرې روانې دي، خو لا هم یو بل ته ګوتڅنډه کوي.
د امریکا او ایران تر منځ په ناندریو کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر ایران د اسراییل او امریکا تېرو بریدونو ته په اشارې وايي، په هغه جګړه کې ایران ګټونګی وو او دا ځل هم که پرې برید وشي، نو ایران به برلاسی وي.
ذبیحالله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «ها بل وارې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت کوم برید وشو، پایله دا وه چې ایران ګټونکی وو او زه فکر کوم بیا به هم همداسې کېږي».
د مجاهد په باور، ایران په اوسني وخت کې وړتیاوې لري او دغه هېواد په «حقه» دی او له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا پر ایران برید وکړي، طالبان به کومه خوا نیسي ویلي: «که پر موږ هر غږ کېږي، افغانان دې ته چمتو دي چې د جګړې د ستونزو په برخه کې له ایراني ملت سره همدردي ولري او همکاري ولري».
د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

د ایران د زاهدان ښار د پولیسو مشر حامد نوري ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د کانونو د کارکوونکو پر موټر وسلهوال برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د زاهدان ښار د پولیسو مشر فارس خبري اژانس ته ویلي، پر دغو کسانو هغه مهال وسلهوال برید وشو چې له کان څخه د خپلو کورونو په لور روان وو.
د زاهدان پولیسو ویلي، چې ناپېژاندو وسلهوالو د کانونو د کارکوونکو پر موټر له برید وروسته د یو پيژو ډوله موټر په وسیله له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
پولیسو ویلي، د یاد برید په اړه یې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د مساپر وړونکي موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي، چې یاده ټرافیکي پېښه د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ورځ هم د سند ایالت پر عمومي لاره د څو موټرونو د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وایي، د پاکستان حکومت د دوی له لوري معرفي شوي متخصصین او ډاکټران رد کړي او د کورنۍ غړو ته یې هم د خان د درملنې پر مهال د حضور اجازه نه ورکوي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خراب روغتیايي وضعیت په تړاو له ګڼو غبرګونونو وروسته د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې هغه باید د درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شي.
د عمران خان خور عليمه خان یو ځل بیا د خان د روغتیايي وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د خان درملنه باید د اسلاماباد په شفا روغتون کې د هغه د شخصي ډاکټرانو او د کورنۍ د غړو په حضور کې وشي، خو په وینا یې حکومت دې کار ته اجازه نهورکوي.
علیمه خان د یکشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «زموږ غوښتنه له پیل څخه روښانه وه؛ عمران خان باید د متخصصو ډاکټرانو له لوري معاینه او درملنه یې وشي او دا به د هغه د شخصي ډاکټر (ډاکټر عاصم یوسف) او د کورنۍ د یوه غړي په حضور کې د اسلاماباد په شفا انټرنشنل کې ترسره شي».
د نوموړې په وینا، د پاکستان حکومت هغه متخصصین او ډاکټران چې باید د عمران خان د درملنې په بهیر کې حضور ولري رد کړي او همداراز ورته ویل شوي، چې د خان د درملنې په بهیر کې د هغه خویندې هم باید حضور ونهلري.
هغې ټينګار کړی: «دا د منلو وړ نه ده. زموږ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې ولې زموږ د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نهورکول کېږي؟ ایا زموږ لهخوا معرفي شوي ډاکټران ځکه رد شوي چې هغوی ډېر مسلکي او لوړپوړي ډاکټران دي؟»
د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم تر دې مخکې د عمران خان د خراب روغتیايي حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او همداراز د عمران خان وکیل ویلي وو، چې د هغه ښۍ سترګه ړندېدو ته نږدې ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په ټینګار سره ویلي، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري.
دغه ایراني چارواکي غوښتنه کړې، چې اسراییل دې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو سبوتاژ کولو هڅه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د یکشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د دویم پړام اټومي مذاکراو لپاره سویس ته روان شوی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو مذاکراتي پلاوي به د سېشنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب په سویس کې اټومي مذاکرات وکړي.